جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کورونا له کبله ممکن جګړه سړه شي

د کورونا له کبله ممکن جګړه سړه شي

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۲) کورونا وایرس تراوسه پورې په نړۍ کې تر څلور ملیونه او یولک زیات کسان نیولي او نژدې ۳ لکه تنه یې مړه کړي، خو ویل کېږي چې دا ناروغي به د افغانستان لپاره تر نورو سخته او خطرناکه وي.

له یوې خوا د څو لسیزو جګړو د افغانستان روغتیايي سیستم کمزوری کړی، له بلې خوا ملیونونه افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې اوسي او ډېر یې خپل هیواد ته تګ راتګ کوي.

د خلکو اقتصادي ستونزې او ناامني هم د دې سبب کېږي چې کورونا تر نورو ملتونو د افغانانو لپاره لا خطرناکه وي.

که څه هم تراوسه پورې لا په افغانستان کې د کورونا وایرس د خپرېدا د اوج پړاو نه دی راغلی خو هغه کلیوال، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي، اندېښنه لري چې دوی به د دې ناروغۍ د زیاتې خپرېدا په صورت کې له لا جدي خطر سره مخامخ شي.

راپورونه ښيي چې د لومړي ځل لپاره د دې وایرس د خپرېدا له کبله د طالبانو او د افغانستان د مرکزي حکومت ترمنځ د همکارۍ نښې څرګندې شوي دي او دې چارې هیله پیدا کړې چې ورسره به تاوتریخوالی کم او د سولې ولاړې خبرې پیل شي.

راپورونه وايي چې طالبانو هغو موسسو ته چې یا په حکومت پورې تړاو لري یا د حکومت له لوري تایید شوي، اجازه ورکړې چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړې شي او طبي مرستې وکړي.

اې بي سي شبکې د ځینو افغانانو، چې له ایران څخه بېرته خپل هیواد ته راغلي، په قول ویلي چې طالبانو ورته ویلي چې ځانونه قرنطین کړي یا لومړی د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو په روغتونونو کې کورونا ټیست کړي.

خو له دې سره سره ډېر افغانان له کورونا وایرس څخه د ځان ساتنې لپاره له یو بله د لېرې والي په شان اصول نه رعایتوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د وردک ولایت په کلیو کې فعالیت کوي.

د دې کمېټې د پروژې ريیس حفیط الله ملنګ وايي، په کلینیکونو کې مو د سیمې اوسېدونکي ګومارلي خو د غیرحکومتي موسسو مننه چې د ماهرو کسانو په برخه کې راسره مرسته کوي.

ملنګ وايي چې دوی له حکومت سره مستقیم ارتباط نه لري.

د ملنګ په وینا طالبان د دوی کمېټې ته د بې پرې موسسې په سترګه ګوري او خپل کسان هغو سیمو ته لېږلی شي چې حکومتي کارکوونکي اجازه نه لري.

ملنګ وايي، طالبان په طبي چارو نه پوهېږي خو له رسنیو د کورونا وایرس په اړه معلومات ترلاسه کوي.

ده وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د کورونا په برخه کې هر راز همکارۍ په تېره بیا خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې مرستې ته تیار دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار وايي، هیله لري چې د کورونا وایرس پر ضد مبارزه به له طالبانو سره د دوی همکارۍ ښې کړي.

ده زیاته کړه «موږ له زړه هیله لرو چې دا عمومي مبارزه به موږ سره متحد کړي او د یوه اوربند سبب به شي ځکه چې هره ورځ افغانان مري.»

خو د کورونا وایرس له لا زیاتې خپرېدا او د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې سره سره طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی او هره ورځ د مرګ ژوبلو راپورونه خپرېږي.

2 COMMENTS

  1. که کرونا د سولی سبب شي. زښته ښه کار به وشي. نور به دا سیاستوال هم له موږه نه امتیازات غواړي نه القاب. بس کرونا به هم په خیر تللې وي. له بدو سره خاطرو سره به یې یوه ښه خاطره هم پاته شي. او که سیاست والو دا سوله راوسته. هغه وخت به نو بیا دوئ څه نخرې په دې ملت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب