جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد ښاپیرۍ ورغوي په کرښو کې | علم ګل سحر

د ښاپیرۍ ورغوي په کرښو کې | علم ګل سحر

صبر چې کاروان دښاپیرۍ ورغوی پرانیزي
کرښي کرښي پروت پکې دورکو نغمو فال یمه

په وروستیو کلونو کې دپښتو شعر د لوړتیا پر لوري ګړندي ګامونه پورته شول او دشعر په نړۍ کې یواوښتون رامنځته شو،دشعر او شعار ترمنځ څرګنده کرښه را وکښل شوه اوس څوک هغو شعرونو ته غوږ نه ږدي ،چې پخپله لمن کې ښکلا،عاطفه،احساس او ژبنۍ خوږلني ونه لري او تش سیاسي شعارونه وی ،چې دزړونو په دښتو کې یوازې دکینې او کرکې تخمونه شیندي .دداسې شعرونو اوریدل ددې پرځای چې دوطن درنځیدلو خلکو زړونه ټکور کړي دځینو په زړونو کېدتعصب او بدبینۍ اورونه تازه کوي چې دادشعر دنده نه شو بللای.

دشعر دهنري لوړتیا پرلورمزل څه اسانه نه و،دا په سرو غرمو کې پرشګلنولارو دتږو مسافرو ستړی مزل و،چې له خنډونو څخه په تیریدو سره یې په ډیرو کړاونودژوندبخښونکواوبوچینې ته لارې لنډې کړې،دااوبه له مینې اوښکلا څخه ډک شعرونه و،چې په اوریدو یې په زړونو کې دمینې او صمیمیت ګلونو ټوکیږي .

ددغه اوږده سفر له لارویو څخه یوهم پیرمحمد کاروان دی،چې پخپلو نوښتګرو هستونو سره یې پښتو شعر ته نوی رنګ او خوند بخښلی دی چې دده دشعر دبې شمیره مینه والو تر کابو دری کلن انتظار وروسته دادی ددغه نومیالي شاعر دشعرونو دریمه ټولګه (دښاپیرۍ ورغوی) له چاپه راووت.

تردې دمخه دشعر په برخه کې د ښاغلی کاروان دوه نور کتابونه ( له ماښامه ترماښامه ) او (چنار خبرې کوي ) هم خپاره شوي دي چې وروستي کتاب یې په ادبي کړیو کې له تاوده هرکلي سره مخ شو او دشعر دمینه والو تنده یې ماته کړه. د دغه کتاب له خپریدو وروسته ډیر کسان په دې نظرو،چې کاروان ښایي ونه شي کړای د چنار خبرې کوي د کتاب دشعرونو په کچه ښکلي شعرونه ووایي ،خو(دښاپیرۍ ورغوی) دا ثابته کړه چې دسندرو په سمندر روانه وچکالي څه اغیزه نه شي لرلای.

(دښاپیرۍ ورغوی) دخیال هغه ښکلې تابلو ده چې په کې ډیرې هیلې ،ارمانونه ،اوښکې،خندا،دمینې پیغامونه او دژوند رنګیني ځان را ښیي ،چې دکاروان ځواکمن تخییل ورته ساه ورکړې ده :

سپین دښاپیرۍ ورغوی پرانیزه کاروانه
شعر دې په خوشبو لمبوه تور لونګ به راوړي
داستاد محمد صدیق پسرلي خبره ده چې وایي ښه شعر هغه دی چې لوستونکي ترلاس نیولي دځمکې پرمخ وګرځوي او دژوند لوړې ژورې یې سترګو ته ودروي لوستونکی او اوریدونکی له ځانه سره هسک ته بوځي او په نااشنا نړۍ کې یې وګرځوي.

دکاروان شعر دا قدرت لري چې دلوستونکي او اوریدونکي ویده تخییل راویښ کړي کاروان انځورګر شاعر دی او په خپل شعر کې یې نوي تشبیهات او مفاهیم په ډیر هنري انداز بیان کړي دي :
خوب وینمه لمر پلی په شنودرو کې ګرځي
لال دبدخشان به له خولې شین ښامار خطا کړي
***
خوب مې تښتیدلی که په لاس درغی رایې وړه
چاراته ویل چې په خوبونو دې لاس بردی
یا:
دتار پرې کړي کاغذباد په شان که هرچا ونیو
دهغه خپل شو،خپل زړګي رانه هوا کړې ده

موږ وینوچې شعر یوازې دڅو کلیماتو او بې معنا مفاهیمو جوړونه نه ده،بلکې له کلیماتو یې دیوه تکړه معمار په څیر پخپل ځای کې ګټه اخیستې ده او هغو ته یې هنري رنګ او خوند ورکړی دی.

لکه څنګه چې کاروان په ورځني ژوند کې یو صمیمي انسان دی ،همدغه خصوصیت یې په شعرونو کې هم ځان څرګندکړی دی په شعرونو کې یې یو ځانګړی صمیمیت پروت دی ،هغه دځینو نورو شاعرانو په څیر په مصنوعي ډول له مفاهیمو تصویرونه نه جوړوي بلکې هغه څه وایي چې احساس کړي یې دي او څه چې یې په زړه کې ورګرځیدلي دي ویلي یې دي په شعرونو کې یې له انسان سره مینه له ورایه څرګندیږي:

سپین دتورو ورورګڼمه،تور دسپینو ورورګڼم
دواړه مې ددواړو سترګو سپین ګڼمه،تور ګڼم
پام کوه دکفر په فتوی مې چې ونه نمانځې
زه خو میکده خدایږوسکه دجومات خور ګڼم
ما دکاروان په شعرونو کې داسې شعرونه ونه موندل چې دبل کوم شاعر تر اغیزې لاندې دې وي،کاروان پخپل شعر کې خپله کاروان دی ،دی دهغو شاعرانو له ډلې څخه نه دی چې دنرو شاعرانو دشعرونو په لوستلو سره شعر ووایي ،کاروان هغه څه ویلي چې تر ده دمخه بل شاعر په هغه ډول نه دي ویلي ،هغه له خپل ژوند او چاپیریال څخه الهام اخلي او دخپل شعر ښاپیرۍ ورته دالهام ګلونه راوړي:

راوړي به ښاپیرۍ درته ګلونه دالهام
بس بار به دې کاروانه وي اوښان په ترنم
یا:
داچې پرانیزي نن دخیال دښاپیریو تڼۍ
کاروان دښکلي اوښ له اوښکو نه الهام اخیستی
او:
ښاپیرۍ زما استاده په غزلو یې لاس بردی
راښوولی یې په خوب کې دسندرو پیغمبر دی

کاروان صاحب دمنظمو او غزلو ترڅنګ ازاد شعرونه هم لیکلي دي په ازادو شعرونو کې یې هم دنوښت پله درنه ده. ښایسته او خواږه کلیمات یې انتخاب کړي دي نوي سمبولونه او ترکیبونه یې خلق کړي دي چې (ګل او بنیادم) (دهوسۍ دشیدوبوی)،(لیونیه سندرماره)او(لکه زیړه زرغونه) شعرونه یې دځانګړې یادونې وړ دي.

دکاروان دشعرونو یوه ځانګړتیا داده چې په شعرونو کې یې نهیلي نه لیدل کیږي،هغه په ترو شپو کې دستورو رڼايي ویني او باوري دی چې دتیارو زور به اوبه کیږي:

شپه څه بلا ده دوصال مخه نیولی نه شي
ستوری وستورو ته ور وغځوي لاس درڼا
ستا دکاروان په مخ کې بیا دتیارو غرروان دی
ساقي تر مورګو پورې ډک راوړه ګیلاس درڼا
یا:
څڼې که دې شپې دي له سبا دې سپین لاسونه ډک
نن سبا خو ژوند ایله دشنو بنګړیو شور ګڼم
***
ښاپیرۍ بیګاته راشه اوس مې ښه کاروبار جوړ دی
په زرګرې شپې مې تاته نن دستورو نه هار جوړ دی
***
ځم چې له لفظونو نه دشاتو مچۍ جوړې کړم
چاوې ژړیدلی دلته ګل د پیغمبر دی

یوه ورځ استاد غضنفر په یوه ادبي بانډار کې یوه ښه شي ته اشاره وکړه ،هغه وویل چې دجهاد او هجرت په کلونو کې دروسانو پرضد ډیر شعرونه وویل شوخو یوه یې هم دهیواد په یوه لیرې غره کې لیکل شوې دغې لنډۍ په څیر دخلکو په زړونو کې ځای نه دی نیولی:

وطن نیولی رانه نه شې
روسیه ولې ورانوې ودان کورونه
دغه لنډۍ چې چا اوریدلې ده په یاد یې ده خو زموږ زیاتره شعرونه او ګذارش ډوله شعرونه دا قدرت نه لري دا ولې؟
پورتنې لنډۍ هغه چا دزړه له صدقه ویلې ده چې په مورچل کې دپردیو پرضد جنګیده ،هغه پوخ باور درلود چې که روسان ددې وطن هر څومره ځوانان شهیدان او کورونه یې وران کړي ،خو هغه دومان خبره ((وطن نیول پې قرآن کې)) له بلې خوا په دې لنډۍ کې عاطفه او یو لوی ارمان پروت دی .

راځﺉ وګورو چې کاروان صاحب په دې برخه کې تر کومه حده بریالی دی ؟هغه دسره پوځ دتیري او دخپل ولس دمقاومت په باره کې وایي:
بیا برګۍ په هوا ګرځي
توغندي ولې راولې
داچې پاس پکې سپاره دي
تر شیطان دي هم ناولي
یا:
له سپین سالنګ نه یې لمر ټول ونیوه
له روس نه دومره الوتکې راغلې
دمه یې وکړه دباګرام پر ډګر
دا په لټون دکومې ورکې راغلې
***
یوڅو شین سترګو نااشنا وګړو
په برګ وزرو کې بنزین واچول
پر ځای دزړونو په لاس دشیطان
سینو کې تور کاڼي دکین واچول
***
داظالمان پر ځیګر ولي زلمیان
له ځوانو زړونو نه یې زور تویوي
په سپینو لیچو یې سرپه ونه کړه
ترینه دشنو بنګړیو زور تویوي
او یا په دې شعر کې:
راکوزول چې پرې سپین سترګي هوا باز له هوا
زموږ دکلي په سم منځ باندې خروار بمونه
له هغې شنې پرښې راباسمه روسي توغندی
چې مې دښکلي کلیوال شپونکي
دزړه په تودو وینو سور دی
هغه شپونکی چې په تالو کې به یې ژبه دڅپو ګډیده
چې په سندرو میوندي کې یې ملاله دټپو ګډیده …
په بل ځای کې وایي:
دشنه ځنګه په هغه لره خواکې
ماته دبر کلي شپونکی ښکاري
ټوپک په نښه او دپړانګ په څوکې
داسې په برید لکه زمری ښکاري
ګوره شین سترګو نه به ښکار خطا کړي
زړه دتور سترګي کې غورځی ښکاري
موږ دبر کلي دشپونکي په څیره کې دخپل ولس معصومیت،ځورونې،شهادتونه او ویاړونه لیدلای شو ،کاروان دځینو نورو په شان تش دمرده باد او زنده باد نارې نه وهي ،دخپلو شعرونو په وسیله کرکه نه خوروي ،بلکې په پوره صداقت هغه څه چې تیر شوي دي زموږ دسترګو په وړاندې دیوې روښانه تابلو په څیر انځوروي ،نو خود به زموږ په زړونو کې ځای نیسي .
کاروان صاحب له مفاهیمو او کلیماتو سره سرسري برخورد نه کوي ،داسې نا پیژندل شوي سمبولونه چې دمعنا پوهیدل یې ګران وي ډیر نه کاروي ،شعرونه یې یوله بله ښکلي دي ،که سړی وغواړي په یوه شعر کې یې دڅو بیتونو بیلګې وړاندې کړي مجبوریږي ټول شعر یا دشعر زیاته برخه راواخلي ،کله چې څوک یوبیت لولي تر هغه وروسته یې بل بیت بیا ترهغه ښکلی او په زړه پورې وی:
ولې راته وایې چې لږ وارکوه وار څه مانا
کار دمینې کار دی له دې کاره انکار څه مانا…
یا :
زموږ داوښکو مرغلرې ګوندې آب نه لري
دوخت خندا نه زده ،که سوال ته مو ځواب نه لري
پرماین ختلې درخو ورکه بسوګۍ ودیږي
دآدم لاس په جنګ کې پرې ،تاب درباب نه لري
او یا:
هغه افغان ګل یې چې ګلچین به مسلمان کړې
هند به مسلمان کاندې او چین به مسلمان کړې…
ترپایه
کاروان دیوه بااحساسه شاعر په توګه دپیښو په مقابل کې بې تفاوته نه دی پاتې شوی ،دوطن روانې غمیزې دده حساس زړه ژړولی ،ځکه خو وایي:
وطن داور په سیند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي
دکابل جان دنجونو مړي هم نهنګ خوړلي
یاددې شعر څو بیتونه:
دبدرنګۍ له سیند وباسو دسندرو بیړۍ
الله لاهو مه کړې دښکلو مسافرو بیړۍ
دڅو کیږدیو اویوڅو دانو خورما په بدل
ولاړې عربو ته دلمنځو،دنښترو بیړۍ
موږ ته زخمونه دځیګر دسترګو اوښکې پاتې
پاریس ته ځي دزمردو دلاجوروبیړۍ
موږ دشهیدې خور ټیکری کړ دجونګړې پرده
لوټمارو بار کړې درخامو دمرمرو بیړۍ
کله چې دکاروان شعر لولو،فکر کووچې شاعر دموږ له زړونو خبردی ،هغه څه چې موږ غوښتل ده ویلي دي او په داسې انداز یې ویلي دي چې دهر لوستونکي او اوریدونکي په زړه کې تل پاتې ځای نیسي.
ګوړې او شکرې دې سندرو ته ورګډې کړې
ښکاري چې کاروانه دهندو دکان دې ګرو دی

۱۳/ ۹/ ۱۳۸۳
پیښور ښار- پښتونخوا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب