Homeخبرونههرات کې ماين چاودنې درې ملي پولیس وژلي

هرات کې ماين چاودنې درې ملي پولیس وژلي

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۱۱) د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه چاودنې درې پولیس وژلي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه راز په دې چاودنه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي ،دا پېښه نن د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یوه ریکشا کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د وليزاده په خبره ، چاودنه ډېره زوروره وه او نږدې کورونه یې هم سخت زیانمن کړي دي.

نوموړي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...