تاند ( یک شنبه، د عقرب ۱۱) د راپورونو له مخې د کورونا په دې سختو شرایطو کې په الجزایر کې میلیونونه وګړي د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د رایې اچونې مرکزونو ته ځي.
رسنۍ وایي چې دوی په خورا یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې ټولپوښتنه کې برخه اخلي.
دا ټولپوښتنه وروسته له هغه ترسره کېږي چې عبدالعزیز بوتفلیقه له خپلې دندې استعفا ورکړه او د نوي حکومت جوړولو ته یې اجازه ورکړه.
خو بل لورته د الجزایر خلک وایي چې دوی د نوي او له فساد پاک حکومت غوښتونکي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د دې ټولپوښتنې پایلې به سبا دوشنبه اعلانېږي.