Homeخبرونهترکیه کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی

ترکیه کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۱) د ترکیې ازمیر ښار کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

د ترکیې د ولسمشر مرستیال نن د دغې زلزلې په اړه وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي.

هغه ویلي چې د ترکیې په لویدیځ ازمیر ښار کې د شوې زلزلې له امله ۵۱ کسان مړه شوي او تر ۶۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ وروسته له غرمې د ترکیې لویدیځ ازمیر ښار د ۶.۶ ریښتر په اندازه زورورې زلزلې ولړزاوه چې د وروستیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه شل ودانۍ یې نړولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...