یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+پښتو قاموس | سپین ګل سجاد

پښتو قاموس | سپین ګل سجاد

د لوړو زده کړو وزارت

کابل پوهنتون

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

پښتو څانګه

پښتو قاموس

د ماسټرۍ پروګرام

(دویم سمیستر)

اوډنه او راټولونه: سپین ګل سجاد

لارښود استاد: پوهاند دوکتور اسد الله وحیدي

سریزه

د هرې ژبې د پرمختګ او بډاینې لپاره یوه غوره لاره د قاموسونو لیکل دي، څومره چې د یوې ژبې وييپانګه بشپړه او غني کېږي، په هماغه اندازه ژبه هم غوړیږي. د پښتو قاموس، چې ۴۰ زره لغتونه لري، د پښتو ټولنې د لغتونو د څانګې له خوا په دوو جلدونو کې پنځه زره ټوکه په ۱۳۳۰ او ۱۳۳۳ لمریزو کلونو کې چاپ او خپور شوی دی.

د پښتو ټولنې د لغاتو څانګه چې دغه مهمه وظیفه یې په غاړه اخیستې وه، د پښتو لغات یې د پښتو له دیوانونو او د پښتونخوا له هر ګوټ، غرونو- رغونو او بانډو څخه راټول کړل او بالاخره د پښتو ژبې د یو لوی قاموس په ترتیب او تدوین بریالۍ شوه.

د دې مهمې وظیفې په تمامولو او پوره کولو کې که څه هم د لغاتو د څانګې ټولو غړو او پخوانیو مدیرانو ښاغلي عبدالخالق خان اخلاص، سید مسعود پوهنیار ښکاره برخه اخیستې وه، خو په تېره محمد ګل نوري د لغاتو د څانګې وروستي مدیر هم  په دغه لاره کې ډیر زحمتونه ګاللي دي او زیاته برخه یې تدوین او راټوله کړې ده. د موضوع اړتیا او ارزښت په دې کې دي، چې  موږ به د خپلې ژبې له یوې سترې لغوي پانګې سره چې د پښتنو ژبپوهانو او لیکوالو له پام څخه لویدلې، اشنا شو او د ژبې د لا پرمختګ لپاره به ترې ګته واخلو.

د پښتو قاموس پېژندنه 

پښتو ټولنه یوازینۍ ټولنه ده، چې د محمد ظاهر شاه په وخت کې یې د ملي ژبې پښتو د ژوندي کولو په لاره کې هر رازعلمي، ادبي او نور ښه ښه خدمتونه کړي دي. پښتو ټولنې د پښتو د لغتونو په ټولولو کې ډیر زیار ایستلی دی او وروسته تر هغه چې د پښتو لومړی قاموس یې په لس زره لغاتو کې په ۱۳۲۰ ل کال کې طبع او خپور کړ، نو د یوه لوی قاموس په ترتیب او تدوین یې لاس پورې کړ، د پښتو ټولنې د لغاتو څانګه چې دغه مهمه وظیفه یې په غاړه اخیستې وه، د پښتو لغات یې د پښتو له دیوانو او د پښتونخوا له هر ګوټ او هرې څنډې، غرونو او د ښتو څخه را ټول کړل او د پښتو د لوی قاموس په ترتیب او تدوین چې تقریبا څلویښت زره پښتو لغات لري، بریالۍ شوه. د دې مهمې وظیفې په تمامولو او پوره کولو کې که څه هم د لغاتو د څانګې ټولو غړو او پخوانیو مدیرانو ښاغلي عبدالخالق خان اخلاص، سید مسعود پوهنیار او په ځانګړي توګه ښاغلي محمد ګل نوري د لغاتو د څانګې وروستي مدیر په دغه لاره کې ډیر زحمتونه ګاللي دي او زیاته برخه یې تدوین او تبیض کړې ده.

د پښتو قاموس اوسنۍ بڼه چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کتابتون کې شتون لري، پښتۍ یې په بشپړه توګه له منځه تللې ده، د کتاب پر لومړۍ پاڼه د قاموس نوم، د چاپ کال او د ټوکونو تعداد لیکل شوی دی، پر دویمه پاڼه کې بسم الله  او د پښتو ټولنې د هغه وخت د عمومي مدیر ارواښاد صدیق الله رښتین سریزه پر پښتو او فارسي ژبه راغلې ده، پر درېیمه پاڼه کې د قاموس رموز او اشارات په تفصیل سره بیان شوي دي او له دې وروسته د پښتو الفبا په ترتیب لغتونه پکښې راغلي دي، چې ټول په فارسي ژبه معنا شوي دي، نوموړی قاموس فهرست او ماخذونه نه لري او د لومړي جلد په پای کې د غلط نامې په نوم لغتونه هم لري، چې پر کتاب کې د ناسمو لیکل شوو لغتونو سمې بڼې یې پکښې راوړي دي. پښتو قاموس  په دوه جلده کې ترتیب لیکل شوی دی او د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې له خوا لومړی جلد په ۱۳۳۰ ل کال کې د الف څخه د (س) تر ردیف پورې ۲۰۰۰ ټوکه او دویم جلد په ۱۳۳۳ کال کې د (ش) څخه د (ی) تر ردیف پورې په ۳۰۰۰ ټوکه کې چاپ او خپور شوی دی. د پښتو قاموس دویم جلد د ښاغلي عبدالغني په تصحیح او اهتمام چاپ شوی دی او د تصحیح په مجلسونو کې یې ښاغلي رښتین، عبدالغني کندهاري، عزیزالرحمن سیفي، ښاغلي الفت، مولوي محمد شیر ګل، ښاغلي محمد ابراهیم، عبدالغفور ستانکزي او ښاغلي عبدالرزاق  ګډون کړی دی.

د پښتو قاموس د محتوا له پلوه په عمومي، د ژبني جوړښت له مخې  په دوه ژبیز یو اړخیز او د چاپ د اندازې له مخې په معیاري قاموسونو کې راځي.

د پښتو قاموس رموز او اشارات

۱ـ د کوم لغت په سر کې چې د ګل رسم اېښودل شوی دی، هغه لغت د مستقل لغت ښکارندویي کوي.

۲ـ د لغت په وروسته کې چې په قوسینو کې مفرد توري لیکل شوي دي، دغه توري د دغه لغت حرکات ښيي د بیلګې په توګه: (ف) د زور، (ک) د زیر، (ض) د پېښ، (مم) مد، (س) د ساکن، (ز) دزورکي علامې دي. له (فف) څخه پر فتحه باندې فشار، له (فز) څخه په زورکي باندې فشار او له (فک) څخه په زیر باندې فشار مراد دی. (مع)، (مج) په معروف او مجهول (و) او (ی) دلالت کوي.

۳ـ د حرکاتو تر قوسینو وروسته (مذ) بې له قوس د مزکر نښه ده، (مو) د مونث علامه ده، (مص) د مصدر، (فا) د فاعل، (مف) د مفعول، (ص) د صفت، (حص) د حاصل مصدر نښه ده او (ح) د حرف معنا ورکوي.

۴ـ په قوسینو کې چې د (۱)، (۲)،  (۳) او نورعددونه راشي، نو د هغه لغت د معني په تعداد دلالت کوي.

۵ـ په قوسینو کې چې (ج مو) لیکل شوي دي، د جمع مونث علامه ده.

۶ـ د لغت د فارسي ترجمې وروسته  په قوسینو کې (حا ـ ما ـ ا) د حال، ماضي او د استقبال د صیغې نښې ده.

۷ـ لازمي یا متعدي مصدر چې هغه کورټ په (کول) او (کېدل) سره نه راځي لکه اورول، اوریدل. د داسې مصدرو څلور ګوني مشتقات یعني حال، ماضي، استقبال، امر د همدغه مصدر څخه اشتقاق کیږي، چې هغه ته په قوسینو کې (حا ـ ما ـ ا) لیکل شوي دي او هغه لازمي یا متعدي مصادر چې هم په (ول ـ یدل) او هم په (کېدل، کول) سره راځي د هغه مصدر تر معنا وروسته کومه صیغه چې د دغه مصدر څخه اشتقاق کیږي د هغې اشاره  په قوسینو کې (ما)، (حا) یا (ا) لیکل ښودل شوې ده، او کومې صېغې چې د کول او کېدل له مصدرو څخه جوړیږي هغه په فارسي شرحه په دې ډول ښودل شوي دي چې «افعال دیگر از… کول یا کېدل».

۸ـ هغه لغات چې صفتي معنا لري او د (کول ـ کېدل) په واسطه ترې افعال جوړیږي، د هغو تر معنا وروسته په قوسینو کې (کول ـ کېدل) لیکل شوي دي، نو لوستونکي کولای شي چې د دغه لغت سره کول یا کېدل کښېږدي او متعدي یا لازمي مصدر او فعل ځنې جوړ کړي.

۹ـ تر لغت او حرکاتو او معانیو وروسته چې په قوسینو کې بل لغت او ورسره (ر) لیکل شوي وي مطلب دا دی، چې دغه لغت ته دې مراجعه وشي.

۱۰ـ که د فاعل یا د مفعول د مفرد مونث وروسته په قوسینو کې (ج) راشي، نو دغه د کندهار په اصطلاح د مذکر او مونث د مشترکې جمعې علامه ده، لاکن په شرقي اصطلاح کښې مونثه جمع په مجهول (ې) او مذکر جمع په معروفه (ی) راځي.

۱۱ـ د لغت تر ټول تفصیل وروسته په قوسینو کې (ق) د قدیم لغت نښه ده.

۱۲ـ که د مفرد مذکر لغت تر معنا وروسته (ج) په قوسینو کې راشي، نو وروسته لغت جمع مذکر ګڼل کېږي. همدارنګه که د مفرد مونث د لغت ترمعنا وروسته په قوسینو کې (ج) وي، نو وروسته لغت د مونث جمع بلل کیږي.

۱۳ـ د لغت تر شرحې وروسته چې په اوږد عمودي [      ] قوس کې د مصدر په صورت څه لیکل شوي وي، هر څه چې وي، د همدغه لغت متعلق د پښتو محاورې اصطلاحات دي.

۱۴ـ هغه لغات چې لومړي توري یې ځینې په زېر یا پېښ لیکي او ځینې یې په (ی) یا (و) لیکي، دغسې لغات به په زېر یا په پېښ راغلي وي او که د زېر یا د پېښ په صورت مطلوب لغت ونه موندل شو، نو هغه لغت دې د (و) او د (ی) په سلسله کې وکتل شي.

۱۵ـ په قوسینو کې د (ور ـ در ـ را) د لیکلو معنا دا ده، چې که دغه ادات د ذکر شوي مصدر سره استعمال کړل شي، نو (ور) د غایب، (در) د مخاطب او (را) د متکلم معنا ورکوي.

د پښتو قاموس د لغتونو د ترتیب او تدوین بیلګې په لاندې ډول دي:

*ابا (ف ف س) مذ ـ لقب پدر (ج) ابا ګان.

*اکۍ (ف ز س) مو ـ لقب مادر و عمه و امثال انها.

*اکو (ف ض مج) مذ ـ لقب پدر وبرادر کلان و اگرمونث استعمال شود لقب مادر کلان.

*سوټک (ض مع ز س) مذ ـ چکش کلان آهنگر (ج) سوټکان.

*سوری سوری (ض مع ک مع ض مع ک مع ص) ـ سوراخ سوراخ (مو) سورۍ سورۍ (کول ـ کېدل).

*سوړ (ض مع س) مذ ـ سرد، مجازاً حیوان یا انسان کاهل مثلاً: سوړ غوایی ـ سوړ سړی (ج) ساړه (مو) سړه (ج مو) سړې.

*رویبار (ض مع ف س س) مذ ـ قاصد، دلال عشاق (ج) رویباران (مو) رویباره (ج مو) رویبارانې.

*ګړۍ ګر (ف ز س زس) مذ ـ ساعت ساز.

*سروتن (ف س ض ف س) مذ ـ برابر، مساوی (کېدل).

[سروتن رسېدل] در تقسیم چیزی مساوی و برابر تقسیم شدن.

*ګړیل (ز ف ز س) مص ـ بیخ دیوار کندن برای لنباندن آن (ما ـ حا ـ ا)

حا ـ ګړیې             ما ـ وګړایه

ا ـ وبه ګړیي          امر ـ وګړیه

*پراخ (ک ف س س) مذ ـ (۱) کشاد، وسیع (مو) پراخه (ج) پراخي.

*جم (ف س) ص ـ (۱) فراهم (۲) طوفان باد و بارن، (کول ـ کېدل).

*روڼېدل (ض مع ک مج ز س) مص ـ روشن شدن صاف شدن و زلال شدن مایعات (حا) افعال دیگر روڼ کېدل.

حا ـ روڼیږي           ما ـ روڼ سو

ا ـ روڼ به سي         امر ـ روڼ سه

پایله

د پښتو قاموس د محتوا له پلوه په عمومي، د ژبني جوړښت له مخې په دوه ژبیز یو اړخیز او د چاپ د اندازې له مخې په معیاري قاموسونو کې راځي. د پښتو قاموس اوسنۍ بڼه چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کتابتون کې شتون لري، پښتۍ یې په بشپړه توګه له منځه تللې ده، دغه قاموس تقریباً څلوېښت زره لغتونه لري، په دوه جلده کې ترتیب لیکل شوی دی او د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې له خوا لومړی جلد په ۱۳۳۰ ل کال کې د الف څخه د (س) تر ردیف پورې ۲۰۰۰ ټوکه او دویم جلد په ۱۳۳۳ کال کې د (ش) څخه د (ی) تر ردیف پورې په ۳۰۰۰ ټوکه کې چاپ او خپور شوی دی.

3 COMMENTS

  1. د پښتوژبې ټولو خدمتګارانو ته د الله تعالی اجرونه ورکړي ، چې داسې لوی خدمت یې په نشته امکاناتو سرته رسولی دی . دا قاموسونه باید په هرو پنځو کلونو کې نوي شي ، ځکه له یوې خوا نوي لغاتونه جوړیږي او په ټولنه کې رواج پیداکوي . او له بلې خوا کېدای شي یو شمېرموجود لغاتونه په دې قاموسونو کې نه وي لیکل شوي .

  2. ژبه د یو قوم د پیژندلو نښه دئ. پښتانه په اوس وخت کې تر هر څه زیات د پښتو ژبي غنی کولو ته اړتیا لرئ. د پښتو ژبي پرمختګ له نورو ژبو څخه د ټولنیزو ، مذهبی او
    طبیعی علومو څیړنیزه اثارو، پوهاوي ته لار پرانیزي. په دې لاره
    کې چې، هر څوک هر قدم اخلي نو له خیره به خالي نه وئ.
    د دغو ټولو دوستانو او پوهانو د تشویق او هڅولو لپاره مثبتو کامنټونو ته اړتیا سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب