یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپېښور کې د دوو خویندو پر مخونو تېزاب شیندل شوي

پېښور کې د دوو خویندو پر مخونو تېزاب شیندل شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د پېښور په ابدره روډ سیمه کې ناڅرګندو موټر سایکل سپرو د دوو مېرمنو پر مخونو چې سره خویندې وې، تېزاب شیندلي.

 یوه پولیس چارواکي وقاص رفیق ویلي، چې دغه مېرمنې په ریکشه کې ناستې وې چې موټر سایکل سپرو یې پر مخونو تېزاب وشیندل او وتښتیدل.

ویل شوي، چې یوې مېرمنې پر خپل پخواني خاوند د تېزاب شیندلو دعوه کړې.

له څه مودې راهیسې له پاکستان او تر واک لاندې پښتنو سیمو څخه یې د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند خبرونه زیات شوي.

پاکستاني پولیس او بنسټونه تورن دي، چې د داسې پېښو د مخنیوي او د عاملانو د مجازات لپاره لازم اقدامات نه کوي.

2 COMMENTS

  1. شاباسونه پښتانه ډير غيرتناکه ،زړور، جنګه ور، تربرګر ، بخيل، ښځي په بدو کي ورکول، ښځي خرڅول، او ځان په بم الوزه ونکي، دروغزن، خيرات خواره ، بي علمه، د مکتب دښمن بل کوم صفت خوبه نه وي پاتي شوي.
    افغان ښځه يوه عاجزه اللهي موجوديت ده………..ګلونه هري افغاني ميرني ته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب