یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+د تاند د ۱۷مې کليزې په وياړ | زلمی شهباز

د تاند د ۱۷مې کليزې په وياړ | زلمی شهباز

د تاند پر با اعتباره، ښکلې او زما د خوښې انټرنېټي پاڼې مې دا ځل دې ته ور پام شو، چې تاند وېبپاڼه ۱۷ کلنه شوه؛ “له نن څخه ۱۷ کاله پخوا، د ۲۰۰۷ د جولای په ۷ مه نېټه تاند ویبپاڼه تاسیسس شوه.”
په دې اړه په مطلب کې وړاندې د دې وېبپاڼې خپرنیز اوولس کلن میزل ته اشاره شوې او کښلي یې: “په تېرو ۱۷ کلونو کې تاند د زرګونو خبرونو او معلوماتي مطالبو ترڅنګ د ښو لیکوالو زرګونه لیکنې (ادبي، سیاسي او نورې) خپرې کړې او په دې ډول یې د انترنیټ په دنیا کې د خپلې ژبې او کلتور په وده او خپراوي کې مرسته کړې ده.”
همدا راز زياتوي: “تاند د خبري موضوعاتو ترڅنګ هڅه کړې چې د روغتیا او ساینس په ډګرونو کې تر خپله وسه له وروستیو پرمختګونو خپل لوستونکي خبر کړي.”
د تاند له خوا د ماشومانو د روغتيا، روزنې، ادبياتو او اړوند نورو مسئلو په اړه هم خپرونو ته اشاره شوې او کښلي یې: “پر دې سربېره تاند د ماشومانو لپاره نسبتاً غني ویبپاڼه لري چې ښايي په پښتو ژبه د ماشوم د ادبیاتو، روزنې او پالنې په اړه د مطالبو دومره لویه پانګه بل ځای ونه موندلی شو.”
تاند په پای کې د خپلو همکارانو يادونه هم کړې ده.
که د تاند دې تازه، کره او بې پرې خپرونو ته پام وکړو، نو په دې لنډو مالوماتو کې به ناممکنه وي، چې په داسې اسانۍ دې د افغان ولس او هېواد لپاره د دې وېبپاڼې چوپړ، راونغښتل شي؛ په دغه حق کې به له زموږ ظلم شوی وي او ډېر څه به رانه پاتې وي!
که پام وکړو نو په رښتيا چې په پورته يادو برخو او ډګرونو کې تاند وېبپاڼې ډېرې خپرونې کړې او د ساينس، روغتيا او تکنالوژۍ په ډګر کې يې د پرمختګ تر څنګ له هرې سياسي او اقتصادي پېښې ولس له هر پرمختګ او لاسته راوړنو په خپل وخت خبر کړی دی.
دا چې اوس د فکري مبارزې وخت دی او د افغانانو لپاره فکري روزنه او د هغوی فکري رغونه او روزنه ډېره اړينه ده، داسې لکه د ژوندانه لپاره چې اوبه او خواړه اړين دي، نو په دغه اوولس کلن میزل کې تاند په دې اړه تر هر چا او له هرې بلې رسنۍ ډېر خدمت او کار کړی دی.
موږ په تاند کې د افغانستان لپاره د نړيوال ژورنالېزم پر معيارونو برابر ټولنيز، سياسي او اقتصادي مطالب او خبرونه لولو.
تاند تل هڅه کوي، چې د افغانانو تاريخي او قسم خوړلي دښمنان رسوا او د هغوی د ناوړو موخو شوم پلانونه ولس ته روښانه کړي، هر کله چې د ملي ارزښتونو خبره راپورته شوې، نو تاند يې په اړه وضاخت وړاندې کړی او د ملي ارزښتونو ننګه يې کړې ده.
زه په تېرو څو کالو کې دې ته متوجې شوی يم، چې د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي مسايلو په باب، تاند په خپل وخت ډېرې دقيقې او اصلي مرجع ګانې را پلټلې او د دې مرجع ګانو پر بنسټ يې د پېښو ژورې راسپړلې دي؛
د کلتور او ژبې په برخه کې د تاند خدمتونه د ستاينې دي او د افغانانو اصلي کلتور او تاريخ ته يې خپل لوستونکي متوجې کړي دي.
په کره او سوچه پښتو خپرونې نن ستونزمنه خبره ده، دا کار ډېر وتلي ژورنالېستان او ليکوالان هم نه شي کولی، خو د تاند ژبه کې هم سوچه والی دی او هم نوښت او پرمختګ، زه د نږدې ټولو رسنيوو پر متنونو او ژبدود نيوکې کوم، ځکه د پښتو ژبې ګرامري ستونزې لري او ډېرې پياوړې، مشهورې او مخکښې رسنۍ هم د پښتو ژبې ليکدود ناسم کاروي او آن ښځينه او نارينه ضميرونه په خپل ځای نه شي کارولی، خو تاند په دې کې مخکښ دی!
بيا هم وايم، چې د تاند ژبه سوچه، نقل قول يې کره او مالومات يې ارزښتمن دي.
د تاند خبرونه او مطالب د ورځپاڼو ليکنو، مجلو او کتابونو لپاره مهم مواد دي.
ما خپله د ورځپاڼې د سرليکنو او نورو ليکنو لپاره د تاند پر خبرونو او مالوماتو تکیه کوله او دا نه يوازې کره او تازه مالومات دي، بلکې دقيق او رښتياني مالومات هم دي.
زه د تاند د دې ۱۷ مې کليزې مبارکي وايم او د لوی خدایﷻ له درباره هيله کوم، چې تاند دې تل تاند او ځلېدونکی وي، چې ولس ورته ډېره اړتيا لري!

3 COMMENTS

  1. اوولس کاله مخکې مې په لومړي ځل په « لر او بر » او « بینوا » پښتو ویبپاڼو کې ولوستل چې د پښتو ژبې د ادب په آسمان کې یوه نوې پاڼه د « تاند » په نوم تازه راختلې او لکه د سهار ستوری په خپلې رڼا سره د سهار زېری ورکوي .
    همداسې وشول ، زه لکه یو معتاد هره ورځ چې کمپیوتر را خلاص کړم ، لومړی تاند ته سر ورښکاره کړم. دومره خوندور او ډول ډول مطالب پکې خپاره شوي وي چې تر څو ساعتونو پکې مصروف یم . په لوستلو یې نه مړېږم .
    کله کله د خپل زړه خواله هم د تبصرو له لارې ورسره کوم ، خو یواځېنی ستونزه چې پکې ده او یا یې زه نه شم پیدا کولی ، هغه داده ، چې له کومې لارې خپل لیکلی مطلب ورواستوم . ما چې هر څومره لټون وکړ ، د مطالبو د استولو کړکۍ مې پکې پیدانکړه . د تاند چلوونکو ، همکارانو او لوستونکو ته یو ځل بیا سلامونه وړاندې کوم.

  2. له زمانی او کیفی نظره د انسان حافظه څو حالتونه لری ( مثلاً ) که د یو کس عینکی یا دستکښی یا چترۍ په کوم دفتر یا د دوست په کور کی هیری سی، څو شیبې او څو ساعتونه او حتی څو ورځی روسته ئې د هیرو سوو څیزونو ځای یاد ته ورسی( چی البته بالکل عادی خبره ه).
    داسی هم پیښیږی چی مثلاً یو څوک د مستو یا شیدو د رانیولو په نیت له کوره ووځی خو په دوکان یا مغازه کی د مستو پر ځای نور غیر اړین شیان رانیسی خو چی کله کور ته ولاړ سی یا د کور پر لار ور ته د مستو یا شیدو رانیول په یاد سی.
    ځینی وخت د یو چا یو لغات یا کلمه یا محل یا د یو شخص څیره یا نوم د کلونو کلونو تیریدو سره سره په حافظه کی خوندی وی خو ځینی وخت یو آشنا ادرس او محل او حتی د یو آشنا شخص نوم له یاده ووځی.
    ( کوم بوډا د خپلی بوډاګۍ ښځی سره د دوستانو د خوښی په مراسمو کی ګډون کړی ؤ، د مراسمو په ختم کی بوډا خپلی ښځی ته ور ږغ کړه چی راځه ناوې چی کور ته روان سو. د کور خاوند ور ته وویل چی داسی ښکاری چی ستاسی په منځ کی تر اوسه د پخې مینی فضاء حاکمه ده، بوډا ور ته وویل چی رشتیا در ته ووایم د شلو کلونو را پدیخږا می د خپلی ښځی نوم هیر دی چی مثلاً سهار را یاد سی نو غرمه می بیرته هیر سی نو ځکه ئې ناوې بولم.
    په هره توګه، ۱۹۹۰ يا ۹۲ کال ؤ د یو ضروری کار لپاره د آلمان د بُن ښار ته ولاړم، کوم دوست می روپۍ هم راکړی وې چی یوه وړوکې غالۍ ور رانیسم. د بُن په بازار کی روان وم چی د غالۍ یوه مغازه می تر سترګو سوه، ور ننوتم، یو کاکه او مۇدب او ځیرک ځوان پکی لګیا ۇ. څرنګه چی د مغازې لوحه په المانی او فارسی دواړو ژبو لیکلې سوې وه نو مطمئن وم چی مالک او کارکوونکی به ئې هم په فارسی پوهیږی، تر سلام او لنډو کلمو وروسته دا ځیرک او مۇدب او رعنا ځوان پوه سو چی زه پښتون او کنداری یم. هم مو یو مفصل بانډار سره وکړ او هم می غالی تر رانیوله.
    ددې ځوان څخه می د هغه د نوم پوښتنه وکړه او را ته ئې وویل چی نوم ئې زلمی شهباز دی ( البته زما او د ښاغلی زلمی شهباز دا لومړنۍ او وروستۍ لیدنه وه خو دا نوم می تر اوسه په یاد دی ).
    نو که د پورته لیکنی لیکونکی ( زلمی شهباز ) همهغه ښکلی او خوږ ځوان وی نو ور ته د ژوند په ټولو چارو کی بریالیتوب او نیکمرغی غواړم او که کوم بل ځوان وی نو هم د خوښیو څخه ډک ژوند ور ته غواړم ( د خاطرې بیان هیڅ جریمه نلری حتی که حدس او ګومان هم ناسم وی ).

  3. هو،زما تر لسو کلونو به زیات کیږی چي له تاند څخه استفاده کوم ،الحمدلله ډیر مفید مطالب می پکی لوستی،ډیر څه می تری زده کړی او ځینی وخت می ګوډی ماتی تبصری هم ورغبرګې کړی دی ،که چا راته لوی کمیس را اغوستی او یا یی بله ټاپه لګولی په هر صورت.
    موږ د تاند سره خپل مقاصد او اهداف باید همآهنګ کړو، دانسانیت د رشد لپاره باید ولیکو ،ورورولی او اخوت راژوندی کړو ،آداب د لیکلو ،انتقاد کولو او منلو باید هیر نکړو ، د تاند پانی پښتنی او اسلامی حیثیت ښه ساتنه وکړو ،هغه څه چي لهو لعب یا توهین او تحقیر کی راځی نباید دا پاڼه پری ککړه کړو ،هغه څه ولیکو چي نورو ته ګټور او قلمی جهاد بلل کیدی شی ،سره ددی چي رشته می لیکوالی نده خو د ضرورت له مخی باید څه ولیکم هغه هم فرمولیک یعنی:خیرالکلام ما قل و دل.
    دیو موټی قوی افغانستان په لور ښه فکر ،ښه لیکنه او ښه عمل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب