یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: دوحې ناسته بریالۍ وه، د بانکي بندیزونو د لیرې کیدو...

مولوي کبیر: دوحې ناسته بریالۍ وه، د بانکي بندیزونو د لیرې کیدو تمه لرو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته، چې طالب پلاوي ګډون پکې کړی و، بریالۍ ګڼلې ده.

‏د جاپان سفیر خصوصي سکتور ته د آسانتياوو برابرولو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د طالبانو د رژیم هڅې ستایلې او زیاته کړې يې ده چې جاپان له نشه يي توکو سره د طالبانو اسلامي امارت مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل معيشت لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

‏د جاپان سفیر، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.

‏د طالبانو سیاسي مرستیال هم په خپلو خبرو کې، له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ؛ هیله ښودلې چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

‏سياسي مرستيال د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه یاده کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې ملګرو ملتو سازمان د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي او د دوی اسلامي امارت توقع لري، چې د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه لرې شي.

‏هغه دغه راز ټینګار کړی چې د طالبانو اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او هېچاته ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد استفاده وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب