یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمخابراتو وزارت: ۱۰ میلیونه سیم کارتونه ثبت او قانوني شوي

مخابراتو وزارت: ۱۰ میلیونه سیم کارتونه ثبت او قانوني شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي چې د دغه وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر اوسه پورې؛ ۱۰میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ویاند عنایت الله الکوزي، په خپله ټولنیزه شبکه «اکس» کې لیکلي دي: «په کابل کې د مخابراتي سیمکارټونه د ثبت پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰ سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي».

الکوزي زیاته کړې چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لارښوونه شوې، چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له «اترا» ادارې څخه نوي سیمکارټونه ترلاسه کړي.

د الکوزي په وینا، که څه هم د سیمکارټونو د ثبت پروسه په افغانستان کې پر یوې پیچلۍ موضوع بدله شوې وه او د حل په موخه یې مؤثر ګامونه نه وو پورته شوي؛ خو اوس د افغانستان د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر کېږي.

هېره دې نه وي چې اوسمهال په افغانستان کې د فعالو مخابراتي سیمکارټونه شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېږي او په قانوني ډول د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر بهیر دوام لري.

یو شمېر خلک بیا د سیم کارتونو د ثبت پروسې د خدماتو د زیاتیدو غوښتنه لري او وایي، چې د دې پروسې پيل یې مخابراتي اړتیاوې ستونزمنې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب