یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پوهنې وزارت د نجونو د یو شمېر ښوونځیو بیا پرانیستل...

د طالبانو پوهنې وزارت د نجونو د یو شمېر ښوونځیو بیا پرانیستل رد کړل

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت چارواکو هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې د نجونو شاوخوا ۵۰ خصوصي ښوونځیو ته یې له لومړنیو زده کړو د پورته ټولګیو د بیا پيل اجازه ورکړې ده.

مخکې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و، چې دغو ښوونځیو خپلو ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو هغسې شرایط برابر کړي، چې د طالبانو رژیم یې « له اسلامي شریعت سره برابر» ګڼي.

د طالبانو پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبره بې بنسټه ګڼلې او ویلي، چې هیڅ واقعیت نه لري.

په راپورونو کې راغلي وو، چې دغو ښوونځیو ته په کابل کې د فعالیتونو د بیا پيل اجازه ورکړل شوې ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره شاوخوا زر ورځې کیږي چې نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.

دوی د دې پرېکړې د دفاع لپاره تر اوسه هیڅ کله اسلامي علماوو او نورو افغانانو سره د مناظرو چېلنجونو ته نه دي حاضر شوي او نه یې هم کوم څرګند دلیل وړاندې کړی، چې ولې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

طالب چارواکو او ویاندویانو تل ویلي، چې د لازمو شرایطو له برابریدو سره به نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو د بیا پیل اجازه ورکړي، خو تراوسه یې نه ده روښانه کړې چې « لازم شرایط» دوی څه ته وایي او ولې یې د درې کلنې واکمنۍ په موده کې هم په برابرولو نه توانیږي.

7 COMMENTS

  1. ټولو نارینه ډاکټرو ته: د هر ملا ښځه چی تاسو ته درغله د درملنې لپاره هغه مریضه ښځه یی هم ورته وغیی. افغانان یی پر ټوله نړی جاهله معرفی کړی دوی ښځی غیی پدی حمارت سره.

  2. کرنیل هبو لاتراوسه مسلمان شوی نه دی ، پنجابیان به هېڅکله دوی ته د افغان ځوانانو اوپېغلو د زده کړو اجازه ورنکړي . پنجاب په دې ښه پوهیږي که افغانان بیا راوېښول ، داځل به تر لاهوره په منډو وي.
    افغان ځوانانو پرمخ یې د الهي امر چې علم په نارینه اوښځینه و یې فرض کړی او رسول اکرم ص په مبارک قول : علم زده کړه ولو که په چین کې هم وي ، تر امرثاني معطل کړیدی.
    د کروندګرو او بڼوالو پرمخ د تورخم او سپین بولدک دروازې د حاصلاتو د صادراتو په وخت کې بندوي ، په ملګرو ملتونو کې د افغانانو د بدنامۍ لپاره مونږ د تروریزم په ملاتړ باندې متهموي ، خو بن لادن یې بیا په خپل کور کې پیدا شو.
    پنجابیان او د هغوی لاس په نامه نوکران چې اوس یې زمونږ پرهېواد مسلط کړیدي ، د افغانستان ازلی دښمنان دي .

  3. موږ د طالبانو دا کار ډیر ستایو، واقعا چې داسې کار یې کړی چې د اسلام په تاریخ کې به هیڅ چا نه وي کړی.
    دا پریکړه د اسلام، قران، نبوي حدیثو او عرف خلاف ده.
    دا د اسلام د زوال پیلامه ده.
    په ۱۴۰۰ م پیړۍ کې چې کله په لمړي ځل په جرمني کې د چاپ ماشین جوړ شو هغه وخت که عثماني خلافت په واک کې وه، د هغه وخت علماو دا پریکړه وکړه چې د چاپ ماشین به د دې سبب وګرځي چې هرڅوک په خپله خوښه هرڅه چاپ کړي او د به د اسلام په ضرر وي، خو خبر نه وه چې د چاپ ماشین څه استفاده نه کول د علم د پرمختګ خنډ ګرځي او د مسلمانان شاته پاتې کېږي.
    همدا یوه پریکړه د اسلامی خلافت د زوال سبب وګرځیده. اوس که پرمختللی هېوادونه وګورو د سواد کچه په کې تر ۹۰ فیصده لوړه ده، خو برعکس پّه اسلامي هېوادونو کې د سواد او علم کچه له پرمختللو هېوادونو سره د پرتلې وړ نده.

    اسلام امارت نن په ۲۱ مه پیړۍ کې د علم مخه نیسي، نه پریېږدي چې مسلمانان اختراعات ولری، نوی شی جوړ کړی شي او پرمختګ وکړي، همدا ټکی به د اسلامی امارت د زوال سبب ګرځي.

  4. خامخا یی رد کړئ. علم په اسلام کې نسته.. هههههه.. عجب ټیزن مخلوق سره دوڅاره یوو.

  5. په قرآن کریم کی د علم او د جهل توپیر په ډیرو ځایونو کی او په ډیر عجیبه انداز کی شوی دی. لکه چی د عالم او جاهل باره کی قران داسی وایی.
    ٫٫ اوویه آیا هغه کسان چی پوهیږی او هغه کسان چی نه پوهیږی سره برابر دی؟ بیشکه چی پوه خلک ددی څخه پند اخلی٬٬. سوره زمر ۹
    د پاسنی ایت نه دا مالومیږی چی هر ګز ندی برابر هغه چا سره چی عالم دی او هغه چا سره چی نشته یعنی جاهل دی.
    په بل ځای کی الله جل جلا له د عالم ،روښنایی او جاهل او تیاری مقایسه د ړوند او بینا سره کوی. آیا ړوند او بینا سره برابر کیدای شی؟ نه! هر ګز نه! الله جل جلا له فرمایی. ٫٫ اووایه ورته! آیا برابر دی ړوند(جاهل) او بینا (عالم) یا تیاره او روښنایی٬٬. سوره فاطر ۱۹-۲۰
    الله د علماوو یا د اهل علمو په نورو بی علمو فضیلت بیانوی او فرمایی.
    ٫٫پس که چیری تاسی په څه نه پوهیدئ نو بیا د اهل علمو څخه وپوښتۍ٬٬.
    په علم باندی الله جل جلا له د انسان درجی لوړوی. لکه چی فرمایی. ٫٫ هغه کسان چی ایمان یی راوړی دی او پوه ورکړل شوی ، الله جل جلا له یی درجی لوړوی٬٬. سوره المجادله ۱۱
    ددی څخه دا جوتیږی چی د ایمان راوړلو دار و مدار هم په علم او معرفت سره کیږی او بیا د ایمان څخه وروسته علم حاصلول په رښتیا سره هم درجی بلندوي او دغه فضیلت، عظمت او رفعت نو بیا هیڅ جاهل ، بی علمه او بی شعوره انسان ته ندی په نصیب

  6. د الله تعالی ساده ګانو،
    علم د بشر يعنې د انسان له پيدايښت سره سم چې آدم و حواء عليهما السلام يې پيدا کړل د انسايت (بشريت) حقوق يې ورکړي دي، خو له موږ نه زموږ د استقلال يا حاکميت او د علم (پوهې) زوړ ښکېلاک او په سيمه کې د زاړه استعمار پاتې شوي ميراثخور پنجاب اخېستی دی او نه يې راکوي. سر مه خوږوئ. ناپوهې او له علم سره دښمني زموږ خپله ناروغتيا هم ده او څه رانه نورو اخېستی دي. طالب نه چې پرېښتې هم راشي موږ د علم (پوهې) او زده کړې او هم د استقلال (ملي حاکميت) حق نه لرو. ناپوهي او سرتنبه ګي زموږ ده او پوهه د نورو ده، نور له خپلې پوهې کار اخلي او ناپوهي او جهالت (سرتنبه ګي) يې زموږ ورسره مل کړې ده او دوام ورکوي.
    ايا پنجاب به خپلو طالبانو ته په پنجاب کې را ډول حق ورکړي؟ نه هېڅکله نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب