Homeخبرونهد افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون پیل شو

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون پیل شو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد عمومي واکسیناسیون پیل شو.

د دغه وزارت ویندوی شرافت زمان پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د واکسین دا کمپاین به ۴ ورځې دوام وکړي.

د ده په وینا په څلورو ورځو کې به ۸ میلیونه تر ۵ کلونو کشر ماشومان د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو په وړاندې واکسین شي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د دې کمپاین د پیلیدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې له افغانانو په ځانکړي ډول له میندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي او افغانستان د پولیو له ویروسو پاک کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي.

روانه اوونۍ د کندهار ولایت په شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې.

له دې سره سږ کال په کندهار کې د پولیو مثبتې پېښې څلورو ته ورسېدې چې درې یې تایید شوي او یوه پېښه لا تایید شوې نه ده، خو په ماشوم کې د ګوزڼ نښې لیدل شوي دي.

د پولیو ضد کمپاین لومړی پړاو د روان کال په ثور میاشت کې او دوهم پړاو یې بیا په جوزا میاشت کې ترسره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...