یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، په المپیک کې د افغانستان په استازیتوب ۳ ښځینه لوبغاړي...

طالبان وايي، په المپیک کې د افغانستان په استازیتوب ۳ ښځینه لوبغاړي په رسمیت نه پېژني

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د طالبانو حکومت وايي، هغه درې افغانانې، چې د افغانستان په استازیتوب په المپیک سیالیو کې ګډون کوي، دوی په رسمیت نه پېژني.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د سپورت د ریاست ویاند اتل مشواڼي نارینه لوبغاړو ته په اشارې وویل، «یوازې درې ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.»

ده همداراز وویل:«اوس مهال په افغانستان کې د نجونو سپورت بند شوی دی. کله چې د نجونو سپورت نه وي، نو څنګه کېدای شي چې المپیک ته ښځینه لوبغاړي واستول شي؟»

د المپیک نړیوالې کمیټې (IOC) د بهرمېشتو افغان ورزشکاراتو په مشوره شپږ افغان ورزشکاران — درې ښځینه او درې نارینه – د پاریس المپیک لوبو ته بللي دي.

له افغانستان څخه المپیک ته یوازې د جودو درې لوبغاړي استول کېږي خو په درو ښځینه لوبغاړو کې، چې د المپیک نړیوالې کمېټې د افغانستان د المپیک د کميټې د جلاوطنو غړیو په مشوره غوره کړي، د لامبو، بایسکل چلونې او ځغاستې د برخو لوبغاړې دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې وویل چې د افغانستان د ټیم په اړه یې له طالب چارواکو سره مشوره نه ده کړې او دوی ته د لوبو لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې.

تیره میاشت د المپیک د کمیټې ویاند مارک اډمز تایید کړه چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ريیس او سرمنشي په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

د چارو د کتونکو په باور د طالبانو له لوري د ښځو د ورزش په اړه څرګندونې دا خطر لري چې د افغانستان د نارینه و پر ټیمونو هم بندیزونه ولګول شي. له همدې کبله طالبانو ته ښه دا ده چې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړي او په لوی لاس د نړیوالو پام د افغان ښځو د سپورت بندیز ته وانه ړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب