یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+شپږم حس څه شی دی؟ له عمران انګېز سره د طارق وزیر...

شپږم حس څه شی دی؟ له عمران انګېز سره د طارق وزیر مرکه

عمران انګېز: تاسې وپوښتل شپږم حس څه شی دی؟ شپږم حس د انسان پېژندنې یوه نتیجه ده د انسان پېژندنې بېلابېلې زاویې دي؛ د پخوا نه رادیخوا انسانان ډېر مرموز رازمند موجودات ګڼل شوي دي. د ډېرو مخکینیو پېړیو یوه نتیجه دا وه چې انسان کاملاً روحي موجود دی چې دا په عرفان، فلسفه او تفکر کې چې تر اتلسمې او نوولسمې پېړۍ چې آن تراوسه پورې د فلسفې او عرفان په یو خاص کانال کې په همدې نتیجې راغلې ده. د هیګل په شان لوی فیلسوفان انسان ته په همدې شکل ګوري چې انسان روح دی نو په دې اساس چې دوی انسان روح ګڼي نو دوی د انسان په وېشه او تجزیه کولو او وجودي ډول پېژنه کې یو ډول حس یو ډول وضعیت چې د عام پېژندنې نه ور هاخوا ده، دا یې ورسره منلې دا یوه طبقه خلک دي او یوه بله طبقه خلک چې انسان فزیکي موجود ګڼي نو دا شپږم حس موضوع ډېره دوی پورې مربوط کیږي چې انسان یوازې روح ګڼي. یو تعداد یې بیا داسې دي چې وایي انسان فزیک لري وجود لري او همدا بدن یې اصل دی او د ژوند چارې یې همدې بدن پورې مربوطې دي. دا بدن بیا له طبیعیت سره په اړیکه کې تجزیه شوی دی چې څو ډوله اړیکې پېژندل شوي دي او هره اړیکه د حس په نامه یاده شوې ده یعنې هر یو شی یو حس دی او مونږ یې له طبیعیت څخه د ذوق، لید او لمس پر اساس پیدا کوو نو دې هر یو حس ته مو یو نوم ایښی دی چې دا پنځه حسه یې ډېر مشهور دي خو له دې ور هاخوا ته یو بل څه دي چې کله کله یې انسان درک کوي چې هغه ډېر غیر معمولي دي هغه ته شپږم حس ویل شوی زما په باور شپږم حس د انسان پېژندنېد یو خاص ډول یوه خاصه نتیجه ده چې ډېری ورسره موافق نه دي او د ډېرو لږو خلکو ترمنځ دا حس مطرح دی.

طارق وزیر:مشخاً په لومړي ځل د شپږم حس موضوع باندې چا بحث وکړ؟

عمران انګېز: که تاسې فکر کړی وي په لومړنیو خبرو کې یوه طبقه خلک وو چې انسان یې یوازې روح ګڼلو لومړی بحث هم همدوی پرې کړی مشخص به داسې څوک نه وي ووایو فلانی لومړنۍ کس وو چې د شپږم حس موضوع یې را برسېره کړه. ما خپلو خبرو کې وویل چې هېګل په خپل فلسفي سیستم کې په ډیالکتیک ډول دغه معرفت ته انطباق ورکړی. همداسې ډیکارټ او افلاطون هم خپل خپل نظرونه ددې نادر حس په اړه څرګند کړي

طارق وزیر: ځینې ارواپوهان نوښتګر تصور او اختراعي تخیل ته هم شپږم حس وایي، تاسې یې په اړه څۀ نظر لرئ؟

عمران انګېز: ما مخکې یوه شاره وکړه چې شپږم حس یو نادر او استثنایي حس دی کله چې د نادر او استثنایي خبره کوو طبعاً به ددې حس له ګېډې نوښتونه، غیر قابل تصور خبرې او ځیني داسې فکرونه راوځي چې نورو ته به ځانګړي او نوي وي. که دلته د حمزه بابا یو بیت راواخلو هغه وایي:

چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه
وایم چې چا هسې وینا کړې ده؟

دلته شاعر خپلو هغو لیکنو او شعرونو ته پام چې ممکن همدې حس زیږولي وي حتا خپله ده ته هم نوې وي او د نوموړي نورو پنځو حسونو ته هم خو ترې خبر نه وي چې اصلاً دا خبره ما څنګه کړې؟ بیا یې ددې نورو حسونو په ذریعه تحلیلولی او معنا کولی شي.

طارق وزیر: له دې نورو پنځو حسونو سره یې توپیر څه دی؟

عمران انګېز: اصلاً که ووایم وزیر صیب دا پنځه حسه هم خپل منځ کې توپیر لري دا پنځه واړه حسه هر یو یې د طبیعیت سره د انسان پېژندنه او اړیکه د دده د وجود کیفیت او وضعیت تعینوي مثلاً د لامسې حس له لارې چې انسان پېژندل کیږي یا نړۍ او طبیعیت پېژندل کیږي نو یو خاص ډول وضعیت منځ ته راځي عیني شی د باصرې حس، د لامسې حس او دا نور یې؛ د همدې پنځو حسو خپل منځی توپیر ته چې سړی وګوري.
همداسې د بل حس ځیني ممکن د اووم او اتم حس ادعا هم وکړي آن ځینو تر لسم حسه پورې هم ویلي دي. یوه ډېره استثنایي او نادره اړیکه چې طبیعیت سره جوړیږي هغه دوی یو حس ګڼي چې ځینو یې ویلي دي چې وحې او الهام هم بېل بېل حسونه دي مثلاً وحې د میټافزیک سره د انسان اړیکه ده چې پیغمبران یې برقراره کولی شي هغه حس یوازې دوی لري. الهام د ځینو لوړو شخصیتونو چې ډېر پوخ او کیفي وجود لري هغو پورې اړوند دی او یو حس دی؛ نو د شپږم حس توپیر له نورو سره دا دی چې یوه خاصه اړیکه او یو خاص وضعیت د طبیعیت او د دوی د وجود ترمنځ منځ ته راوړي او ډېرو استثنایي حالاتو کې ورته انسان متوجه کیږي او معمولاً حیرانوونکی وي.

طارق وزیر: ایا ټول خلک شپږم حس لري؟

عمران انګېز: دا انسان پېژندنې پورې اړه لري وزیر صیب پیل مې ځکه د انسان پېژندنې څخه وکړ چې مونږ دغه ډول انسان پېژندنه ومنو چې انسان یوازې فزیکي او بدني موجود او دا بیا په حواسو تجزیه کوو نو ځکه ویلی شو چې ټول انسانان فزیک لري بدن لري او کولی شو ووایو چې یو حس دی چې هغه ددې پنځو حسو ور هاخواته دی او شپږم حس لري. خو له بل پلوه ممکن شپږم حس د ډېرو خاصو، فعالو او ځیرکو انسانانو خاصیت وي چې دوی کولی شي له طبیعیت سره له هستۍ سره داسې اړیکه جوړه کړي چې هغه ډېره ځانګړې وي.

طارق وزیر: شپږم حس کوم وخت کې فعالیت کوي او کومه ځانګړې دنده لري؟

عمران انګېز: مونږ تل له هغو پدیدو او زاویو سره تړي چې په نورو وختونو کې ناممکنه وي مثلاً زمونږ اړیکه له یو ملګري سره له ډېر لرې نه جوړوي، مونږ د یو څه په پوهیدو کې ډېرو ژورو ته بیایي مونږ ناڅاپه د ځینو پدیدو له وضعیت څخه خبروي، ډېر وخت انسان ته یو خاص معرفت ورکوي یوه خاصه پوهیدنه ورکوي د ځینو شیانو په هکله انسان یو ناڅاپه پوهیږي چې بیا د انسان په خپل اختیار کې نه وي، ځیني خلک یو څه ګوري بیا یو څه وایي بیا دلته دا خبره کیږي چې دی د لید له حس څخه دا خبره نه کوي دا د شپږم حس څخه لګیا دی مثلاً د یو څه ګرموالي باندې پوهیږي د یو څه په خطر باندې پوهیږي د یو څه په حرکت باندې پوهیږي یو څه په پایله باندې پوهیږي دغه ټول اټکلونه چې په قوي معنا باندې واقع کیږي دا شپږم حس پورې مربوط دي د ځینو له نظره دا یې هم ګټه ده او هم یې کار کړنه ده او د ځینو له نظره دا ډېر ګواښوونکی او خطرناک حس هم دی او آن ځیني یې رواني اختلال ګڼي.

طارق وزیر: تاسې وایئ چې په خطر پوهیدل یو حس دی، په حرکت پوهیدل حس دی. پوښتنه داده چې موږ د لیدلو حس لپاره سترګې او د اوریدو لپاره غوږونه لرو؛د خطر، حرکت،وارخطایۍ… حسونو غړي کوم دي چې دا کارونه سرته رسوي؟

عمران انګېز: شپږم حس یو نادر او استثنایي حس دی دا ناڅاپه فعالیږي د همدې پنځو حسونو څخه زیږي مخکې مې د لید مثال ورکړ چې یو څوک به یو شی ګوري خو خبره به د لید له زاویې څخه نه کوي له دې حسو ور هاخوا چې شپږم حس ورته ویلی شو دا خبره کوي په داسې حال کې چې هغه کار به د لید حس کړی وي. یو ناڅاپي حس دی.

طارق وزیر: یو څوک کولی شي چې شپږم حس په ځان کې وروزي؟

عمران انګېز: هو کیدلی شي خو مهمه دا ده چې مونږ دې خپلو نورو حواسو سره څه کړي دي یعنې که مو د لید حس روزلی وي که مو د ذایقې حس روزلی وي که مو د لمس حس روزلی وي نو دا حس هم روزلی شو خو که مو دا حسونه نه وي روزلي دې ته مو پام نه وي کړی رسیدګي مو ورته نه وي کړي او یوازې د ډېرو مرموزو پېژندنو او حالتونو پسې یاستو بیا فکر کوم په هغه صورت کې دومره اسانه نه ده او بیا په ټوله کې دا د هر چا لپاره هم نه دی او که یې څوک ولري هم کیدای شي ډېر ورته متوجه شوی وي او په ټول عمر کې ډېر لږ متوجه شوی وي چې دې حس ماته لږ کار کړی دی او ډېره لږه داسې زمینه مساعده شي چی دی دا خپل حس تشخیص کړي او بیا د هغه لپاره دا چانسونه او فرصتونه وي چې دا حس وروزي او په دې به ډېر کم کسان وپوهیږي چې ددې روزنه څنګه کیږي.

1 COMMENT

  1. طارقه ګله ډېره ښکلې موضوع دې انتخاب کړې وه. د شپږم حس پۀ اړه مې ډېرې پۀ ذهن کې وې چې دا دی ستا او د انګېز صیب پۀ خوارۍ مې ځوابونه ورته وموندل.
    د همداسې نايابه موضوعاګانو د دوام پۀ هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب