یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهانتظار/ اجمل پسرلی

انتظار/ اجمل پسرلی

د کور د وره ټک ټوک شو، د توت تر ونې لاندې ناستې میرمن غړۍ کږه ورته ونیوله. څوک راښکاره نه شول. شمال و. ښځې پر ونه سر ولګاوه.

لمر وهلی ګونځې ګونځې مخ یې داسې ایسیده لکه د توت د دې زړې ونې ډډ. ور بیا پورې وهل شو، جګړې ته تللی زوی یې سترګو ته ودریده پوړنی یې د ښي غوږ شاته کړ، د ونې څو پاڼې ورژیدې:

«خدایه ته یې په لورې شې»

ببوزی یې ژر ژر خپل مخ ته وخوځاوه. سترګې یې سره وروستې. د خړې پیشو میو شو، د دې خواته راغله، دې د ببوزی پر لاستي کلک وار پرې وکړ:

«اوربوز دې خاورې شه څرنګه دې مرغۍ تر ستونې تیریده»

پيشو منډه کړه، دا زانګه وانګه پورته شوه، پیشو پر ونه د دیوال سرته وخته. دې د دروازې خواته وکتل، وکتل… سر یې ټیټ کړ درۍ ته یې لاس ورټیټ کړ د لمر له خوا یې سیورې ته کش کړه. د ټیکري پیڅکه یې پر سترګو واچوله. د مچۍ بڼا شوه شاوخوا یې پسې سترګې وغړولې مچۍ نه ښکاریده.

لمسی یې له کوټې راووت د دې خواته راغی. دې پښې ټولې کړې،غیږ یې  پرانیسته:

« جار دې شمه بلا دې واخلمه تر دې لوڅو پاپیو دې انا لوګی شي»

کلکه غېږ یې هلک ته ورکړه. هلک زور واهه چې ځان خلاص کړي د دې زړه نه پرې کیده هغه چیغې کړې. د هلک مور جارو په لاس له کوټې په منډه راووته. دې د هلک پښو ته لاس ونیو:

-بلا وهلې یې د دې یوه کوچیني د ساتنې نه یې

ښځې هلک په غیږ کې واخیست کوټو ته ننوته. دې درۍ ونغښته، په ونه یې یو لاس تیکه کړ، بل یې ملا ته ونیو، د کوټو خواته پسې روانه شوه. په برنډه کې ودریده شاته یې د انګړ پر دروازې نظر تیر کړ، همهغه صحنه یې ترسترګو شوه چې زوی یې له دروازې ووت، دې تر قران شریف لاندې تیر کړ بیا یې اوبه پسې وشیندلې.

د وره په خوا ورغله کوڅې ته یې سر وروایست، یوې خواته ماشومانو منډې وهلې بلې خواته بوړبوکۍ هسکه شوې وه، ور یې زنځیر کړ، چې مخ یې راواړاوه خړې پیشو د دې مخې ته د توت د ونې خواته منډه کړه، دې بیا تړلي ځنځیر ته تر څټ وکتل.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب