Homeخبرونهد حکومت د مرکچي ټیم پر غړې فوزیه کوفي وسله وال برید...

د حکومت د مرکچي ټیم پر غړې فوزیه کوفي وسله وال برید شوی

تاند، شنبه، د اسد ۲۵ مه: په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې او د سولې په بین الافغاني خبرو کې د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم پر غړې فوزیه کوفي د کابل –پروان پر لاره د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی دی.

د حکومت د مرکچي ډلې مشر محمد معصوم ستانکزي په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، مېرمن کوفي بېګا ماښام د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوه.

ښاغلي ستانکزي ویلي اوسمهال د مېرمن کوفي روغتیايي وضعیت ښه دی.

د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم رئیس زیاته کړه، امنیتي ادارې د پېښې په هکله څېړنې کوي چې جزیات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل –پروان په لاره ناامنۍ زیاتې شوي، چې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

د مرکچي ټیم دغه غړې په داسې حال کې د یوه وسله وال برید هدف ګرځي چې ښايي د حکومت او طالبانو تر منځ په نږدې راتلونکي کې د سولې خپلمنځي خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...