یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان او ایران په نیمروز بندر کې د راولاړو شویو ستونزو په...

افغانستان او ایران په نیمروز بندر کې د راولاړو شویو ستونزو په سر توافق وکړ

تاند،شنبه، د اسد، ۲۵ مه: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایران او افغانستان په نیمروز بندر کې د ستونزو پر ختمولو توافق وکړ.

راپورونه وايي، د نیمروز ولایت مرستیال والي د ایران بلوچستان ته تللی او هلته د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ او ترانزیت په شته ستونزې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو توافق کړی چې په بندرونو کې به شته ستونزې ختموي او ددواړو هېوادونه به ددغه ولایتونو ترمنځ په ترانزیت او ګمرکي مسایلو کې اسانتیاوې راولي.

تر دې وړاندې هم ایراني رسنیو خبر ورکړی وو چې په نیمروز کې د ایران او افغانستان تر منځ بندر کې د راولاړو شویو ستونزو له امله دواړو لورو ته سلګونه بار وړونکي موټر ولاړ وو.

اوس تازه دواړو لوریو ژمنه کړې چې ستونزې به حل کوي او سوداګرۍ په برخهکې به اسانتیا راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب