یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفاطمیون رضاکاره ډله د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو په هڅه کې...

فاطمیون رضاکاره ډله د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو په هڅه کې ده

تاند، شنبه، د اسد ۲۵ مه: د ایران لپاره افغان شعیه جنګیالي وايي، تر هغه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي چې د قاسم سلیماني غچ یې نه وي اخیستی.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس ایراني چارواکو په مشهد کې د فاطمیون ډلې ته غونډه جوړه کړې وه. د ایران حکومت د دغه هېواد په ګټه جنګېدونکو شعیه افغانانو یا فاطمیون ډلې له جګړو او سرښندونو مننه کړې ده.

په دې غونډه کې د فاطمیون سربېره د عراق، لبنان او بحرین شیعه ډلو هم ګډون درلود.

راپور زیاتوي د دغې رضاکارې ډلې مشرانو په دې لویه غونډه کې ویلي چې د قاسم سلیماني غچ به اخلي او تر هغه به په ارام نشي تر څو یې امریکا له سیمې څخه نه وي ایستلې.

د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د ایران مذهبي مشر حیات الله علي خامنه یي ویلي وو چې د دغه ایراني چارواکي د وژل کېدو سخت غچ به واخلي او زیاته کړې یې وه چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.

فاطمیون هغه افغان شعیه ګان دي چې ایران ترې د خپلې جګړې لپاره جنګي ډله جوړه کړې ده او د ایران په ملاتړ په سوریه کې جکړې کوي.

د افغانستان حکومت څو ځلې له ایران څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو له مجبوریتونو او احساساتو دې د خپلو جګړو لپاره ناوړه ګټه نه پورته کوي او دا ډله دې منحل کړي او همدا راز په خپلو نیابتي جګړو کې دې ترې کار نه اخلي.

ایران تر اوسه د افغان چارواکو د غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب