یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهارۍ مېرمنې د سولې د بین الافغاني خبرو د ژر پيل غوښتنه...

ننګرهارۍ مېرمنې د سولې د بین الافغاني خبرو د ژر پيل غوښتنه کوي

تاند ( شنبه ، د اسد ۲۵) ننګرهارکې د مخکښوښځو د ولایتي شبکې غړو نن د یو خبري کنفرانس پرمهال د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل څو ژر د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.

د یادې شبکې غړې ورېښمینه ستانکزۍ وایي، د بین الافغاني خبرو د پيل پر وړاندې هېڅ راز خنډ نشته او په خبره یې که له هر لوري بله بهانه ورته جوړیږي نو دا به د افغان ولس سره لویه جفا وي.

د مخکښو میرمنو د ولایتي شبکې یوه بله غړې تورپېکۍ حقیار بیا وایي که افغان او طالب لوری بین الافغاني خبرې پيلوي؛ لومړی دې اوربند وکړي څو د وینې روان سیل ودریږي.

د حقیار په خبره په جګړه کې ښکیل لوري دې د نورو بهانو پرځای د سولې مشورتې لویې جرګې پريکړې ته په درناوي بین الافغاني خبرې پيل کړي.

د کنفرانس ګډونواله شبانه بارکزۍ بیا د طالب بندیانو دخوشې کېدو په پروسه کې پرڅار ټینګار کوي او وایي، که ۴۰۰ طالب بندیان د لویې مشورتي لویې جرګې په وړاندیز خوشې کیږي افغان حکومت یې باید پوره څارنه وکړي څو خوشې شوي طالب بندیان بیا د جګړې ډګر ته لاړ نه شي.

د کنفرانس ګډونوالو دغه راز د ملي پخلاینې له عالي شورا هم غوښتنه وکړه څو په ولایتي کچه د عامه ذهنیت سازۍ لپاره دې پروګرامونه عملي کړي.

دوی داسې مهال د بین الافغاني خبرو د ژر پيل غوښتنه کوي، چې افغان حکومت او طالب لوري یادو خبرو خپل مذاکراتي ټیمونه اعلان کړي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d9%bc%db%8c%d9%85-%d9%be%d8%b1-%d8%ba%da%93%db%90-%d9%81%d9%88%d8%b2%db%8c%d9%87/

که څه هم لا د بین الافغاني خبرو د پيل کره نېټه نه ده معلومه خو افغان ولس یوځل بیا سولې ته ډیر هیله من شوی دی.

https://taand.net/%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%b2%db%8c-%d8%af-%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%b2%d9%8a-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%87%d9%85/

د دې خبرو د پيل لپاره طالبان د بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کوي.

افغان حکومت هم د څلور سوه بندیانو له ډلې وړمه ورځ ۸۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب