Homeخبرونهد ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ورځ تربلې ترینګلې کیږي

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ورځ تربلې ترینګلې کیږي

تاند ( شنبه، د اسد ۲۵) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر نوې پرېکړه سخت غبرګون ښودلی.

یاد وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ پرېکړه امریکا ته سخته ماته یادوي.

دوی وایي: « دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور نه کړه د امریکا لپاره ستره ماتې ده».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي د امنیت شورا پرېکړه ثابتوي، چې امریکا نور په نړیواله کچه منزوي ده او ملاتړ نه لري.

نوموړی زیاتوي، چې د ایران بهرنی سیاست بریالی دی او په خبره یې د اغېزناکو پالیسیو په جوړولو دوی بریالي شوي، چې نړیوال د ځان ملاتړي کړي.

د ظریف په خبره دوی په دې توانېدلي، چې امریکا ته په امنیت شورا کې تاریخي ماتې ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه مهمه غونډه کې د امریکا هغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه نه ده ورکړې، چې له مخې یې باید پر ایران تسلیحاتي بندیز وغځوي.

په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ورځ تربلې ترینګلتیا پر لور روانې دي.

https://taand.net/%d9%81%d8%a7%d8%b7%d9%85%db%8c%d9%88%d9%86-%d8%b1%d8%b6%d8%a7%da%a9%d8%a7%d8%b1%d9%87-%da%89%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%82%d8%a7%d8%b3%d9%85-%d8%b3%d9%84%db%8c%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%ba%da%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...