سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله...

امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (شنبه، د اسد ۲۵) امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي دثبت مرکز مسولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بیلابیلو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو پر مهال په ټولیز ډول ۷۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په خبره د یادو بریدونو له امله ۲۹ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې امریکا کې د پولیسو له لوري د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته وسله وال تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

دوی وایي تر اوسه پکې سلګونه کسان وژل شوي او زیاتوي، چې دغه بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا په الاباما، کنتاکی، ایندیناپولیس او میشیګان ایالتونو کې شوي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%af%d9%88%d9%88-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%89%d8%b2%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84/

1 COMMENT

  1. امریکا پدی پوهیده چی پاکستان پوځ په ښکته پښتنو او په ځانګړی ډول ۴۰ او ۲۰ کلنو دوره کی له افغان ولس سره غیرمستقیم جګړه کړی او جنګی ډلو ټپلو سره یی مالی او نظامی مرسته کړی مګر دوی یعنی امریکا په دومره وخت کی د پاکستان په وړاندی توند غبرګون ندی ښودلی

    نو افغانان یو متل لری

    چی کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی

    چی ته بل په غشو ولی هسی پوه شه چیری دا غشی به ستا په لور ګزار شی

    مګر نن موږ ګورو چی د همدی جنګونو بڅرکی تر امریکا ورسیدل که خدای کول تر برتانیه او ډیر نږدی به تر ایران او پاکستان هم ورسیږی که د خدای رضا وی روسیه به هم پدی باندی پوه شی چی د بل چا یا غریب هیواد په کور کی اور ته پوکی ورکول یا لمن وهل په خپل ځان پوری کیدلو په معنا ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب