تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چټک پرمختګ سایبري جرمونه نوي او لا خطرناک پړاو ته رسولي دي. د AI او ډیپفېک ټکنالوژۍ په مرسته د درغلیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس پرون (چهارشنبې) په یوه راپور کې وویل چې هکرانو په وروستیو ورځو کې د امریکا د مالي بازار، وال ستریټ پر کمپنیو او د پیسو پر مدیرانو یو لړ ډېر پېچلي بریدونه کړي او د هغوی معلوماتي سیستمونه یې په نښه کړي دي.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د شمېرو او د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې امریکایي وګړو د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مالي درغلیو له امله د څه باندې ۸۹۳ ډالرو زیان لیدلی دی. د ایف بي آی په وینا، یوازې د پانګونې په برخه کې د AI پر بنسټ جعلکارۍ خلکو ته تر ۱۷۵ میلیارد ډالرو څخه زیات مالي زیان اړولی دی.
د څېړنیزو راپورونو له مخې، مجرمان د ډیپفېک ټکنالوژۍ په وسیله د هر شخص د غږ، څېرې او ویډیو نژدې بشپړه کاپي جوړوي. اوس د څو ثانیو ثبت شوې غږیزې ټوټې پر بنسټ د یوه انسان د غږ تر ۸۵ سلنې پورې دقیق نقل جوړول هم ممکن شوي دي.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د سایبر څانګې خبرداری ورکړی چې سایبري بریدګر د اوپنایآی (OpenAI) او انتروپیک (Anthropic) د پرمختللو AI ماډلونو د کارولو له لارې د شرکتونو او حکومتي ادارو پر حساسو سیسټمونو د بریدونو هڅې کوي، چې دا وضعیت د نړۍ د اقتصاد او ډیجیټلي امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.