یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ډاکتر نجیب الله د زوکړې ۷۷ کالیزه

د ډاکتر نجیب الله د زوکړې ۷۷ کالیزه

تاند- له نن څخه ۷۷ کاله پخوا د ۱۹۴۷ د اګست په شپږمه محمد نجیب الله، چې وروسته په ډاکتر نجیب مشهور شو، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې وزېږېد.

نجیب الله د کابل له حبیبیې لېسې تر فارغېدو وروسته په ۱۹۶۴ کې د کابل په طب پوهنځي کې شامل او په ۱۹۷۵ کې ورڅخه فارغ شو. سره له دې چې ده طب ولوست خو هیڅکله یې طبابت ونه کړ.

د ده پلاور په ۱۳۴۰ لمریزه لسیزه کې په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ سوداګري اتشه و. دی په ۱۳۴۴ لمریز کال د خلق په دیموکراتیک ګوند کې شامل شو.

نجیب الله، چې د خلق د دیموکرایتک ګوند د پرچم ډلې غړی و، د پرچم ډلې په مظاهرو او غونډو کې د دې ډلې تر ټولو خوله ور او ژبور ویناوال ګڼل کېده. دی په ۱۹۶۵ کې، چې لا د طب محصل و، دوه ځلې بندي شو، د ثور له کودتا وروسته د کابل پوهنتون د محصلانو د چارو د ادارې ريیس شو. د ثور د کودتا لا ۳ میاشتې پوره شوې نه وې چې د خلق او پرچم ډلو ترمنځ د اختلاف د زیاتېدا په نتیجه کې نجیب جبراً په تهران کې سفیر شو خو هلته ډیر پاتې نه شو او ژر د کارمل او نورو پرچمي مشرانو په شان، چې په بیلابیلو هیوادونوکې سفیران ټاکل شوي وو، وتښتېد. ځینې روسیې او د ببرک کارمل په شان ځینې چکسلواکیا ته لاړل. د نجیب په اړه ویل کېږي چې مسکو ته لاړ.

د وخت د حکومت په وینا دوی له ځان سره د سفارتونو بودجې هم یووړې.

نجیب پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته د استخباراتي ادارې، خاد ريیس وټاکل شو. هغه اداره چې د زرګونو کسانو په وژلو او شکنجې تورنه ده. په ۱۹۸۷ م کال د ببرک کارمل له ګوښه کېدو وروسته د ګوند مشر او د دولت ريیس وټاکل شو. ده د دولتمشرۍ په موده کې هڅه وکړه چې د کارمل د افراطي ویناوو پر ځای د ولس په ژبه وږغېږي، آیتونه او حدیثونه ووايي خو د شوروي پوځونو د ظلمونو او د خلق او پرچم ډلو د افراطي اعمالو له کبله ولس پارېدلی و او د نجیب الله په خبرو یې باور نه کاوه. خو د ده ویناوې بې تاثیره هم نه وې. ډیرو باور درلود چې له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته به د نجیب الله حکومت ژر وپرزي، خو د دې خلاف لا پیاوړی شو، په جلال اباد کې د مجاهدینو ماتې د نجیب الله حکومت ته نوې ساه ورکړه او د ډیرو په باور که روسیې مرستې پرې نه وای درولې او د خلق دیموکراتیک ګوند په قومي بنیادونو سره وېشل شوی نه وای، ممکن مجاهدینو ‌ډیر کلونه نور هم د نجیب الله حکومت نه وای پرزولی.

نجیب الله تر ۱۹۹۲ پورې چې مجاهدین واک ته رسیدل، دولتمشر و. د مجاهدینو له واک ته رسیدو سره سم نجیب الله په کابل کې د ملګروملتو په دفتر کې پناه واخیسته او څلور کاله یې هلته تېر کړل.

په ۱۹۹۶ د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو سره سم، نجیب الله د ملګروملتو له دفتره په زور راوایستل شو او په خورا بې رحمۍ ووژل شو.

د نجیب په وژلو کې د طالبانو د لاس لرلو په اړه ځه نا څه شکونه کېږي. ځینې شنونکي وايي، طالبان په کابل کې بلد نه ول او له ښاره د مسعود د ځواکونو له تښتېدو سره سم هغې ډلې چې نجیب یې وواژه، څنګه تر هر څه مخکې د ملګروملتو دفتر وموند.

د نجیب الله په اړه ویل کېږي چې د کمونیستي حکومت تر لومړنیو درو دولتمشرانو یې په ولس کې زیات پلویان موندلي وو.

1 COMMENT

  1. د وطن د لارې د دغه نومیالي بچي اروا د ښاده وي ، جنتونه یې نصیب شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب