جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د شلمۍ پېړۍ پياوړی او نه هېرېدونکی ټوکمار،چارلي چاپلین

د شلمۍ پېړۍ پياوړی او نه هېرېدونکی ټوکمار،چارلي چاپلین

 ۱۸۸۹-۱۹۷۷

دچاپلين، هره خبره او خوڅېدا يو نه هېريدونکی هنري اثر دی، خو خپلې لور ته د هغه ليک د لينکې او معنا له مخې يو شهکار دی.د هغه اغيز له امله چې دغه ليک پر ما کړی، هغه مې پښتو ژبې ته په دې ارمان وژباړه چې له ګرانو لوستونکو سره ددغو تورو دخيال ښکلي تصويرونو شريک کړم:

 په مينه

دوکتور لطيف بهاند

مسکو

لورکۍ!

 اوس شپه ده. د مسيح د ميلاد شپه. زما د کمکۍ کلا ټول وسله وال ساتونکي ويده شول.ستا ورور، ستا خور او آن ستا مور هم ويدل شول.نېږدې و چې دې نیمه تيارې کوټې ته د را تګ پر وخت دا ويدې شوې مرغۍ راويښې کړم.

څومره رانه لرې یې! زماسترګې دې ړندې شي که به مې يوه شېبه هم ستا څېره له سترګو لرې شوې يې.ستا تصوير دلته پر ميز ایښی دی، دلته زما د زړه ترڅنګ، خو ته چېرې يې؟هلته په افسانوي پاريس کې. ته هلته د پاریس د اليسسکي د شيليو د پرتمين تیاتر پر ستيج ناڅې.زه په دې ډېر ښه پوهېږم. داسې انګېرم چې د شپې په دې خاموشه چوپتيا کې زه ستا د قدمونو غږ اورم ، او ستا سترګې چې په ژمني شنه آسمان کې لکه ستوري داسې ځلېږي، وينم.

ما اوريدلي چې ته، په دې جشني او له خوښيو نه په ډکه ننداره کې د تاتاري خان په منګلو کې د پارس د اسیري شهزادګۍ رول لوبوي.

ټه ښکلې اوسه او نڅېږه!

ته ستوری اوسه او ښه ځلېږه!

که دنندارچیانو ولولې او مننې تا نشه کړي،که دهغو له خوا تاته د راوړل شويو ګېډيو ګلانو بوی تا سرسامه کړي،نو يوې ګوښې ته کينه او زما دا ليک ولوله.دخپل زړه غږ ته غوږ شه!

ژرالدينې!زه ستا پلار يم!

زه چارلين يم،چارلي چاپلين!

آيا ته پوهېږې ،چې ستا په ماشمتوب کې ما څومره شپې ستا د کټ تر څنګه سبا کړي دي.؟ ايا ته پوهېږې؟ کله چې ته ډېره وړه وې ما تاته د خوبولۍ ښاپېرۍ او د نه بېدېدونکي ښامار افسانې ويلې؟ کله به چې د خوپ څپو زما پر زړو سترګو يرغل کاوه ما به پرهغه خندل او ورته ويل به مې:

–     خوبه ځه! زغله! دا زما د لورکۍ ارمان دی.

-ژرالدينې!ما ستا تصورليده،ما ستا راتلونکې ليده،ما ستا نننۍ ورځ ليده.ما د ستیج پر مخ يوه نڅېدونکې نجلۍ ليده ،يوه ښاپېرۍ مې ليده چې په اسمانوکې ناڅي. ما دنندارچيانو غږ اوريده چې ويل يې:

-دا نجلۍ وينئ؟ دا دهغه بوډا زاړه ټوکمار لور ده. هغه چارلي نومېده.

          هوکې زه چارلي يم.

          هغه زه زوړ ټوکمار!

          نن ستا وار دی، ګډېږه! زه به په شليدلي،شليدلي ارت پتلون کې ګډيدم او ته د شهزادګيو په وريښمينو جامو کې .دا نڅا او په تېره بيا د نندارچيانو د لاسونو د پړکا غريو او شور به  تا آسمانو ته ورسوي.الوزه ! هغه پلو ورالوزه! خو بېرته ځمکې ته راستنه شه! ته بايد دخلکو ژوند ووينې، په کوڅو کې دهغو ګرځندو  نڅاګرو خلکو ژوند وګوره چې له لوږې او سړو نه رېږدي.

          هوکې ژرالدينې!

          زه همداسې وم ،لکه دوی.

په هغو شپو کې،په هغو کوډګرو شپو کې،چې ته به زما د ويونکو افسانو په څپو او خيالو کې بيديدې ،زه به آواره ګرځېدم.زه له هماغو آورو نه يو آوره  يم.

ما به ستا مخګوټي ته کتل، ستا د زړګي درزا به مې اوريده او له خپل ځانه به مې پوښتل:

ـ چارلي! ايا کله به دغه پيشوګۍ تا وپېژني؟

ژرالدينې ته ما نه پېژنې!

ما هغه وخت، په هغو لرې شپو کې تاته ډېرې افسانې او نقلونه ويلي دی،خو هېڅکله مې لا خپله افسانه درته ويلې نه ده.دا هم ډېره په زړه پورې افسانه ده.

دا د هغه وږي ټوکمار افسانه ده چې  دلندن په خوارو سيمو کې به يې سندرې ويلي او نڅېده به. او وروسته….به يې لکه سوالګر داسې خير را ټولاوه….

هوکې لورکۍ! دا زما خپله افسانه ده…ما د لوږې خوند ليدلی دی،زه پوهېږم چې بې کوري څه شی دی،ما دهغه ګرځنده ټوکمار دسپکېدو  رنځ ليدلی چې په ګوګل کې يې  د غرور  يو مست سمندر څپې وهلې.دا غرور به دپيسو هغه ټنګ ماتوه چې تيريدونکو نندراچيانو به زما پلو ته را ارتېږلې ،خو په هرحال زه ژوندی يم او دا خبرې به بل وخت ته پرېږدو.ښه به دا وې چې ستا په اړه وغږېږو.

ژرالدينې ! ستا تر نامه وروسته،زما کورنی نوم راځي،چارلي.

ما ددې نوم په مرسته تر څلويښتو کالو زيات دځمکې خلک خندولي دي، خو څومره به چې هغوی خندلي وي، تر هغو زيات ما ژړلي دي.

ژرالدينې!

دا په ياد ولره!

په هغه نړۍ کې چې ژوند کوي،هلته نه يوازې نڅا او موسيقۍ ژوند کوي!

 په نيمو شپو کې چې کله ته له ستر او پرتمين تياتره راوزي، ته کولای شي خپل بېشمېره بډای لېوال هېر کړې، خو دا مه هېروه، دهغه موتر له موتروانه چې تا کورته رسوي،د هغه د ښځې په اړه پوښتنې وکړه.که دهغه مېرمن اميدواره وه، که هغه د خپل راتلونکي ماشوم د جامو د اخيستو پيسې نه درلودې،هغه ته څه پيسې پر جيب کې ورمنډه.

ما بانک ته سپارښتنه کړې ده،چې ستا ددغه راز خرڅونو پيسې درکړي، خو د نورو ټولو خرڅونو حساب باید په ځير سره وشي.

ښه به دا وي چې کله ناکله په ميترو (ترځمکې لاندې ګاډي) او عمومي ترانسپورت کې لاړه شې، پلې وګرځې او خلکو ته له نېږدې وګورې.کونډو ته او يتيمانو ته وګورې! لږ تر لږه که د ورځې يو وار هم کېږي له ځان سره ووايي:

« زه کټ مټ د همدوی په شان یم» .

هوکې لورکۍ! ته يوه له هغو نه يې ،نه تر هغو لوړه او زياته!

هنر مخکې له دې چې انسان ته د لوړو الوتلو وزرونو ورکړي،زياتره وخت دهغو پښې ورماتوې.خدای مه کړه که کله ته داسې احساس کړې او ځان تر خپلو نندارچيانو او لېوالو نه لوړ وانګېرې ،سمدلاسه له ستيجه لاس پر سر شه او هنر پرېږده.په لومړني مخې ته درغلي تکسي کې کينه او دپاريس څنډو ته لاړه شه.زه ډېر ښه پوهېږم او په دې باور لرم، ته به هلته دځان په شان ډېرې نڅاګرې ووينې، آن تر ځان ښکلې،ماهرې  هسکه غاړې او دلوړ غرور خاوندې.

ته په یاد لره،چې هلته به ستا دت ياتر ړندونکې، ځلېدونکې رڼاګانې نه وي!دهغو لپاره د رڼا کار نه لوړ څراغونه بلکې سپوږمۍ کوي.

ځېره شه!

ښه ځېره شه!

ورته وګوره!هغوی تر تانه ښه نه نڅېږي؟

زما لورکۍ اعتراف وکړه او دا ومنه!تل يو څوک داسې پيدا کېږي چې تر تا ښه نڅېږي. او په ياد لره:

-د چارلي په کورنۍ کې لا تر اوسه داسې ناوړه او بدمرغه پيدا شوی نه دی، چې دريور دې وښکنځي او پر هغو خوارو ګدايانو دې ملنډې ووهي چې دده نندارځای شا او خواته ته ناست وي.

زه به مړ يم او ته به ژوندې پاتې يې ، خو زه غواړم چې ته هېڅکله خواري ونه پېژنې.له دې ليک سره مل تاته خپل يوه بانکي کتابچه درلېږم ،څومره پيسې چې کولای شې،هغومره يې خرڅې کړې.خو،هر دوه فرانکه چې خرڅوې،دا در ياد کړه چې درېيم هغه يې دتا نه دی.هغه به دهغه نا اشنا انسان وې چې اړتيا ورته لري. او داسې کسان ته په خورا آسانۍ موندلی شي.که تاته يوازې دهغو ناآشنا خوارانو  دموندلو هيله پيدا شي،ته په هر لوري هغه ليدلی او پيدا کولای شې.

که زه له تاسره د پيسو په اړه غږېږم ،له دې کبله دی چې زه دهغو په شيطاني قوت ښه خبر يم.

ما په سرکس کې لږ وخت تير کړی نه دی او تل دهغو  لوبغاړو له امله زوريدلی يم چې له نازکو ريښکيو سره لوبې کوي او پر هغو روان وي .

خو لورکۍ !زه غواړم تاته ووايم خلک تر هغوکسانو نه چې پر هغې ناهيلې رېښکۍ روا ن وي ،پر آورې سختې او پراخې ځمکې  زيات راغورځي.

يا کېدای شي کومه شپه د نړۍ تر ټولو نه د کوم قيمتي الماس ځلا تا دوکه او تير باسي. په هغه شېبه به همدا الماس ستا لپاره د هماغې ګواښمنې  نازکې ريښکۍ په شان شي او دهغې په پای کې به ستا راغورځېدل هرو مرو شي.

کېدای شي په يوه ښکلې ورځ ،تا دکوم ښکلی شهزاده ښکلا اسیره کړی.

په هغه ورځ به ته يوه بې پروا او بې تجربې لوبغاړې شې او بې پروا لوبغاړي تل راغوځارېږي.

پر زرو او ګاڼو هم مه مينېږه،په دې پوه شه،چې د نړۍ تر ټولو ستر الماس لمر دی.له نيکمرغه هغه پر ټولو يو شان ځلېږي.

که داسې يو وخت راشي،چې ته مينه شې،نو هغه مين باید دزړه له کومې درته ګران وي.ما دې مورته وويل چې په دې اړه تاته يوليک وليکي.هغه د مينې په هکله تر ما ښه او زياته پوهېږي او کولای شي په دې هکله تر ما په ښه توګه له تاسره وغږېږي.

پوهېږم لورکۍ! ستا کار خورا ګران دی. زه هم په دې پوهېږم.پرستيج ستا ځان یوازې د وريښمو يوه نرۍ ټوټه نغاړي او پټوي. دهنر لپاره کېدای شي ستيج ته بربنډ تګ وشي ،خو  له هغه ځايه راستنېدل  باید نه يوازې پټ بلکې لاسپېڅلي وي.

زه بوډا شوی يم اوکېدای شي زما خبرې دخندا وړ وبرېښي،خو زما په تصور ستا لوڅ او بربنډ ځان بايد هغه چا پورې اړه ولري چې ستا پر بربنډ روح مين شوی يې.دا به دتعجب وړ نه وي چې په دې اړه ستا نظر ،دلسو کالو پخوا خيالوته ته ورته وي ،پخوانيو زمانو پورې.

ډارېږه مه!دا لس کاله به تا زړه نه کړي.،خو هر څه چې وي،هغه به وي،زه هيله لرم  چې ته د بربنډو د استوګنې د وچې وروستې تبعه واوسې.

زه پوهېږم چې پلرونه او ماشومان په خپل منځ کې پر ابدي اړو دوړ اخته دی.

ګرانې لورکۍ! سيالۍ کوه،ناندرۍ کوه،له ماسره او زما له خيالونو سره په اخ او ډب کې اوسه !

زما تابع ماشومان نه خوښېږي.مخکې له هغه چې زما له سترګو نه پر دې ليک اوښکې راتویې شي،زه غواړم تاته ډاډ درکړم،ډاډ درکوم چې د ميلاد نننې شپه د معجزو شپه ده.

هیله لرم چې يوه بله معجزه هم نن پېښه شي او ته رښتيا په هغه څه پوه شې چې ما غوښتل تاته ووايم.

ژارالدينې!

چارلي نور نو زوړ شوی دی.نن وي او که سبا وي،ته به دې ته اړوزې چې زما ادېرې ته د راتګ لپاره د نڅا د سپين کميس پر ځای ،د وير تورې  جامې واغوندې.

اوس نه غواړم چې  خوا دې شنه کړم ،يوازې غواړم له تانه يوه هيله وکړم چې کله ناکله هنيدارې ته ګوره،هلته به زما ځانګړتياوې ووينې.ستا په مراندو (رګونو) کې زما وينه بهېږي.دا وينې به آن هغه وخت هم ستا په مراندو بهېږي چې زما په مراندو کې وچې شوې وي.

له تانه زما هيله داده چې خپل پلار چارلي، هېر نه کړې.زه ملکه(فرشته) نه وم ،خو تل مې هڅه کوله انسان واوسم.ته هم همدا هڅه کوه.

ژرالدينې، مچوم دې

ستا چارلي

۱۹۶۵ کال

دسامبر

ژباړه :د۲۰۱۱ کال د مارچ څلورمه

مسکو

Tuesday, 03.29.2011, 10:01am (GMT) تاند

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    دکتور صاحب یاد ډېره ښایسته ( دغني خان خبره خایشته!) ژباړه کړېده چې فکر کوءم هر با احساسه پلار ې باید ولولي او یو څه اوښکې طوی کړي .چارلي چاپلین په رښتیا یو ځانګړی استعداد درلود چې نه یوازې ڼولسمه-شلمه پیړۍ کې ې په سلهاوو ملیونه انسانان خندول ،بلکه په هر وخت کې ې هنر زړه وړونکی دی او د خندا په څپو کښې د با احساسه بنیادمانو آوښکې (د خوښۍ که د طنز!!!) تویوي…

  2. ګران او دروند ورور ډاکټر حمیدالله زړور صاحب ته د سلام او درناوی وروسته؛
    پورته لیکنه د فقید لطیف بهاند ژباړل سوی لیکنه ده چی ۱۲ کلونه مخکی په تاند کی خپره سوی وه نه د ښاغلی ډاکټر صاحب لطیف یاد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب