Homeخبرونهعباس ستانکزی: ترکیه دې افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند...

عباس ستانکزی: ترکیه دې افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي  د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې کړي.

نوموړي ویلي: په افغانستان کې د ۴ لسیزو جګړو له امله زیات شمېر افغانان ګاونډیو، سیمې او اروپایی هېوادونو ته کډوال شوي دي.

 ستانکزي د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کړې او ترې غوښتي، چې دغو کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

پرون د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستیال هم د ترکیې سفیر سره لیدلي او د افغان کډوالو په وېستو یې اعتراض کړی.

په وروستیو کې ترکیې له خپلې خاورې د افغان کډوالو وېستل زیات کړي، چې نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...