جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو بهرنیان له افغانستانه د کادرونو په اېستو تورن کړل

طالبانو بهرنیان له افغانستانه د کادرونو په اېستو تورن کړل

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه ) د طالبانو رژیم د یوه امریکایي بنسټ هغه کمپاین ته توند غبرګون ښودلی، چې له هېواده د شاوخوا یو نیم زر افغان څارنوالانو د ژغورلو او هېواد نه وېستو په نوم یې پيل کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د امریکايي او نړیوالو بنسټونو اندېښنې “بې اساسه” بللې دي.

 مجاهد په یوه ټویټ کې دا کار د “افغانستان څخه د کدرونو د ایستلو او د انسان قاچاق ته د لار هوارولو” یوه هڅه بللې ده.

په وروستیو کې په امریکا کې د انتقالي عدالت او سولې غیر انتفاعي موسسې د هغو ۱۵۰۰ افغان څارنوالانو او د هغوی د کورنیو د وېستو غوښتنه کړې چې په دې هېواد او ګاونډیو هېوادونو کې له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د افغانستان له نیولو راهیسې ۲۶ څارنوالان او د هغوی د کورنیو غړي شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.

د طالبانو ویاند په یوه ټوېټ کې لیکلي: “له بده مرغه ځینې متعصبې بهرنۍ ادارې د بشري حقونو، سولې او عدالت تر نامه لاندې د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپروي او په دې کار کوي چې خلک وتښتي او له هېواده ووځي.”

هغه “په افغانانو غږ کوي چې د دغو مشکوکو بنسټونو په دوکه کې نه راځي او خپل هیواد نه پریږدي”.

شاوخوا ۶۰۰۰ افغان څارنوالانو چې په پرځیدلي جمهوري نظام کې یې کار کاوه د طالبانو د حکومت پر مهال د خپلو دندو د له لاسه ورکولو او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

څو میاشتې مخکې، د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه فرمان کې د لوی څارنوالۍ اداره لغوه او پرځای یې د خپلو فرمانونو د عملي کیدو د څارنې اداره جوړه کړه.

په یاده اداره او نور عدلي او قضایي سکتور کې طالبانو تر ډېره دوی ته ژمن کسان ګومارلي، چې منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. مجاهد څومره بي شرمه اوبي حيا شي ده چي دعوه کوي ګواکي افغان پوه کدرونه خارجيان له افغانستانه باسي، خارج پاکي ده چي تاته امر کوي افغان کدري پوهان مجبوره کړه چي له افغانستانه ووځي او ميدان تاسي شانته پنجابي امر چلونکو ته پاتي شي ښه مثال يي په نجينو د مکتب تړل او همدا اوس اوس مو د موزيک غږول بند کړل. تاسي خپله د غربيانو او وهابيانو تربيه شوي اله ياسته چي په هغه ځای کي نا ارامي راولي چيرته چي دوي خپلي ګټي ويني غربيانو تاسي په ډيروسلو سمبال کړاسته او افغانستان يي د ترينينګ له پاره په تاسو وسپارل ،په راتلونکي نږدي وخت کي به موږ ستاسود شاهکاريو شاهيدان يو چي چيرته به خرمرګي ليږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب