جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهډبلیو. ایف. پي: افغانستان په خوراکي لحاظ تر ټولو ناوړه وضعیت لري

ډبلیو. ایف. پي: افغانستان په خوراکي لحاظ تر ټولو ناوړه وضعیت لري

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه )  د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي یوه مقام ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري.

 د یاد شوي پروګرام اجرایوي مرستیال کارل سکاو ویلي، چې د نړۍ په کچه له ټولو هېوادونو څخه افغانستان په غذايي لحاظ په تر ټولوناوړه وضعیت کې دی.

د هغه په خبره په دې هیواد کې ۱۶ ملیون وګړي نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

 د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکي ویلي چې ملګري ملتونه د بودجې د کمښت له امله مجبوره شوي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې له ملیونونو خلکو سره د خوړو، نغدوپیسو او نورو برخو کې مرستې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژيم د فقر او اقتصادي ناورین په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.

یو شمېر طالب چارواکي فقر او بېوزلي له پرځیدلي جمهوري نظام څخه ورپاتې مېراث بولي، خو ځينې یې اقتصادي ناورین د لویدیزو هېوادونو تبلیغات او بې بنسټه بولي.

له دې سره، طالب چارواکي بیا- بیا له نړیوالو د بشري مرستو زیاتوالی غواړي.

یو شمېر بهرنۍ ادارې او د طالبانو منتقدان، دوی تورنوي چې له نړیوالو بشري مرستو د خپل رژیم لپاره استفاده کوي او د عایداتي سرچینې په سترګه ورته ګوري، خو طالب ویاندویانو دا تور رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب