جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بیړنیو حالاتو په وړاندې تیاري او مدیریت یې‎

د بیړنیو حالاتو په وړاندې تیاري او مدیریت یې‎

راټولوونکی: محمد عارف رسولي

د بیړنیو پیښو او اقلیمي بدلون په وړانې د هیواد عیارول او دوام لرونکی انکشاف:
د پریکړو لپاره د داتا اړتیا

د راټولوونکي سریزه

په دې لیکنه کې د بیړنیو پیښو لکه سیلاوونو لپاره په تیاري، د اقلیمي بدلون او د هوا د تودوخې او د هغو د ناوړو پایلو سره د هیواد او خلکو د عیارولو او دوام لرونکي انکشاف په هکله بحث شوی دی. هیله ده دا لیکنه چې د نړۍ د یو شمیر پراختیايي موسسو او هیوادونو د پروګرامونو او د بیړنیو پيښو سره د تیارۍ د اسنادو په بنسټ تیاره شوې ده زموږ له اړوندو تخنیکي او فني کسانو سره مرسته وکړي او همدارنګه هیله ده چې په دې هکله د یوه مکمل لارښود پیلامه شي چې باید په هیواد کې د اړوندو ادارو او خلکو په ګډون تیار شوې وي.

خو که په بیړنیو کارونو کې په خلکو او دهغوی په تجربو، کلیوالو شوراګانو، د هغوی په دودیزه پوهه تکیه وشوه، هغوی د پروژو په طرح، د مستحقو کسانو په پيژندنه، د پروژو په نظارت او مدیریت کې مشارکت خوندي شو، نو پخپله همدا یوه مهمه انکشافي پروسه ده. ځکه دا خلک په ځان ویسا پیدا کوي، شته تجربې یې لانورې پخیږي او کله چې اوږدمهاله انکشافي پروګرامونه ورته پیدا شي، دوی یې په قدر ښه پوهیږي، او زیاته ګټه ورنه اخیستلی شي.

د دې لیکنې لمړۍ برخه اقلیمي بدلون او سیلاوونو ته ځانګړې شوې ده او په دوهمه برخه کې نورو بیړنیو پیښو ته لکه زلزله پاملرنه شوې ده. په حقیقت کې ټول بیړني حالات غوښتنه کوي چې موږ په هیواد کې لارښوونکي لیکنې او اسناد ولرو، دا اسناد د شته داتا او معلوماتو په رڼا کې د اړوندو خواوو په مرسته رامنځته شي. هیله ده دا سند به د همداسې یوه لارښود کتاب لپاره یوه پیلامه شي. دا لیکنه یوازې د میز په سر له مختلفو منابعو را اخیستل شوې او ځکه یوازې هدف یې زده کړه ده او په عملي توګه اړتیا ده چې نوره غني شي.

لمړۍ برخه — د اقلیم بدلون او د هغوی د پایلو لکه سیلاوونو په وړاندې تیاري

د اور وژنې غوندې عکس العملي ځواب نه بلکه له پیښو مخکې تیارۍ ته اړتیا ده                                                 

د دې لپاره چې د طبیعي پېښو له کبله بیړني حالات کابو او مدیریت شي نړیوالې موسسې لکه نړیوال بانک له مختلفو هیوادونو سره تخنیکي او مالي مرستې کوي چې بیړنیو پیښو لکه سیلاوونو ته ځواب ویل اصلاح او علمي کړي. داسې چې د تیر وخت په څیر تر پیښو وروسته د ځواب په ځای باید له پیښو مخکې د ځواب ویلو تیاري ونیول شي بلکه داسې شرایط رامنځته شي په هیواد کې چې د اقلیم د بدلون، د سیلاوونو او نورور پيښو په وړاندې د انساني ټولنو او طبیعي ایکوسیستمونو مقاومت زیات شي. د دې روښ په مرکز کې، دا هڅې ځای لري چې د پیښو او ناورینونو د خطر په وړاندې د زیانمننې معلومات د ملي پراختیايي پلان کولو په پروسه کې شامل شي. په ساده توګه، دا روښ داسې دی چې ملي دولتونو ته لاس ورکړو، ترڅو غوره تصمیمونه ونیسي چې چیرې او څنګه عمراني کارونه وکړي، داسې چې د خپلو ملي بیخبناوو په انجنیري ډیزاین او ساختماني چارو کې د بیړنیو پیښو د خطر او د اقلیم د بدلون مسئلې په پام کې ونیسي. که داسې وکړي نو همدا یې د دوام لرونکي انکشاف په لوري بیايي.

بیړنیو پيښو ته د ځواب ویلو لپاره د داتا، معلوماتو او پوهې د تیارولو ټولګه

د دې لپاره چې د پیښو او ناورینونو په وخت سمې پریکړې وکړو، له پيښو مخکې د داتا او معلوماتو یوه چوکات ته اړتیا لرو. د مناسبو پریکړو لپاره احتمالي شته ستونزې باید تعریف شي، د داتا د پیژندلو او انکشاف لپاره له ساحې باید هغه راټوله کړو، داتا په معلوماتو بدله کړو او معلومات په پوهه واړوو، د داتا، معلوماتو او ورنه حاصلې پوهې په مرسته د شته خطرونو ارزونه باید وکړو، د پیښو او خطرونو یو رښتینی انځور له ځان سره جوړ او معنی ورنه واخلو او په اساس یې پلان جوړ کړو ترڅو مناسبې او په وخت پریکړې وکړو.

په لاندې شکل کې دا ښه کتلی شو.

د بیړنیو پیښو او ناورینو د خطرونو ارزونه

د احتمالي او باالقوه خطر ارزونه: دلته یو څو تخنیکي کلمې دي، باالقوه خطر (Hazard) هر هغه شرایط چې خطر رامنځته کولی شي، د مثال په توګه که مضر کیمیاوي مواد په کوم بوتل کې وي، نو باالقوه خطر یې دادی چې که ماشوم ته په لاس ورشي، یا که یو وحشی حیوان په قفس کې وي، باالقوه خطر پکې دادی چې که له قفسه راخوشی شي، نو خلک داړلی شي، که موږ د سیلاو په سیمه کې کور جوړ کړی وي، نو باالقوه خطر یې دادی چې که ستر سیل راغی، نو زموږ کور ته تاوان رسولی شی. د مثال په توګه، د وخت لړۍ چې وګورو کومې سیمې زیات وختونه سیلاوونه لري، د سیلاو کچه یې څه ده، په دیجیتلي توګه یې مودل جوړ کړو یا یې اندازه اټکل کړو، د سیلاو د اوبو د راټولیدو ساحې، د ځمکې د ښویدو خطره او نورو ته پام په کار دی.

د معروضیت ارزونه:

د مثال په توګه، کومې زیربناوې له خطر سره مخ دي، تعمیرونه څو پوړیز دي، مهمې زیربناوې کومې دي، لکه هوايي ډګرونه، روغتونونه، ښوونځۍ، چیرې مهمې کرنیزې ځمکې دي، نور. کیدی شي په یوه سیمه کې ستر سیلاوونه راشي، خو خطر یې هغه وخت خلکو ته زیات دی چې دوی د سیلاو په وخت هلته واوسي، که په کوم ښار کې کرونا وبا وي، د هغه ښار خلک یې په وړاندې معروضیت لري، تر نورو د روغتونو کارکوونکي زیات معروضیت لري د کرونا وبا په وړاندې. نو د ناورینو او طبیعي پیښو په وړاندې د باالقوه خطرونو، د خطر د کچې او څرنګوالي او د خلکو معروضیت د خطرونو په وړاندې، ټول باید په نظر کې ونیول شي. نو د پیښو خطرونه باید په علمي توګه تحلیل شي.

لاندې شکل د کارابین سیمې د خطرونو د تحلیل مختلفې راښيي. ګورو چې د یوې سیمې مختلفې ساحې د مختلفو خطرونو په وړاندې په زونونو ویشل شوې دي تر څو د هرې ساحې لپاره تیاري ونیول شي او پلانونه جوړ شي.

د پریکړو د ساحې لپاره د داتا تهیه کوله وړتیا باید شتون ولري

په زیاتو شرایطو او هیوادونو کې د داتا په هکله لاندې ستونزې شتون لري. دا ستونزې د سمو پریکړو مخه نیسي.

  • د اړین تحلیل لپاره پوره داتا نه وي
  • شته داتا په اسانۍ سره تیاره نه وي
  • داتا په مختلفو شکلونو وي
  • د داتا کیفیت ټیټ او د سوال وړ وي
  • د داتا کچه کافي نه وي
  • د داتا په هکله داتا (Metdata) شتون نه لري او یا خو خوره وي
  • د داتا شریکولو میکانیزم شتون نه لري
  • د داتا د تولید او/ یا د خطر د تحلیل وړتیا کمه وي

د بیړنیو حالاتو په وړاندې د مقاومت لپاه د لوڅې داتا شتون

د مقاومو ټولنو لپاره د شریکې داتا نوښت(OpenDRI)  یو نړیوال ابتکار دی، هدف یې دا دی تر څو د اقلیم د بدلون او ناورینو داتا شریکول اسانه شي او د داتا د شریکولو د منطق، تخنیکي مرستو او وسیلو له لارې اغیزمنې پریکړې ممکنې کړي.

د دې معنی داده چې نن سبا زیاتې نړیوالې پراختیايي موسسې لکه نړیوال بانګ، د آسیایۍ پراختیايي بانک او نورو په خپلو انټرنیتي ادرسونو کې او هم په ګډو داتا مرکزونو کې داسې داتا د ټولو هیوادونو په هکله خوندي ساتي، او هیوادونه او کارپوهان یې باید ځان په کارولو پوه کړي.

د داتا او خطرونو ارزونه

  • د وسیلو یوه ټولګه ده تر څو له پریکړو سره مرسته وکړي.
    • د خطر د امکان او خپله د خطر انځور کول
    • د زیربنا دیزاین
    • د اقلیم د بدلون په وړاندې ځان عیارول
    • ځمکنی پلان جوړول
    • د بیړنیو حالاتو لپاره د تیاریو سناریوګانې (مختلف فرضي حالات) رامنځته کول
    • د عاجل ضرر ارزونه

د مسلکي کادرونو په مرسته د هیواد د ځمکو کارولو پلان جوړ شي او په اړوندو زونونو وویشل شي. نو له همدې کبله د پیښو او ناورینونو د دوران د مدیریت په هرقدم کې د تکنالوژۍ لپاره اړتیا ده تر څو د پریکړو کولو لپاره اړینه مرسته وکړي.

په لاندې شکل کې موږ د کارابین هیوادونو لپاره د ځمکې کارونې جوړ شوی پلان د مثال په توګه او یوازې د مطلب د ښودلو لپاره راوړو. ګورو چې د اړوندو مختلفو باالقوه خطرونو لپاره په زونونو ویشل شوي او نقشې جوړې شوې دي.

د احتمالي بیړنیو پیښو لپاره پلان کول

  • تاسو به هیڅکله د سترو عمده بیړنیو پیښو او ناورینونو لپاره پوره تیار نه یاست – خو بیا هم کولی شی ځان تر یوې کچې تیار کړی.
  • د بیړنیو پیښو د واحدونو موقعیت
  • کاری خنډونه او زیانمننه ( د بیړنيو حالاتو مسیر، نور)
  • د روغتیايي چوپړتیاوو اړتیاوې
  • د کورونو اړتیاوې
  • د خوړو اړتیاوې
  • د خدماتو اړتیاوې (اوبه، انرژي، نور)
  • سیلاو راوړي اضافي مواد او ساختماني مواد.
  • نور…

په لاندې شکل کې موږ بیا هم د مثال په توګه د کریبین د سیمې د ځمکې د کارونې او زون بندۍ نقشه ګورو.

د زیربناوو لپاره د مشخصاتو اړتیا

د زلزلې، سیلاوونو، او نورو په زونونو کې باید ټاکلي مناسب تعمیراتي نورمونه او مشخصات شتون ولري چې د مسلکي کسانو لخوا تایید شوی وي. د مثال په توګه، په بنګلدیش کې چې د اوبو کچه د سیلاوونو له کبله په ټاکلو وختونو کې پورته کیږي، کورونه باید داسې طرحه او دیزاین شي چې تر ځمکې زیات پورته او مقاوم وي.

له حوادثو باید درسونه زده شي.

د پاکستان د څو کلونو مخکې تیرو سیلاوونو زیات ورانی وکړ، د حمید په نامه یوه پاکستاني د مالي چارو کارپوه له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، له هغو سیلاوونو هیڅ درس نه دی اخیستل شوی، او اوس هم د سیلاوونو تر تهدید لاندې ساحو کې کورونه، ښوونځۍ او نورو تعمیرونه جوړیږي.

هر اړخیزه او ګڼ سکتوري روښ په کار دی

د ناورینو د مدیریت او بیا رغونې لپاره هر اړخیزه پلان کولو ته اړتیا وي. په دې ارزونو او پلانونو کې د ساختماني او غیر ساختماني چارو ګڼو سکتورونو څخه باید د ګډو ټیمونو په مرسته پلانونه جوړ شي. پوهیږو چې په ساختماني چارو کې د زیربناوو لکه سړکونو، پلونو، کانالونو، ښوونځیو او نورو بیخبناوو بیا رغونه او یا له سره جوړښت ته اړتیا وي. خو همدارنګه، د خلکو بسیج، د کلیوالي شوراګانو توامند کول تر څو په کارونو او پریکړو کې مشارکت ولري او ورباندې نظارت وکړي، ترڅو د فساد مخه ونیسي، ځکه د فساد د مخ نیوي لپاره ترټولو ښه وسیله د خلکو نظارت او مشارکت دی، په کرنیزو، تعلیمي، روغتیايي او نورو سکتورونو کې هم د تدابیرو د پلان کولو اړتیا وي.

په لنډ ډول

  • ټولې اړوندې حکومتي ادارې، نادولتي موسسې، مدني ټولنې، کلیوالي شوراګانې، تمویلوونکې ادارې او نور باید په ګډه کار وکړي
  • د اوسنیو هڅو باید ملاتړ وشي
  • په نړیواله او سیمه ایزه کچه باید مشارکت رامنځته شي او له سیمه ایزو اړوندو بنسټونو سره باید کار وشي
  • ټولو ته د لاسرسي وړ داتا د برابرولو لپاره باید هڅې وشي
  • مشارکتي او تخنیکي مرستې باید وشي
  • وړیا او هر چاته د لاسرسي وړ سفتور(Software) او وسیلو تهیه باید یقیني شي، چې ورنه کار واخلي
  • د ټولنو او کلیوالو فعالینو او مدیني فعالانو سره مرسته وشي.

د بیړنیو پیښو سره د مناسبې مقابلې لپاره ساختماني او غیرساختماني تدابیرو ته اړتیا وي

داسې تدابیر باید په مناسبه توګه ترکیب او وکارول شي. ځکه یوازې یو ډول تدابیر سم کار نه ورکوي، او که په مناسب ترکیب ونه کارول شي، بیا به هم سمه پایله ونه لري.

د اقلیمي بدلون څو تعریفونه

  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (UNFCCC) له خوا داسې تعریف کیږي: هغه فعالیتونه دي چې له ټولنو او ایکالوژیکي سیستستمونو سره مرسته وشی ترڅو ځان له اقلیمي بدلونو سره برابر کړي او اړین مقاومت ترلاسه کړي.
  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (IPCC) لخوا داسې تشریح کیږي: په انساني یا طبیعي سیستمونو کې د حقیقي او یا متوقع اقلیمي لاملونو یا د هغوی د اغیزو په ځواب کې داسې بدلون او اصلاح ده چې خطر کموي یا له ممکنو ګټورو فرصتونو فایده اخلي.
  • د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې تعریف: د ملګرو ملتونو انکشافي اداره د اقلیم سره ځان عیارول یوه پروسه بولي د کومې ستراتیژۍ چې د اقلیمي بدلون عواقب متوسط حالت ته ورسوي، ورسره د ګوزارې کولو توان ومومي او له فرصتونو یې ګټه اخیستنه زیاته کړي، انکشاف ورکړي او پلې یې کړي.
  • د بریتانیا تعریف: د بریتانیا هیواد د اقلیم بدلون پروګرام هغه د یوې پروسې یا د یوې پروسې د پایلې په توګه تعریفوي کومه چې د ضرر یا د ضرر د خطر کمښت رامنځته کوي، یا د اقلیمي تحولاتو او اقلیمي بدلونو سره د اړوندو ګټو ترلاسه کول ممکنوي.

د بیړنیو پيښو او  چاپیریال د مدیریت تړاو

نن کارپوهانو ثابته کړې ده چې د بیړنیو پیښو او د چاپیریال تر منځ نه شلیدونکې اړیکه شته. څومره چې د یوه هیواد چاپیریال تخریب شوی وي په همغه کچه پکې بیړنۍ طبیعي پیښې لکه سیلاوونه او وچکالۍ زیاتیږي او د اقلیمي بدلونو په وړاندې هم ځان په اسانۍ نه شي عیارولی. په لاندې شکل کې دا کتی شو:

د اقلیمي بدلون څو تعریفونه

  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (UNFCCC) له خوا داسې تعریف کیږي: هغه فعالیتونه دي چې له ټولنو او ایکالوژیکي سیستستمونو سره مرسته وشی ترڅو ځان له اقلیمي بدلونو سره برابر کړي او اړین مقاومت ترلاسه کړي.
  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (IPCC) لخوا داسې تشریح کیږي: په انساني یا طبیعي سیستمونو کې د حقیقي او یا متوقع اقلیمي لاملونو یا د هغوی د اغیزو په ځواب کې داسې بدلون او اصلاح ده چې خطر کموي یا له ممکنو ګټورو فرصتونو فایده اخلي.
  • د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې تعریف: د ملګرو ملتونو انکشافي اداره د اقلیم سره ځان عیارول یوه پروسه بولي د کومې ستراتیژۍ چې د اقلیمي بدلون عواقب متوسط حالت ته ورسوي، ورسره د ګوزارې کولو توان ومومي او له فرصتونو یې ګټه اخیستنه زیاته کړي، انکشاف ورکړي او پلې یې کړي.
  • د بریتانیا تعریف: د بریتانیا هیواد د اقلیم بدلون پروګرام هغه د یوې پروسې یا د یوې پروسې د پایلې په توګه تعریفوي کومه چې د ضرر یا د ضرر د خطر کمښت رامنځته کوي، یا د اقلیمي تحولاتو او اقلیمي بدلونو سره د اړوندو ګټو ترلاسه کول ممکنوي.

د بیړنیو پيښو او  چاپیریال د مدیریت تړاو

نن کارپوهانو ثابته کړې ده چې د بیړنیو پیښو او د چاپیریال تر منځ نه شلیدونکې اړیکه شته. څومره چې د یوه هیواد چاپیریال تخریب شوی وي په همغه کچه پکې بیړنۍ طبیعي پیښې لکه سیلاوونه او وچکالۍ زیاتیږي او د اقلیمي بدلونو په وړاندې هم ځان په اسانۍ نه شي عیارولی. په لاندې شکل کې دا کتی شو:

د چاپیریال د تخریب او د بیړنیو پیښو د رامنځته کیدو تړاو

په لاندې شکل کې موږ د ځنګلونو د پريکولو، د خاورو د تخریب، د ځمکې د ګیاهي فرش د ورکیدو او سیلاوونو تر منځ اړیکه ښودل کیږي.

د سیلاوونو مدیریت په علمي، معاصره او هر اړخیزه توګه

سیلاوونو زموږ په هیواد کې زیاتې خرابۍ وکړې او کیدی شي دا حالت د هوا د تودوخې له کبله نور هم خراب شي او په راتلونکو کالونو کې به خدای مکړه داسې سیلاوونه تکراریږي. نو په نړۍ کې د پخوانیو مدیریتي لارو تر څنګ نن سبا د « طبیعت په بنسټ او په طبیعي توګه د سلاوونو مدیریت » علمي روښ ثابت شوی دی. دا روښ هر اړخیزه دی، په محلي لحاظ خاص دی، د ټولو سکتورونو په ځان کې رانغښتونکی او شاملوونکی او متوازن دی. نو دا روښ تر زیاتې ممکنې کچې عملي او ترکیبي (Integrated Flood Management, IFM) دی. د دې روښ په هکله نړیوال علمي منابع داسې لیکي:

« د سیلاوونو هراړخیزه ترکیبي مدیریت، ( IFM) د ځمکې او اوبو مدیریت په یوه دریايي حوضه کې سره یو ځای کاروي او ترکیبوي، هغه هم د هر اړخیزه اوبو د منابعو د مدیریت په چوکاټ کې، په دې هیله چې د سیلاوونو د ساحې کارونه اغیزمنه کړي او پکې د ژوند او شتمنیو لپاره خطر کم کړي. د سیلاوونو هر اړخیزه مدیریت، لکه د اوبو هراړخیزه مدیریت، د ټولو کاروونکو، پلان کوونکو او پالیسي جوړوونکو په ټولو کچو کې ګډون اړین کوي. دا روښ باید ښکاره، شفاف او روڼ، ټول شموله او په اړیکه نیولو ولاړ وي؛ باید د پریکړې کولو سیستم غیر متمرکز کړي؛ او باید عامه مشورې او د ذینفعانو ګډون د پلان کولو او پلي کولو په بهیر کې یقیني کړي. »

د ټولې درې او دریايي حوضې په کچه او د ټولو سکتورونو په شمول، د ځمکې، خاورې او اوبو په ګډون په دې معنی دی چې د غرو له سرونو، د درې او دریايي حوضې تر پایه باید د ځمکې د خاورې، د ځمکې د نباتي فرش، څړ ځایونو، ځنګلونو، د څارویو، د  د کروندو، د خلکو د معیشت، د اوبه خور، د کرنیزو حاصلاتو و مارکیټ ته رسولو، د ټولنیز نظم او عامه پوهاوي، د هغوی په اړوندو فني کارونو کې روزنه او ټریننګ او داسې نور ټول په ځان کې رانغاړي. دا په دې معنی چې دلته موږ یوه مکمل هر اړخیزه، اوږدمهاله پلان کولو، پروګرام جوړولو او پلي کولو ته اړتیا لرو.

دوام لرونکی انکشاف

که څه هم په بیړنیو پیښو کې چټک غبرګون ته اړتیا وي، خو دا غبرګون او بیا رغونه باید په سمو لارو وشي او له بې سنجشه، نامناسبو کړنو باید ځان وساتو، تر څو یو خو له ستونزو سره مخ نه شو او بل دا چې اوسنۍ بیړنۍ مرستې د سیمې د انکشاف لپاره هم مرسته وکړي. خو دا کار هلته کولی شو، چې مناسبه سروې مو کړې وي، مناسبه داتا مو راټوله کړي وي، بیا مو دا داتا په مناسبو معلوماتو او پوهه بدل کړي وي، د دې لپاره مو اړونده کسان روزلي وي، د سیمې د خلکو مشارکت مو خوندي کړی وي، د مرستو معیارونه مو پوره روښانه وي، چې د څه ډول کسانو سر به مرستې کیږي او ولې، باید د ټولو مستحقو کسانو حقونه پکې خوندي او له تبعیضه خالي وي. تحلیلونه او ارزونې مو سمې وي، مستحق کسان مو پیژندلي وي، پریکړې مو په شفافه توګه کړې وي او ورنه ننګه کولی شو. په دې کې تر ټولو مهمه خبره داده چې خلکو ته مو توان ورکړی وي چې دوی هم په زیاتو حالاتو کې مناسبې شخصي پریکړې وکړي، مشورې ومني، که داسې وکړو، همدا د بیړنیو حالاتو سره د مقابلې پروسه د انکشاف او په ځان بسیا کیدو لپاره یو ښه پیل کیدی شي.

په دوام لرونکي انکشاف کې د بیا رغونې، له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې پروګرامونه، انکشافي کارونه او هرڅه ته له دې نظره پوهان ګوري چې خلک په کې ګډون او مشارکت لري او کنه، خلک یې په پلان جوړولو او تدابیرو کې شامل دي او که نه، د دوی له معلوماتو، پوهې او مهارتونو پکې کار اخیستل شوی او که نه، د خلکو مهارتونه پکې زیاتیږي او که څنګه، د خلکو نظارت ته پکې ځای ورکړل شوی او که څنګه، د خلکو د نظارت موخه څه ده، آیا موږ غواړو چې خلک د پروګرام مدیران وي او که تش غیر فعاله، بې خبره تر لاسه کوونکي. بل داچې د خلکو ټولنیز سازمانونه لکه کلیوالي شوراګانې، د بزګرانو اتحادیې، د تاجرانو انجمنونه، مدني ټولنې، د ځوانانو سازمانونه او نور پکې شامل او توانمند شي. دا خورا مهم فکتور دی، د انکشاف یو نړیوال کارپوه وايي: که تاسو یوازې د یوې سیمې په طبیعي منابعو، کرنه، او نورو پانګونه کوی خو خلک او د هغو سازمانونه او کلیوالي شوراګانې او د هغوی شمولیت په انکشافی پروسه کې او ورباندې پانګونه مو په کاري تمرکز کې نه وي، نو تاسې هلته انکشاف نه شی راوستلی، دا ځکه چې انکشاف بې له خلکو او د هغو له ټولنیزو سازمانونو نه شي رامنځته کیدی. همدارنګه، بله مهمه موخه باید داوي چې طبیعي ایکالوجیکي سیستمونه د کار په بهیر کې قوي شي او د پیښو په بهیر کې مقاومت له ځانه وښيي.

دا ځکه مهم دي، چې همدوی دي، چې د وچکالۍ په وړاندې باید پلانونه جوړ کړي، څه باید وکړي، څنګه دوام ورکړي، مالکیت یې ترلاسه کړي، څنګه له کرنیزو افاتو او ناروغیو سره په ګډه مقابله وکړي، څنګه په پروژو کې د درغلیو مخه ونیسي، څنګه کرنیزې تکنالوژۍ ته وده ورکړي، ښه تخمونه غوره او له یو بل سره شریک کړي، څنګه خپلې مځکې سره غونډې کړي چې اوبه یې ضایع نه شي، څنګه د منازعاتو حل وکړي، څنګه په ګډه د ترویج او فني کسانو له مشورو ګټه واخلي، څنګه نوې میوې، نوي تخمونه او نور رواج کړي او له یو بل سره مرسته وکړي او څنګه خپل کرنیز او نور تولیدات تر مناسب مارکیټه ورسوي او یا لاره ورته برابره کړي.

د اقلیم د بدلون سره د مقابلې دری مرحلې په شکل کې

د اقلیم د بدلون څخه د راولاړو ناورینونو سره د چال چلند له کیڼې خوا دری ډولونه دي: ۱- د ناورین تر پېښېدو وروسته یې مدیریت، ۲- د ناورین د خطر کمول، ۳- د اقلیم د بدلون سره هیواد او خلک عیارول.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب