جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف په هرات کې هم د موسېقۍ وسایل سوزولي

امربالمعروف په هرات کې هم د موسېقۍ وسایل سوزولي

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه )  په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د موسیقۍ وسایل راټول او سوزولي دي.

په هرات کې د طالبانو د دغې ادارې مسوول عزيزالرحمن مهاجر ویلي، د موسيقۍ دغه وسايل یې د محتسبانو له خوا د هرات له ښار او ولسواليو څخه راټول شوي وو.

هغه خبرداری ورکړ چې د موسیقۍ د وسایلو اخیستل او پلورل “حرام” دي او سرغړونکي به مجازات شي.

دغه طالب چارواکي “د موسیقۍ ترویج د فساد په توګه او د موسیقۍ غږول د ځوانانو د ګمراهۍ او د ټولنې د تباهۍ لامل بولي.”

 مخکې د طالبانو امربالمعروف وزارت په کابل کې هم د موسیقۍ د وسایلو د سوزولو خبر ورکړی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې پر موسېقۍ بندیز لګول شوی او ګڼ هنرمندان هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

7 COMMENTS

  1. صحیح ده ، دې عمل ته به نهی عن المنکر ووایو خو د دی کار بدیل څنګه وړاندی کوی ؟ یعنی امر بالمعروف یا مشروع بدیل د امرار حیات لپاره د چا مسئولیت دی ؟
    ګوری ـ جهاد یا نهی عن المنکر یواځی سوزول ، ورانول او وهل او تحقیر د انسان ندی بلکی د منکر پر
    ځای د معروف ځای پر ځای کول هم ورسره تړلی دی یعنی اصلاح ، تعمیر او پر مختګ ډیر اهم دی که
    نه ، موږ به یواځې تخریب کوو چي ډیر بد عواقب لری او دا یکطرفه کار تر اوسه شیخ خالد کړی خو د
    سالم بدیل وړاندی کولو ظرفیت ، تاریخ او امت تجربو ته مراجعه غواړی ۰
    زموږ نه؛ د قرآن کریم امر او هدایت ومنی ځکه هیڅوک هم په مخلوقاتو کی جامع الکمالات نشته ؛
    فرمایی ـ و ما اوتیتم من العلم الا قلیلا
    او بل ځای کی فرمایی ـ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون
    نو د ملا هرکاره کول د ملا تحقیر او نا اهلی یی د ملت او انسانیت سره جفا او ظلم دی
    و من لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الظالمون
    و من لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الفاسقون
    و من لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون
    صدق الله العظیم ۰

  2. دا وحشیان د افغانانو کلتور ، مذهب ، عنعناتو تخریب او د ملت غلامی ته تربیه شوی او ددی لپاره دوی په بی شرمانه سره امریکا دوهم ځل بیا کابل ته راوستل او امریکا عینی وخت ک‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ښی ددی په تلاش کښی دی چی څه ډول دا وحشیان په هدایت سره د نورو تښتیدلو چورکوونکیو سره یو ځای کړی ، لکه چی افغان ملت په ستره قربانی ظالم اتحادی شوروی له خاوری وشړلو او تربیه شوی غلامان د افغانستان څخه تیښتی ته مجبور شول او ځینی قاتلو تربیه شوو تنظیمونو او وحشیانو تربیه شوو طالبانو سره ګډ شول لنډه داچی دافغانستان خاوره ددی خرڅ شوو رنګارنګو غلامانو څخه باید پاکه شی حتی دی قدیانیو وحشی بی سوادانو اوس د موسیقدانانو موسیقی الاتو محوه کولو هم ځانونه لګیا کړی دی دا وحشیان پدی هڅه کښی دی چی د افغانانو کلتور ، عنعنات او مذهب له مینځه یوسی !!!

  3. بالکل دا یې ښه کړي مګر دا تاسو چې هر نارواح ته رواح او رواح ته نارواح وایی ددې څه چاره ده. خپله یې لمونځ یاد نوي او بل نه د لمونځ د فرضونو او سنتونو پوښتنه کوي. قران او حدیث یې پریښي فتاوې او د اخندانو نقلونو ته اسلام وایي، په ایاتونو او سنتونو باور نلري مګر مباح او مستحب یې په مونږ د فرض غوندې ټینګ کړي. ستر عورت فرض دی مګر دوی د یالې په غاړه مستحب استنجا کوي شمال یې لمن جګه کړې وی مخکې او وروسته ښکاري دوی ته دا کلک اسلام ښکاري. جاهلو په خر که کتابونه بار کړئ عالم کیږي نه او نه په ږیره او لونګۍ انسان مسلمانیږي.

  4. خبره د موسیقی د ږغیدو او غوږیدو د حرمت یا جواز په هکله نه ده بلکه خبره پدی کی ده چی زموږ د وطن موسیقی ږغوونکی اکثراً د پاک طینت او سالمو عقیدو خاوندان دی او پدی باور دی چی آرامه موسیقی په فحشاء کی نه شمیرل کیږی ضمناً موسیقی شاید ډیرو کسانو ته د رزق او روزی د لاسته راوړلو یوه وسیله وی.
    بله دا چی نن سبا د موسیقی د اوریدونکو د سلیقی او علاقی مخه هیڅوک نه سی نیولای ځکه په مجازی او دیجیټالی نړی کی هر څه شتون لری بناً د طالب دا احمقانه کړنی ( د موسیقی د آلاتو سوځول ) خوشی د چاپیریال او د عام وولس د روحیاتو د ککړتیا په بیه تمامیږی.
    د امربالمعروف د اداری رئیسان باید دا حقیقت ومنی چی:
    که موسیقی حرامه وی نو د یو حاکم شخص غفلت او بی پروائی د خپل رعیت د دنیَوی چارو د سمون په وړاندی هم حرامه کړنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب