Homeخبرونهطالبانو خپل ۱۳ سرتېري د عاشورا ورځې د ګډوډۍ په تور نیولي

طالبانو خپل ۱۳ سرتېري د عاشورا ورځې د ګډوډۍ په تور نیولي

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه ) د طالبانو خبري سرچینو ویلي، چې د دوی رژیم د خپلو امنیتي ځواکونو ۱۳ غړي چې د محرم په ورځو کې یې د ښار په ځینو سیمو کې له قانون څخه سرغړونه کړې وه او شیعه ګانو شکایت ورڅخه درلود، نیولي دي.

په افغانستان کې د سږ کال د محرم د لومړۍ لسیزې د ماتم مراسم د هېواد په یوشمېر ولایتونو او ښارونو کې د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو په پراخ ګډون سره ترسره شول.

له دې سره د غزني ولایت څخه پر شیعه ګانو د طالبانو د ډزو او پکې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

په غزني کې د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې د عاشورا ورځې د نمانځونکو له منځه د دوی پر ځواکونو برید شوی او د دوی ځواکونو یې په غبرګون کې ډزې کړي.

 معلومه نه ده، چې طالبانو خپل امنیتي ځواکونه په کومو ولایتونو کې نیولي او څه ډول چلند ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...