جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه باجوړ کې زورورې چاودنې لږترلږه ۴۴ تنه وژلي او ۲۰۰ ژوبل...

په باجوړ کې زورورې چاودنې لږترلږه ۴۴ تنه وژلي او ۲۰۰ ژوبل کړي

تاند(یکشنبه، د اسد ۸مه) د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې نن د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې چاودنې لږترلږه ۴۴ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډیر نور ټپیان کړي دي.

راپورونه وايي چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی نو ویره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

دا چاودنه څو ساعته مخکې تر دې وشوه چې د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ اسلام اباد ته ورسیږي.

دا چاودنه د باجوړ په مرکز (ښار) کې د جمعیت علمای اسلام د غونډې تر پیلیدو یو ساعت مخکې وشوه.

دا چاودنه څو ساعته مخکې تر دې وشوه چې د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ اسلام اباد ته ورسیږي.

دا چاودنه د باجوړ په مرکز (ښار) کې د جمعیت علمای اسلام د غونډې تر پیلیدو یو ساعت مخکې وشوه.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په پاکستان په تېره بیا قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي ترڅنګ داعش او د تحریک جهاد پاکستان په نوم نوې جوړه شوې ډله هم فعالیت کوي.

په وروستیو ورځو کې دې نوې جوړې شوې ډلې د څو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

تراوسه پورې د باجوړ د چاودنې د څرنګوالي جزییات سم نه دي څرګند، خینې وايي انتحاری برید و خو ځینې نور فکر کوي چې ممکن له مخکې اېښودل شوی بم چاودلی وي.

چاودنه د مازدیګر په ۵ بجې یعني یو ساعت مخکې تر دې چې د جمعیت علمای اسلام ګوند انتخاباتي غونډه پیل شي، شوې ده.

په دې برید کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند ځايي مشر ضیاالله هم وژل شوی دی.

د افغانستان د طالبانو حکومت دا برید غندلی دی.

4 COMMENTS

  1. توبی وکاږی هغوی چی پرون یی مونږه وژلو او جهاد یی کابل کی روا باله اوس خپله پدی اور کی سوځی. ډیزلی دی اوس الله ته ځواب ووایی چی جهاد چیری روا دی ـ

  2. ډیزلی خو هیڅ بلا ندی وهلی ما فکر وکړ چی ډیزلی به مردار شوی وی دا خو پطرولی پکی وژل شوی ـ لږ صبر کوی پروګرام په ډیزلی باندی وو هغه به که نن وی که سبا پخیر مرداریږی ـ

  3. موږ خو په دغه اور کې له شل کلونو راهيسې پکې وسوځېدو، خو دا به ښه او ګټوره وي چې له دا ډول غونډو چې ډېره اړتيا ورته نه ليدل کيږي د زوم، وټساب او يا نورو وسيلو له ليارې ترتيب او ترسره شي. يو خو به يې اقتصادي ګټه وي او له بل لورې به له داسې وژنو مخنيوی وشي. د پاکستان دننه هغه واکمنه کړۍ غواړي چې دا ځل دغه ټوله پښتنه سيمه دا ځل د چين او د امريکا په اقتصادي جګړه کې د اور خوراک کړي چې ګټه به يې نورو او چورلټ تاوان به يې پښتانه پرېکوي. که مولانا فضل الرحمان د پنجاب له پاره په افغانستان کې دا ډول کړنې نه سپورټ کولی، نو نن به له داسې بوږنوونکو پېښو سره نه مخ کېدای. بيا هم دا ناانساني او بېرحمه کړنه په سختو ټکو غندم. څښتن تعالی دې وژل شوي وبښي او ټپيانو ته عاجله شفاء ورکړي. موږ ټول پښتانه آ غاړه او دې غاړې ته هوښيار شو چې د نورو لپاره د دوی د کرايي شويو نظاميانو او څارګرو ادارو د لويو لوبو ښکار نه شو.

  4. یوه خبره باید وکړم کله چې عمران خان په روسیه کې په هغو مراسمو چې د روسیی په اکراین د برید لومړی ورځ په روسیی کې شتون درلود نو تر راګرځیدو وروسته پنجاب کې دده خلاف ټولو ګوندونو په مشترک ډول سره د PDM تر نوم لاندې د امریکا او برتانیی په همکارۍ او روسانو ته د زور ښودني په خاطر عمران خان په ضد لاریونو شروع شو ترڅو پایله يې دا شوه چې تحریک انصاف مشر عمران خان له څوکۍ لیری کړ چې ددې ګوندونو مشري زیاتره فضل الرحمن او اوسني نواز ګوند مشر شهباز شریف او مریم نواز کوله چې په نتیجه د عمران خان لیری کړل شو چې له هغې وروسته فضل الرحمن یې وډار کړ او ورته يې وویل چې نور باید کور کې کینی ځکه هغه بیا له سیاسته توبه وویسته، چې په تاند صفحه کې شته.
    بیا همغه وو چې څه موده مخکې د ټاکنو کمیسیون د محکمی له امر پرته د عمران خان د نیولو یا ګوښه کولو لپاره لاس په کار شوه چې څو ځلی دده په کور پولیسو حجوم ور وړلو او یوځل پر عمران خان برید هم وشو اوس چې کله شهباز شریف اعلان کړی چې د اګست میاشت کې یعنی سبا یی لومړی ورځ ده له خپلې دندې استعفا کوم او بل موقت (لنډمهالي) حکومت ته چې د ټاکنو پروسه به مخي ته بیایي، واک سپارم نو پنجاب کوښښ وکړ چې دلته په پښتنو سیمو کې پښتانه له ټاکنو پروسو لیري کړي او ټولو بریا د یاد ګوند په ګټه وکاروی او پښتانه نه پریږدی چې یو رهبر ولری نو هم يي عمران خان او هم یې فضل الرحمن چې پښتانه دې لدې پروسې لیرل کړل. کیداې شي د PTM د مشرانو د شعارونو پر اساس چې دلته هر چاودني او زور زیاتي شاته (وردی) یا پوځ لاس ده نو امکان دې ولری چې دا پښتنو وژلو او له مینځه وړلو لپاره د برتانیی او امریکا او اسرایل اصله پنجاب پلان وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب