جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ۲ روسي چورلکو د ترمیم خبر ورکړل شوی

کابل کې د ۲ روسي چورلکو د ترمیم خبر ورکړل شوی

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه ) د طالبانو دفاع وزارت د خپل هوایي ځواک له لوري د دوو روسي هلیکوپترو د ترمیم او الوتنې ته د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک د تخنیکي او مسلکي ټیم د دوامداره هڅو په لړ کې دوه باله یوه Mi17 او بله Mi35 روسي نظامي هلیکوپترې چې د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده  وړاندې هم په کندهار کې د هوایي ځواک لوا د هوایي تخنیک د انجنیري ټیم له لوري یوه MD530  ډوله الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې طالبان له الوتکو د ناسمې استفادې له امله د یو شمېر الوتکو د سقوط عامل ګڼل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب