جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان د ترکیې سفیر ته؛ د افغان کډوالو ډیپورټ به مثبتې پایلې...

طالبان د ترکیې سفیر ته؛ د افغان کډوالو ډیپورټ به مثبتې پایلې ونه لري

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه )  له ترکیې څخه افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د ډیپورټ کیدو له خبرونو سره هم مهاله، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي په دې اړه د ترکیې له سفیر جهاد ارګېنای سره لیدلي.

دغه وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغانانو د غير قانوني سفر، هېواد ته د هغوی د ډيپورت کېدو، د غیر قانوني مسافرت د بدیل موندلو او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

خروټي د یادو شویو ستونزو د حل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت او دوام، د ترکيې او طالبانو د زیربطو ادارو،  د مسوولینو ترمنځ د ناستو او هوکړې په ترسره کولو ټینګار وکړ.

خروټي زیاته کړه، چې د افغانانو ډيپورت د دې ستونزې دایمي حل نه دی، ځکه چې په ورته وخت کې د افغانانو په ډېپورت کولو سره یو شمېر نورو د غیر قانوني مسافرت له لارې ترکیې ته داخلیږي، نو په کار ده چی په هر اړخيزه توګه پرې له سره غور وشي، ترڅو يادې ستونزې ته لاره هواره شي.

خروټي ویلي:« یوازې د ډيپورت یا چارټر الوتکې په اړه خبرې به مثبتې پایلې و نه لري او که ترکیه د افغانانو د غیرقانوني سفرونو د ستونزې د هوارېدو غوښتونکې وي، باید په ګډو ناستو کې په قانوني ډول د کارګرانو د لېږلو په ګډون پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.»

دغه طالب مقام ویلي، د نورو ادارو ترڅنګ دا موضوع د کډوالو چارو له وزارت سره ډېره تړلې ده او که چیرې د دغه وزارت آتشې د فعاليت لپاره د ترکیې له خوا اقدام وشي، بې له شکه د پام وړ شمېر شته ستونزې به حل شي او لا همغږي به رامنځته شي.

ورته مهال د ترکیې سفیر د خروټي د مطرح شویو نکاتو په تاییدولو سره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ترکیې ته د طالبانو د اړوندو ادارو پلاوي ته د سفر زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب