جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا د ویسا د زنداني کېدو ۱۲۵ ورځې پوره شوې

د طالبانو لخوا د ویسا د زنداني کېدو ۱۲۵ ورځې پوره شوې

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه )  په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له لوري، د تعلیمي هڅو د فعال مطیع الله ویسا د زنداني کیدو ۱۲۵ ورځې پوره شوې.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، په دې مناسبت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ښاغلی ویسا ازاد کړي.

بېنېټ پر خپل ټوېټر لیکلي، چې مطیع الله ویسا له ۱۲۵ ورځو راهېسې بې له کوم تور څخه په زندان کې ساتل شوی او د نوموړي په باور دا خپلسرې او غیرعادلانه کړنه ده.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې د زده کړو په برخه کې یې فعالېت کاوه، څلور میاشتې مخکې د طالبانو حکومت له لوري د دوی په وینا د خپلسرو او مشکوکو کړنو په تور ونیول وشو.

 د ښاغلي ویسا همکاران بیا وايي، چې نوموړي هېڅ راز سیاسي او خپلسري کړنې نه دي کړي او یوازې یې د زده کړو په برخه کې ښکاره فعالېتونه درلودل.

د مطیع الله ویسا له نیول کېدو وروسته له پراخو غبرګونونو سره هم طالبانو لا تر اوسه نوموړی له زندانه نه دی ازاد کړی.

پر مطیع الله ویسا سربېره، یو شمېر نور فعالان هم د طالبانو له لوري بندیان ساتل شوي.

طالبان د داسې کړنو له امله، سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب