چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبکره کتنهنثار او د لونګينو شېبو تعبير

نثار او د لونګينو شېبو تعبير

په دې ليکنه کې د نثار په شعر او د هغه د شعر په بېلابېلو اړخونو څه ويل غواړو.

خو په سر کې بايد ووايم، چې له پېښو او حوادثو نه وروسته هغه څه چې د انسان هيجان او احساس را پاروي؛ هنر او د هنرونو په سر کې شعر دى. کله چې د شعر کلمه را يادوم او يا يې نوم اخلم؛ له ډېرې سختۍ او قيود نه کار اخلم. يانې هر څه ته شعر نه شم ويلي. هر موزون کلام شعر نه بولم. د ګيدړ او زمري کيسه، د پيشو او موږک کيسه، د طوطي او ښارو کيسه شعر نه بولم، بلکې که د شعر په نوم يې څوک تېروي؛ نو هغه به د شعر د مسخ کولو له پاره يوه هڅه وي. په ادبياتو کې ډېر فورمونه او ډولونه شته؛ خو نن ورځ په معاصر فرهنګ کې شعر ورځ په ورخ  ځانگړی کېږي. شعر په واقعيت کې هغه څه دی، چې په ژوندي جسم يا انسان لوبي کوي. انسان چې د ځاني خبرتيا يوه عالي نښه اوښکارنده ده. انسان چې د نورو ژويو په پرتله د ماضي مستقبل او اوس مهال مالک دى. د شعر د مالکيت دعوه‌دار هم دى، دا ځکه چې احساس لري، عاطفه لري، ترحم لري. درک او پوهه لري، د تاثر او خپگان، غم او خوشالۍ ۔ خندا او ژړا سره د ژوند جاله پر مخ بيايي. شعر بيا هم هنر دى (اصلي شعر) چې انسان کې بدلون راولي. د هغه په وينه اورګونو کې د کلماتو او تورو اوازونه ځاى نيسي او هغه بدلوي، که خاندي په ژړا يې را ولي اوکه ژاړي يوه بله دنيا ورته پر مخ پرانيږي.

هولدرلين چې په هايدگر يې ژور اغېز درلود خبره ده، چې وايي: «انسان د ځمکې پر مخ شاعرانه ژوند کوي.»

په لاندې کرښو کې په يو لړ نويو شعرونو خبرې کوو. د ډاکټر نورالحبيب نثار په شعرونو خبرې کوو.  يوه ورځ مې حبيب نثار ته وليکل، چې د «داغزو حسن تعليله» اثر په سريزه   کې استاد ډاکټر جنيد شريف ستا په شعرونو او نظرياتو يوه تبصره لري؛ خو زه ستا له شعر سره زيات اشنا نه يم. کېداى شي يو څو شعرونه راته را واستوئ؟ يا مو کتاب را ولېږئ؟ هغه زما خبره ځمکې ته ونه غورځوله. څو نوي شعرونه يې راولېږل. شعرونه مې  پرېنټ کړل؛ خو په ترين کې چې دوه ساعته مزل مې درلود  تر پايه ولوستل، کله چې ما په لوستلو پيل وکړ؛ زه دې شعرونو له ترين څخه هم بهر کړم، ترين يا اورگاډی لکه چې نور په ځمکه نه تللو، زه هم په اورگاډي کې نه وم، بلکې د کونړ په سر درو کې د کونړ په شنو پټيو کې گرځېدم،  فکر مې کولو، چې د خپل کلي په خوا کې د غره په لمنه کې يم او يا دغره له سره لاندې د درې په ټتر پرتې ډنگي ډوال کلا گاني وينم. دا ټپه را يادوه شوه.  

باران وريږي بلۍ لوېږي

د مساپرو به يادېږي خپل کورونه  

څو شعرونه مې لوستي وو، هغو په مخه کړى وم، لکه د ژوند او روزگار نادودو، لکه د حيات او ژوندي پاتي کېدو تلوسې چې په مخه کړى يم او له خپل کلي يې داسې لېرې غورځولی يا په ستوغه کلمه (کانگې) کړى يم. لږ مې ذهن را ټول کړ، ځان ته مې فکر شو او بيا هم شعرونو ته.

(۱)

نثار وايي:

څپره ووته، بلا ووته

اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږ

هغه د سې بيبيانو  نذر نيسي؛

اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږ

درې يا پنځه يا اووه پلکې په شمار

وړي، د وچ صبر  پر تنه ټک وهي؛

اوس هم د بادو ها لرغونی زيارت

چې شيخ نيکه يې بولي، ښه تودېږي

له هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛

اوس هم آخره چارشنبه  له ميندو هېره نه ده

او هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛

اوس هم چې ووځي د څپرې مياشت

نو د ماښام پر مهال

زړې ښځمنې او واړه ماشومان

د کور د خونو دېوالونه زموږ

په تاندو څانګو په پسته پسته کې بيا بيا وهي

او دا سرود ورسره جوخت غږوي:

(( څپره ووته، بلا ووته

څپره ووته، بلا ووته !!))

نثار په دې ازاد شعر کې له اوسني سټېج څخه د زردشت (سپين تمان) دوران ته ورستنېږي او هغه کيسه راخلي، چې په اسلامي فرهنگ کې هم ژوندۍ پاتې شوې ده او د «صادق هدايت» په قول بيا د شيعه اوسني د پېژندنې او تفکيک له پاره استعاره گڼل شوې ده؛ خو په اوس دوران کې چي غواړو «څپره» يانې بدمرغي، له کوره وباسو او په دې «پاندورا» ډوله اسطوره يا هيله مندۍ زړه وتړو هر کال د کال په پيل کې هڅه کوو؛ خو له بده مرغه چې څپرې زموږ د کور د کوټو په تورو کونجونو کې ځاله کړې او نه وځي. نه هم پرې نذرونه اثر کا او نه هم خيراتونه اونه هم دسې بيبيانو ارواح.

شاعر په يوه کوچنۍ قطعه کې د يوه عظيم اولس د انتظار انځور کاږي. د هغو ميندو د زړه درزا ته غوږ دي، هلته مو بيايي. ډډ او پړسېدلي ستوني او ډډ او له غريوو ډک ټټرونه راښيي، هغو ته مو دروي، چي هره شېبه د دروازې د زنځير شرنګا ته غوږ دي. د زلمو تنو د نوې خال او خط  د زلمو راتګ ته غوږ دي؛ خو کلونه کېږي، چي ميندې همداسې د دروازې په تنبو سترګي او خپل نظر مښلوي، خپل ساړه اسويلي کاږي، په فکر اوروان کې يوه څېره په خپل مخکې دروي، ورته خاندي، ورته وايي، ښه شو چې په خېر راغلې؛ خو بيا چې يې ځانته پام شي ۔ نو هېڅ نه وي، د انتظار شېبې همداسې غځېدلی پاتې شي او په بدل کې يې جنازې په کورونو وردننه کېږي.

ټالۍ

نن چې په هر ځلې چا

دوره ټالۍ وهلې

ما دې ګومان پرې کړى

او په يوه نفس تر وره تللې يم

(۲)

نثار د نوي دوران يا د معاصر دوران شاعر دى، معاصر دوران پېژندنه د بهرنيو په يرغل ۔ د نوي نسل په سر گردانيو، کډواليو ۔ مهاجرتونو ۔ بې وطنيو او له هېواد نه د لېرې والي په بنياد پېژندل کېږي؛ خو غوره ټکي په کې دا دى چې د رښتيا او د دروغو خبره هم مطرح کېږي. ايا په روان دوران کې زموږ سنتونه او دودونه څومره خوندي پاتې شول، يا د مذهب، دين او هېوادپالنې او پاتريوتېزم ليوالانو او مدعيانو ۔ يا هغو کسانو  چې منشور يې د ټولو مثبتو ارزښتونو ډک وو، ايا په عمل کې هم هغه شان وو، چې څه يې ويل؟ خو نه داسې نه وه. زمان وښوده، چې رښتيا او صداقت له دې کړنو ډېر لېرې وو. همدې ادراک او د همدې لوبې نه راخيستل شوى احساس شاعر بيا ځلي فکر کولو ته رابولي.

نثار د حالاتو او د ژوند ترخه تجربه په شعر بدلوي، د دروغو او رښتيا د جګړې شاهد او دا لا څه چې د دې معرکې يو سرتېرى هم دى. هغه همدا جګړه د رښتياوو جګړه له دروغو سره ترسيموي او خپله پرېکړه په منسوخ کې بيانوي ۔ همدارنگه  د نفې ـ نفې په  ديالکتيکي ذهني کاروان کې اثبات ته رسېږي، وايي:

منسوخ

جانانه، ما هم بلا ډېره موده

د کائناتو د ښکلا په لټون

په عارفانو پسې پل واخيست-

خو کتابونو کې نه؛

ځکه چې دوی هم يو له بله سره

بلا بدۍ او تربګنۍ پاللي

يو چې راغلی دی نو بل ته يې منسوخ ويلي!!

انځور کښنه يا تصوير جوړونه د شعر او د خلاق کلام يو اړين او بنسټيز عنصر دى. هغه په وروستي شعر کې له کلماتو رنگونه جوړوي، د ذهني دنيا منظرو پر مخ د رنگونو بورس راکاږي او د ليدو وړ دنيا جوړوي؛ خو دا انځورجوړونه يوازې د انځور په سطحه کې نه پاتې کېږي، بلکې يو ژور نوستالوژيک احساس را پاروي او هغه د حافظې ارشيف ته سپاري.

سارتر د انځور يا تصوير په باب ليکي: «تصوير څه شى دى؟ حقيقت دا دى چې څوکۍ يو تصوير نه دى. په کلي توگه يو شى په‌خپله تصوير نه دى. نو ايا ووايو چې تصوير هغه کلي، ترکيبي نظام او يا شعور دى؟ خو دا شعور يو عملي او عيني ماهيت دى، چې په خپل ځان او  يا د خپل ځان له پاره موجود دى او له يو منځگړي پرته کولي شي د انسان په ذهن کې وگرځي. په همدې سبب د تصوير کلمه يوازې کولى شي د شې سره د شعور رابطه وټاکي.

په يو بل مفهوم: تصوير په يو خاص ډول د انسان په شعور کې د يوشي را څرگنديدنه ده  او يا په لوړ طريق سره تصوير هغه خاصه طريقه ده، چې انساني شعور د هغه په وسيله يو شى ځانته را څرگندوي.» (۱)

کوم شعرونه چې په دې ليکنه کې پرې خبرې کوو ۔ په ډاگه جوتوي چې شاعر په انځورکښنه کې پوره او ځواکمن وس لري.

(۳)

يونگ په خپل يو اثر کې   چې MODERN MAN IN SEARCH OF SOUL نومېږي؛ د ارواپوهنې او ادبياتو په برخه کې يو ژوره شننه لري. یونګ وايي:  

هر خلاق شخص يو ثنويت يا دوه گونيتوب لري، يا په طبيعي توگه د تناقضاتو يو ترکيب دی ۔ له يوې خوا هغه د خپل شخصي ژوند په مقياس يو انسان يا بشر دی ۔ په داسې حال کې چې له بلې خوا هغه يو غيرشخصي خلاقه جريان دی ۔ څرنگه  کيداى شي چې د بشر په توگه له وحشته ډک اواز راپورته کړي؟ موږ بايد د هغه رواني جوړښت اواډانې ته پام وکړو چې د هغه غوښتني او شخصيت په کې پيدا کړو؛ خو موږ يوازې هغه وخت کولی شوی هغه وپېژنو، چې د يو هنرمند په توگه د هغه د هنري برياوو د ليدلو او کتلو له لارې د هغه  ظرفيت وگورو۔(۲)

پورتنې خبرې د شاعر په خلاقه شخصيت او د هغه څرگندونو د هغه باطني تمايلات او غوښتنو او د هغه له ذهنه د بهر ماحول او ټول د هغه په لاشعوري هستونه کې رابرسېره کېږي، د بې‌وسۍ په نوم شعر لولو:   

بې‌وسي

يوه ژېړي مازيګري کې

د ها پورې غرونو غېږه

ما و تا نه وه چاپېره

د يوه غوز د ونې خوا ته

تا کيسه کوله ما ته

د سلګيو په هجوم کې

غټې غټې اوښکې راغلې

ښکته ستا پر اننګيو

ما دا ټوله ننداره کړله په پټه خوله جانانه

او وم دغومره بې وسه

چې در پاکې مې کړای نه شوې

د تا اوښکې په لمنه:

ما وې چې زه به درته ژاړم

له ما نه مخکې ستا پر مخ اوښکې راځينه!

يا د زه اوډېوه  په قطعه کې

زه او ډيوه

دا شاوخوا ماشومان ټول ګواه دي

چې رڼايي زموږ وزرې سېځي

ځکه خو زه او ډيوه

له ابتداء نه په تياره کې اوسو.

شاعر په خپله شعرى دونيا کې کله هم د خوب اوبیدارۍ حالت ته وردرومي اوهلته د خپل  پاللي اميد اوهيلې تشه ويني. لکه په لاندې شعر کې:  

محجوب حسن

د قارون خور يې کنه،

نه دې چا زلفې بوی کړې،

نه دې خندا لېونۍ.

د تا ګومان وو چې دا هر څه به قيامته پورې،

تا سره وي، د تا د سيوري په شان،

د تا په خيال کې نه وو،

چې مځکې راکاږلې،

اوس تاترين کې سره،

غاړه غړۍ يو خو يو بل نه وينو!

د يونګ په قول، شاعرانه تجسم هغه څه دي، چې عشق ورته وايي؛ خو د ناخوداگاه له پاره د ملکوت د راتللو تصور د ملکوتو په ټولو مصداقونو سره يو الهى امر دى. کله چې د ملکوتو تصور د ذهن په لړۍ کې را بيداره شي، چې يونانيان يې ديسيدايمونيا يا (له خدايانو ترهه) بولي؛ نو دروازه خلاصېږي؛ خو څوک دننه نه داخلېږي. دا حالت په  خوبونو کې را څرگندېږي چې د شاعر په شاعرانه خيالاتو کې هم لاره کوي، يا په داسې کلام بدلېږي، چې هم رنگ لري، هم خوند لري او هم بوى. دلته ده چې ويلي شو، کلمات جادو کوي: 

د تا د کلي لارې

د تا د کلي لارې،

کږې وږې زموږ تر کلي راځي،

زه هم له خياله په کې،

کږې وږې ټپې کوم په سرو غرمو ګرځمه،

د تا د کلي لوی واړه مې ځکه،

په لېوني يادوي!

سيوری

په سره غرمه، په لويه لاره کې هم،

د دېواله د غاړې سيوری مدام،

ما تا ته پرېښی، د تا حق ګڼلی،

ځکه چې زه يو لاروی يم او ته،

د چم ګاونډ مېرمنه،

او دا وطن د تا دی!

په وسمه شعري قطعه کې د عمر ستونزه رابهر کېږي، د عمر په خوا کې د دروغو او د رښتياوو او د حقيقت او دروغو ستونزه راڅرگندېږي. وسمه د مصنوعي ژوند يوه نښه او راز هم کېداى شي، چې شاعر نه غواړي او…

وسمه

ياران مې وايي راته،
په سر او ږيره دې وسمه ووهه،
رنګ دې تازه دی، نور به هم تازه شې،

زه ورته سر خوځوم، هه هه کوم،

چې دا مې زړه کې جوکه پاتې نه شوه،

او که د سپينو ډکو،

له توره ډډه کوم!

د نيچه په خبره، انسان هغه څه دى، چې په ماضي، مستقبل او اوسمهال کې ژوند کوي، حيوان د دې وس نه لري، انسان نه يوازې فرهنګ هستوي، بلکې هغه انتقالوي هم، فکر کوي، لونګيني شېبې همداسې څه وايي: «د انسان عمر د هغه د ارمانونو او هيلو په تناسب يوه سترگو رپ ته پاتې کېږي، همدا مفکوره او يا ايديه ده، چې ځېنې فلسفي افکار د ژوند  په بې معناوالي يا پوچوالي ټینګار کوي.

لونګينې شېبې

دواړه د هغې لونګينې شېبې،
خوبونه وينو، تعبيرونه کوو،

چې بيا په لاس نه راځي،

ښايي چې مونږ به دلته،

د کومې تېرې زمانې خلک يو.

شعري هنر يو ډول ذاتي او طبيعي حرکت دی، چې له بشريت سره سر و کار لري او شاعر د هغه د لېږد له پاره وسيله کېږي ۔ هنرمند يو داسې څوک نه دی، چې په پرله پسې او ازادانه او گوښي توگه هستونه وکړي؛ خو هغه يو وار هنر ته اجازه ورکوي، چې څه ووايي او هدف يې له دې لارې پوهاوی دى، چې د يو انسان په توګه وکړاى شي داسې چلندونه او د شخصي تمايلاتو له مخې اهداف وړاندې کړي، د شاعر هنرمند په توګه هغه يو فرد دی، چې عالي احساسات لري. هغه يو ټولنيزه هستي ده، داسې چې پرمخ ځي او د بشريت تحت‌الشعور او فزيکي ژوند ته بدلون ورکوي ۔ د دغه ستونزمن جريان پرمخ تلنه  کله ناکله د هغه له پاره اړينه کېږي، چې د خوښۍ له پاره ځان قربان کړي او هر هغه څه چې ژوند جوړوي؛ د يو منظم او معمول بشري موجود له پاره يې په گټوره توگه رامنځته کړي ۔ يونگ په خپله شننه کې په دې ټينگار کوي، وايي:

«که چېرې شاعر پوهېږي، چې هنر يې يوه سرچينه او منبع لري؛ دا مهمه نه ده، چې له هغه سره يوځاى وده وکړي او پخوالي ته ورسېږي. يا داسې گڼل کېږي، چې خلاقه يا هستوونکی فکر له يوې تشې را باسي؛ نو د موضوع په اړه د هنرمند دا حقيقت نه بدلوي چې د هغه  کار په داسې ډول لويېږي؛ لکه يو ماشوم چې له موره زېږي او بيا وده کوي. بايد يادونه وشي چې هستوونکی بهير ښځينه کيفيت لري او خلاق کار له ناخبره يا ناخوداگاه شعور له ژورور څخه را ولاړېږي. کله چې خلاق ځواک بريالي کېږي انساني ژوند د فعالې ارادې پر وړاندې د ناخود اگاه شعور تر واک لاندې جوړېږي او د شعور ځان ليدنه (ايگو) له ژورو نه پورته  سطحې ته را بهر کېږي.  (۳)

په واقعيت کې دوه ځواکونه د هنرمند په وجود کې په شخړه بوخت دي، له يوې خوا د خوشحالۍ رضايت او په ژوند کې د خونديتوب له پاره عامه ليوالتيا او له بلې خوا    د تخليق اوهستونې سره بې درېغه رغبت چې کېدای شي له هر ډول شخصي تمايل څخه لوړ  وي، په دې اساس موږ د هر واقعي شاعر په شعر کې د هغه د ناخوداگاه غوښتنه ليدلى شو:

نثار لنډ او قطعه‌يې شعرونه د پورتنۍ شننې له پاره په زړه پورې دليل کېداى شي:

د ژوند متاع (۱)

شلېدل کټ، کوزړۍ،

او يوه زړه مصلا،

زما د ژوند ټوله متاع دغه ده،

اوس مې ملګری خپل شلېدلی ګرېوان،

اوس مې ياري جوړه له غنو سره!

د ژوند متاع (۲)

زما د ژوند واړه شيرينه متاع،

څړيکې،

دردونه،

اسوېلي او سلګۍ،

او لوی لښکر د اوښکو،

واړه د تا په نوم دي،

واړه د تا په ياد دي!

(۴)

اسطوره:

په معاصر ادب په تېره شعر او کيسه کې اسطوره د خاص او ځانگړي ارزښت نه برخمنه ده. د مارکسيستي نقد يوه تشه هم دا انگېرل کېږي، چې د معاصرې ارواپوهنې او   وگړپوهنې احکامو ته يې اهميت نه ورکولو. فرويد اساطيرو ته زيات اهميت ورکوي او پر فرويد سربېره کارل گوستاويونگ خو د بشرې گډ ناخبري شعور ته د لاس‌رسي او پوهېدنې يوه غوره وسيله ارکي تايپ يا (زړبېلگه) او يا همدا اسطورې بولي. د يونگ له نظره د قومي ناخبري شعور بيان او تظاهر همدا اسطوره ده. دا اسطورې د نوموړې پوه په باور په ټولو دورانونو او زمانو کې او همدارنگه په ټول بشريت کې يو لړ گډ او مشترک توکي او بنيادونه لري. هغه په دې باور دى، چې کله انسان د اسطورو جوړونو استعداد او ظرفيت له لاسه ورکوي؛ نو د خپلې خلاقې هستۍ سره د اړيکو له نشتوالي سره مخېږي. دين، شعر او ولسي ادبيات او ان د ښاپېریو کيسې له دې استعداد  سره تړاو لري. يونگ په دې عقيده دى چې هنرمند او رواني ناروغانو کې هغه اساطير چې د بشريت د لومړيو تجربو زېږنده دي؛ کله هم په ځان خبري توگه او کله هم د خوبونو  له لارې اعاده کېږي، ځاى لري؛ خو هنرمند کوم رواني ناروغ نه دى، بلکې هغه په حقيقت کې د يو هنرمند په نوم له عصبي پلوه له يو ناروغ نه مهم دى، يونگ دا مسايل د قومي لاشعور له نظره چې هغه يو مهم کشف دى؛ وړاندې کوي، د يونگ په نظر، دا قومي ناخوداگاه دى، چې د بشر تېر نژادي ماضي انځوروي او اساطيري قهرمانان چې لومړيو او اقوامو رامنځته کړي دي او فردي خيالونه هم متمدنه خلکو ته رامنځته کوي.

په همدې بنياد يونگ وايي، زما په خبرو له بل هر چا نه زيات شاعران ښه پوهېږي. (۴)

په معاصر شعر کې چې ژبه په قوت او پوره پياوړتيا سره کاروي؛ دا هغه لاره ده، چې په عادي وينا او د کلماتو له معمول کاروني سره توپير لري. په طبيعي توگه په ژبه کې د رمز او سېمبول د کارونې سبب کېږي او د طبعيت په باره کې د نويو اسطوره‌يي هڅو سبب کېږي.

زياتره شاعران هم هڅه کوي، چې د بشريت لومړني حالت ته مراجعه وکړي او دا کار د دې سبب شوی دی، چې د اسطورې پر طبعيت څېړنه وشي؛ ځکه خو د نن ورځې په نقد کې  د وگړپوهنې او ارواپوهنې اغېز زيات ليدل کېږي. موږ په دې برخه کې نور پر مخ نه ځو، راځو خپل اصلي بحث ته او هغه د نثار په شعري نثار او قربانۍ خبرې دي.

کله چې د دې شاعر  د شعر پاڼې اړوو، هغه د شعر ژورو ته ورځي او اسطورو ته مراجعه کوي، غواړي د رمز او سېمبول ژبه هم خپله کړي، بې پردې او وچ شعار نه ورکوي، بلکې کله د انځر او کله د بوډۍ ټال او کله هم د ليلا او مجنون کيسه راژوندۍ کوي او بيا يې زموږ پر وړاندې تمثيلوي.

دبيلگې په توگه : انځر په اساطيرو کې چې د (بودهي) ونې په نوم هم ياده شوې ده. د بودا د تنوير د ونې په نوم هم يادېږي، چې د بودايانو او برهمنانو له پاره سپېڅلي هغه ده. کرشنا په ماشومتوب کې چې د انځر په پاڼو ويده و؛ د نړۍ د ويجاړېدلو په اړه يې فکر کولو.  په لرغوني مصر کې هم دا ونه سپېڅلې بلل شوې ده. د دې ونو يوه جوړه د اسمان په شرقي دروازه کې  چې هر سهار ترې رع (سکون) را بهر کېږي ولاړه ده. د انځر پاڼې د تعويذ له پاره کارېدلې. د مړو په کتاب (د مصريانو لرغوني کتاب) کې د دې ونې کرامات ليدل شوي  دى. (۵)

په پښتني فوکلور کې د انځر د گل کيسه چې بوې يې شته او په سترگو نه ليدل کېږي او که يو څوک يا متبرک شخص دا گل وويني؛ نو بډاى کېږي. هم يو اسطوروي ريښه لري.

انځر

هغه چې ټول کلي به ځنې د سهار په شنه خړه کې،

ډکې ډکې پچۍ کورونو ته وړې،

او له شړومبو سره به يې باندې بیا سباناری کاوه،

د کندهاريو انځرو هغه يبره ناک بوټي اوس،

هلته يو هم نشته؛

هغه چې زموږ د مامتې شا ته،

د چينې د پټي پر پوله به،

شمال ته کتار ولاړ وو؛

د ځينو يې اوس جرړې وچې دي،

او ځينې يې له وېخه وتي.

د نرګسو مېله     

چا د ليلا قصه رابيا ته وکړه،

هغې ته خپل ميېن مجنون ښکاره شو،

چا د مجنون احوال پتې ته راووړ،

ده د ليلا مخ کې رابيا ولېده،

بيا به چې چا د مجنون ذکر وکړ،

يا به چې چا د ليلا نوم واخيست،

د رابيا شونډې به پولۍ پولۍ شوې،

د پتې رنګ به تک ژېړ وتښتېده،

چم کې به وشوه د نرګسو مېله!

(۵)

د حساس زړه او د عواطفو نه د مالامال تن او وجود د هيلو او ارزوگانو کاروان سراى ته ورته کېږي ، انسان که په حيوانې دريځ کې پاتي شي؛ هغه يوازې د درېیوو شيانو يانې د شهوت ۔ قدرت او ثروت هيله لري؛ خو که له دې د ايېرې لېرې کېږي او لوړ انسانې تعالي ته رسېږي؛ نو هلته انساني هيلي او ارمانونه وده کوي. په انساني هيلو او ارمانونو کې د فرد پر ځاى د ټول مفهوم غښتلی کېږي، شاعر د افکارو دا څنډه هم له شاعر پاتې نه ده.

اوسنی حالت

د آبادۍ بيه

بيا دې باران وشي، ږلۍ دې وشي،

بيا دې زموږ فصلونه ټول ووهي،

بيا دې زمونږه د بامونو ناوې،

شړکنده وبهېږي،

بيا دې آسمان شين شي،

بوډۍ دې ټال واچوي،

ښځې او نر دې په کې،

ښې لېونۍ پېنګې وخوري،

کله چې يو له بله ورک شي سره،

نو به د ځان د آبادۍ په بيه وپوهېږي!

د ډيوې په خوا کې

د ډيوې په خوا کې شپه مې نصيب نه شوه،

ګنې ډېرې مې کېږدۍ کړې دلته پلنې،

ما خوړونو کې بکرې کړې روښانه،
ما د سيند له غاړې وکرل ګلونه،

ما په غرونو کې ليتکي لمبه لمبه کړل،
زه د مځکې تل ته هم پسې ورکوز شوم،

مګر ما د مينې ټکی پيدا نه کړ،

په دې لوی، په دې خواره واره عالم کې،

ځم، ورځم او د سيپۍ زړه ته کوزېږم،

ځم، ورځم له سمندره يې حال اخلم،

ګوندې دی هم وي زما په شانې ورک او،

د ډيوې په خوا کې شپې پسې راوتی!

د يوې ماشومې هغه يوه تصوير په کتو چې مخ يې په کې په رنجو لړلی دی:

د نور ژبه

زما مشکڼې خوښې،

زما مرۍ خوښې دي،

زه د رجړومو، د رنجو لېونۍ،

زه اوس ماشومه نه يم،

زه اوس رڼا پېژنم، نور پېژنم،

زه اوس رنګونو سره لوبې کوم،

ځکه د رنګ ژبه د نور ژبه ده،

او بيا د نور ژبه د ټولو ژبه!

ويرنه

ولاړه، واورين ګلاب دانه وانه شو،

اخ، اخ تک سپين ګلاب دانه وانه شو.

ژاړي بلبلې، بلبلان ورپسې،

څه نازنين ګلاب دانه وانه شو.

د ښاپېرۍ سندرې سر وخوړو،

د چين ماچين ګلاب دانه وانه شو.

بيا مې په سترګو کې لمبې بلې شوې،

بيا يو حسين ګلاب دانه وانه شو.

ګلابي ساړه (۱)

هر څه بدل، خلک بدل، لارې کوڅې بدلې؛

خو سپين غرۍ ( دسپين غره )وږمه لا هاغه شان،

هماغسې سهار او ماښام

پر تنده اور بلوي؛

او ګلابي ساړه  يې،

د زړګي تل ته،

ځي، کوزېږي،

او احساس ته ترنم ورکوي!!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) د ننګرهار د خوګياڼيو خلک د سپينغرۍ وږمې سړو ته ګلابي ساړه وايي.

بايلات

دلته راتلو ته زما زړه نه کېده

دلته راتلو کې ما څه شان نه لېده

دلته وې لاره کې ډبرې شوې

خو تا يوې، يوې ډبرې سره واړولم

مقابله مې وکړه

مقابله مې هم تر ډېره پورې وګټله

خو دا چې ما کله د ګټې کور لېدلی نه دی

نو په قدم، قدم کې تېروتم- بايلات مې وکړ

خو پام چې ما له پامه وانه چوئ

زه مطمئن يم چې مات شوی نه يم.

(۶)

نستالژيا  يا تېر ارمان :

د هيواد د څوو  لسيزو له کړاوه  ډک ژوند چې زندانونه، شکنجې، وهل ـ ټکول، کډوالي،   د بهرنيانو تاړاک او د يوې سوله‌ييزې ټولنې شړېدل او يو څو نسلونه په درد او حسرت غم او کړاو کې رالوېدل او ټول د يوې قوي نستالژيک احساس  دزيږندې  زميني جوړوي . په دې لړ کې د ژوند په دا سخت پيچومي کې د ملگرو او دوستانو له لاسه ورکول. د کورنې د غړیو او اقاربو نه شتوالی، له کورو  کلي جلا کېدل، مساپرې او له وطنه لېرې‌کېدل؛ دا ټول او ټول د تېر ياد او تېرو نهيليو سبب کېږي. اوس د هر شاعر په  هستونه کې دا احساس گورو او زموږ د کار مورد شاعر  يانې نثار صيب په شعرونو کې هم دا احساس پياوړى بريښي. په واقعيت کې د ژوند ترخه تجربه له ذهنه د کاغذ مخ ته را څڅېدلې ده، چې  د عواطفو رنگ يې اخيستی او د احساس بوې لري.

جګې بنګلې

دا جګې بنګلې او دا کنډر وطن

کور چې د چا وران وي نو همداسې وي

لوړو کې بلد ژورې پېژني

مير چې د کاروان وي نو همداسې وي

هېڅ د سترګو جنګ کې ماتې نه مني

وروځې چې کمان وي نو همداسې وي

کله يې سر مات او کله غاښ وتی

ژوند کې چې بحران وي نو همداسې وي

ټول کنډر کنډر دی، خو بيا هم ودان

زړه چې پهلوان وي نو همداسې وي.

د کلي لارې

پرون ورغلی ومه، ومې لېدې، ووېرېدم

د کلي لارې دې جانانه سېلاوونو وړي.

آيينې

که يوه يې هم پېغور د ماتې راکړي

زه به ټولې آيينې ذرې ذرې کړم.

په نوم افغان

ځه، نثاره! او په نوم افغان ته وايه

پاچايي دې اړولې- کور دې ړنګ دی.

زه او ډيوه

دا شاوخوا ماشومان ټول ګواه دي

چې رڼايي زموږ وځرې سېځي

ځکه خو زه او ډيوه

له ابتداء نه په تياره کې اوسو.

(۶)

والت ويتمن به ويل: «شاعرانه کيفيت په وزن او قافيه کې نه دى. شاعرانه کيفيت په ژوند او په زياتو نورو شيانو کې او د انسان په دننه کې دى.»

الوار خو لا پر مخ ځي او قافيي د خرو په غوږونو کې وحشتناکه کنسرت بولي.

مشهور انگليسي شاعر جان ميلتون چې «د ورک جنت» په نوم شاهکار يې هست کړى دى، هغه نوموړى اثر له قافيي پرته منظوم کړى دى. ان دا چې قافيه يو افراطي تزيين بولي، چې د شعر د بدرنگۍ او  بد شکلۍ سبب گڼي. (۶)

خو که د ازاد تصويري شعر ځانگړنې چې قافيه په کې دومره اړينه نه وي؛ يوې خواته کېږدو، شاعر د خپل سنت يا د پښتو ژبې د کلاسيک شعر سنت هم دود کړی او هغه ته يې پوره پام کړی دی. په دې اساس يوه بله ځانگړنه چې د شاعر په شعر کې وينو؛ هغه يوه پياوړې موسيقايي شرنگ دى، د شاعر په غزليزه شاعرۍ کې موسيقي خپل موجودیت ښيي:

غزل

سحر، صبا، د چينې غاړه او روانې اوبه

جانانه ما له خدايه غواړه او روانې اوبه

د چا د مست غزل په شانې زړه ته لاره کوي

ستا د ګړي په شانې غاړه او روانې اوبه

د خپل تصوير په تماشه، تصوير اوبو وړی دی

جينۍ ده ځای په ځای ولاړه او روانې اوبه

چې په غزل کې مې راځي، مناسبت به لري

د ترهېدلې ښکلا ژباړه او روانې اوبه

د چا لېمې په اوښکو ډکې، د چا شونډې وچې

خدايه يو ځای کړه دغه شاړه او روانې اوبه

څه عجيبه شانې يو خوب دی چې همېش يې وينم

نثاره ته او هغه دواړه او روانې اوبه.

کله اور، کله اوبه

عجيبه غوندې داستان دی، کله اور کله اوبه

عجيبه يې قهرمان دی، کله اور کله اوبه.

نه په ګټه، نه تاوان دی، کله اور کله اوبه.

يو بېدينه بې ايمان دی، کله اور کله اوبه.

بس د پېښو پهلوان دی، کله اور کله اوبه.

څه کافر، څه مسلمان دی، کله اور کله اوبه.

انتخاب

ماښام تياره وي، سهار روښانه

په غرمو نه شي، لېده آسانه

مازيګر ښه وي، هر څه پرېمانه

خوښه د تا ده، چې کوم يو اخلې

تياره ماښام او، که سهارونه

يا مازيګر او، مست ګودرونه

يا هم غرمه او لېونتوبونه

ستا انتخاب مې د زړه دليل دی

د زړه دليل مې دا راته وايي

چې خيال يې نه وي، د مستو نجونو

ميندې شه بورې، په هلکانو!

هگل دښکلا پيژندنې په درسونو کې وايي : دشعر خپلې ځانگړنې دحسي قدرت په ځانگړنو کې ځاى لري . حسې عنصر دموسيقي اوانځور گرۍ دهنر په ازادولو کې پيل کوي اوهغه  دروح دايديي تابع کوي، دا ځکه چې اواز هغه وروستى بهرنى شى دى  چې شعر يې ساتنه کوي . نو په دې اساس په شعر کې دغږ يا اواز رسا ځاني احساس موجود دى ۔يا په بل عبارت داسې نښه نښانه ده  چې په يوازې توگه  اهميت نه لري ، ، ، ، په دې ډول غږ داواز په توگه په کليمه باندې چې په فطري توگه ادا کيږي اومانا يې بايد دايديه اوعقايدو نښانه وي، بدليږي ، په خپل ذات کې موسيقي  له هغه سره مخ په وړاندي ځي .  دهگل دنظر ياتو له مخې  دهنر د وړاندې کولو مناسب عنصر هماغه دشعر تخيل  اوخپله دروح ستاينه ده . له کومه ځايه چې دا عنصر دنورو ټولو هنري شکلونو سره تړاو لري نو شعر په ټولو صدق کوي اوځان په خپل واک ډول  په هر يو کې تکامل کوي . شعر دروح عام هنر دى چې په بالقوه توگه ازاد شوى اودخپل تحقق له پاره دبيروني مصالحو اوموادو پوري بند اومقيد نه دى .  

يا دموسيقي  شرنگ دنثار په لاندې غزل

رنګينۍ ورکړې، پروردګاره، زما سندرې، زما غزل ته
دا چې يې کاږم، د چا په سترګو، ډالۍ کوم يې، د چا اوربل ته.

چې د رنګينو، نغښتيو رازونو، چېرته يوازې، په نظاره شم
حيرت مې يوسي، د حسن خدايه، د رنګ و بو دې، خپلو کې حل ته.

دا چې په ډکه، خوله راته خاندي، چا به رويا کې، وي تخنولې
برېښنا خو نه ده، چې هوسېږي، تشې پړکا ته، هسې يو ځل ته.

ځولۍ د نياز يې، لا له لاسونو، پرېوتې نه ده، ان له ماښامه
څه دې راوړي، د سبا باده، ړانده د مينې، د حسن شل ته؟

چې ستا پر چم يې، کوشېر ونه موند، نو راته وايه، خيالي اوربله
دا پړوکې پړوکې، زړګی به وړمه، د چا جونګړې، د چا محل ته؟

هره مسره مې، ورته لوګی شه، هر يو آهنګ مې ترې سپېلنی شه
که يې رښتيا هم، څه لاره وکړه، د سنګدلانو، د زړونو تل ته.

په ناموس ننګ دی، په وطن جنګ دی، د تورو شرنګ دی، وخت د غورځنګ دی
خېژي بېباکه، ګردلې خېژي، دانګه نثاره، د پت مورچل ته.

(۷)

رنګين پوستی

د نثار د شعري ژباړو په لړ کې د يو تورپوستي شاعر له شعر سره مخېږو، ما ته درې نومونه را تداعي شول؛ يو ژان پال سارتر، فرانتس فانون او بل امه سزر.

سارتر په لومړي سر کې چې کله د ادبيات څه شى دي؟ اثر ليکي د نثر او شعر ترمنځ توپير ته  قايل وي؛ خو کله چې د يو تورپوستي ليوپولد سدار سنگور شعري ټولگه ويني او د هغه د شعر ماهيت ته متوجه کېږي؛ له سره د شعر د ژمنتوب مسالې باندې هم نوى نظر کوي.په دې ډول :  

سارتر وايي، شاعر بېله دنيا لري او ليکوال بېله. د سارتر په نظر، دواړه هم شاعر او هم ليکوال له ليکنې کار اخلي او د لاس په وسيله توري کاروي. هغه څه چې د ليکوال له پاره رښتيني دي؛ د شاعر له پاره نه دي. سارتر له دې امله شاعر په لومړي سر کې  مسوول نه بللو او ليکوال يې مسوول بللو، چې دواړه د ژبي په باب دوه بېلابېل چلندونه لري. سارتر په دې باوردی، چې شاعر په ژبه کې پاتې راځي. له کلماتو کار نه اخلي، بلکې وايي، چې کلماتو ته گټه رسوي. د سارتر په نظر شاعران هغه کسان دي، چې د ژبې په کارولو نه بوختېږي يانې نه غواړي هغه د وسيلې په توگه وکاروي؛ خو ليکوال هغه څوک دی، چې له ژبې تېرېږي، يانې له هغې نه د مقصد ته د رسېدو له پاره چې د ژبې نه اخوا او بېروني نړۍ کې دي؛ کار اخلي. پوښتنه دا ده چې ايا شاعرڅه شی نه په ډاگه کوي؟ خو سارتر شعر د کلماتو يو ډول ښکلې اورلوبه بولي. بي خطره اور لوبه. دا داسې کار دی چې ليکوال يې کولی شي او شاعر يې نه شي کولی.

د ادبياتو او شعر په اړوند د سارتر مشهور اثر «ادبيات څه شی دی؟» تر چاپ پورې هغه د شعر ژمنتوب او تعهد نه منلو دولس کاله وروسته کله چې ليوپولد سدار سنگور د «توره ارفه»

(دلرغوني يونان افسانوي شاعر چې د ارفه د مذهبي فرقې بنسټ اېښودونکی وو. د ميلاد څخه تر مخه په شپږمه پېړۍ کې له داسې اسرارو سره کار لرلو چې د هغو د مناسکو او مراسمو جوړول ان تر ننه پورې نه دي پېژندل شوي. د دې فرقې غوره راز د يونانيانو له پاره په دې کې و، چې د اساطيرو پوهېدنه يې اسانه کړه او اساطيري خدايان يې له مذهبي فرقو سره مدغم کړل.

کله چې دارفه په نوم د فرانسوي مستعمراتو د تور پوستکو د شعرونو ټولگه په فرانسوي ژبه چاپ شوه؛ د هغې په ليدلو او لوستلو سره د سارتر فکر هم بدلون وموند. د «تورې ارفه» چاپ يې يو متعهد عمل وبللو، د تورې ارفه په چاپ باندې د سريزي نه داسې جوتېږي چې سارتر له کومي زاويي د تور پوستکو شعر په مستعمره هېوادونو کې ارزوي. هغه وايي: «کله چې خوله بندوونکی د دغه تور پوستو له خولو نه تړونکی يا بنداژ لېرې کوي؛ نو څه هيله لري؟ ايا ستاسو (سپين پوستو) د ستايني سندره ووايي؟ سارتر په دې متن کې د هستۍ او نيستۍ فلسفي بنياد نه کار اخلي. په لومړي مخ کې د تور پوستو د ليد او نظر يادونه کوي او ليکي چې موږ يانې سپين پوستي بايد د هغه لړزه او خپگان احساس کړو. ليکوال وايي سپين نژاد د پېړيو او زريزو راهيسي د خپل ځان له ليدو پرته د بل شي يادونه نه کوي. په دې گروهه دي، چې سپين د تورو په نسبت چې د ماتم او مرگ رنگ لري؛ د فضيلت، حقيقت او ښکلا او برتر اصل لرونکي دي. سارتر دغه اصل نه يوازې اپوټه ښۍ او سرچپه کوي يې، وايي، تور د شرابو رنگ دی او سپين رنگ د هغه رنگ الوتې بېړۍ رنگ دی، چې د ډوبيدو په حال کې ده.

سارتر وايي: د حقيقي انسان غوښه د تورو شرابو په رنگ ده، نوموړي د سوريالستي ادبياتو او شعر په اړوند وليکل، چې د تور پوستو شعر د دوو گونو تر منځ توپير له مینځه وړي، بلکې د تورو په گټه يې بدلوي. سور رياليزم په يورپ کې وټوکيد؛ خو بي روحه شو او په انتيل کې وغوړېد.

توروالی له دنيا سره يو ډول عاطفي چلند دی. سارتر وويل: «هستي توره ده. موږ اروپايان غيرضروري او لېرې پراته موجودات يو. لېرې پراته مفهوم د پرديوالي معنا ته اشاره ده. د تور شعر چې پلوی (د مستعمرو په گټه) په رښتيا د انسانيت شعر دی؛ د ټولو له پاره شعر دی، د فرانسوي ژبو شعر زموږ د دواران انقلابي شعر دی» (۷)

له دې پېښې وروسته سارتر نه يوازې ليکوال، بلکې شاعر هم ژمن بولي، چې له نيکه مرغه  شاعر هم په دې لړ کې د يو تور پوستي شعر ژباړلې دلته يې لولو:

[دا د يوه افريقايي ماشوم شعر دی. په ۲۰۰۵ کال کې د غوره شعر مقام ته کانديد و. په دې شعر کې له حيرته ډک استدلال شوی. پر دې سربېره، ډېر تريخ طنز دی.

کله چې دنياته راځم، تور يم.

کله چې لويېږم، تور يم.

کله چې لمر کې روان يم، تور يم.

کله چې ناروغه کېږم، تور يم.

کله چې مرم، تور يم.

او ته سپين پوستی!

کله چې دنياته راځې، ګلابي يې.

کله چې لويېږې، سپين يې.

کله چې لمر کې روان يې، قرمزي (سور) يې.

کله چې دې ساړه کېږي، آبي يې.

کله چې وېرېږې، ژېړ يې.

کله چې ناروغه کېږي، شين يې.

کله چې مرې، خاکستري يې.

او ته ما ته رنګين پوستی وايې؟؟؟

پايله:

که وغواړو چې خپلې خبري راټولې کړو؛ نو بايد ووايو، چې د نثار شعر په پښتو ادب کې د تېر زمان او د ويښتيا د دورې شعر نه دى، بلکې نوې محتوا او نوى مضمون لري، د شعر په اړه معموله ده، چې هغه شعر د لوستونکي په حافظه کې پاتې کېږي، چې هسې هوايي خيالات نه وي، چې کوم مصداق ونه لري.

سمه ده چې شعر د کلماتو نڅاه ده؛ خو که د ژوند حرکت په کې نه وي؛ د انسان ذهن ته لاره نه کوي. د نثار په ژوند کې روان عيني ژوند په شاعرانه ډول حرکت کوي. د نثار شعر نه يوازې د قافيي اورديفونو په زندان کې تړلي دى، بلکې انځوورونه، تخيل او عاطفه هم لېږدوي، اساطير او لرغوني فرهنگي شتمني هم لري.

کرگر  د اکتوبر ۳۰ کال ۲۰۱۷  

ماخذونه :

۱. رضابراهني .طلادرمس ، جلد نخست .(ص ۱۱۳ پاورقي.)

2کارل گوستاويونگ .Modern Man In Search Of Soul

۳. پورتني اثر  

يادونه : مدرن انسان او دروح پلټنه اثر څخه  دشعر په باب مقاله په  چې (شعر اوارواپوهنه) نوميږي پښتو ژباړل شوي او دانسان مجله کې خپريدونکي ده .

۴.پورتني اثر ،

۵ جيمز هال . فرهنگ نگاره اى نمادها  درهنر شرق وغرب . کال ۱۳۸۳،چاپ دوم ، ص۲۷۷

۶. رضابراهني .طلادرمس ، جلد نخست .(ص ۱۱۷.)

.۷اکبر کرگر .،سيندونه اواندونه دمقالو ټولگه ،

څيړنه: اکبر کرگر  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب