چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه ګاونډيو هېوادونو کې يو شمېر افغان کډوال ماشومان له دوو کلونو...

په ګاونډيو هېوادونو کې يو شمېر افغان کډوال ماشومان له دوو کلونو راهيسې له زده کړو محروم دي

خبریال: راحت زيارمل

يو شمېر هغه افغان ماشومان چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې له خپلو کورنيو سره ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي او غواړي چې نورو هېوادونو ته کډوال شي، د زده کړو له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

له زده کړو بې برخې دغه ماشومان چې د کورنۍ مشران يې په بهرنيو هېوادونو کې د کډوالۍ کيسونه/ قضيې لري، له تېرو دوو کلونو راهيسې کړېږي او نه پوهېږي چې د دوی د کډوالۍ برخليک به کله معلوم شي او څه وخت به خپل منزل ته ورسېږي.

د کډوالۍ د دوسيو ځنډېدنه، د ګاونډيو هېوادونو په دولتي ښوونځيو کې نه شموليت، د افغان کډوالو لپاره د افغاني ښوونځيو کموالی او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې د دغو ماشومانو د زده کړو او درس مخه يې نيولې ده.

په پاکستان کې افغان کډوال صداقت الله ولي چې انجنير دی او د امريکا د کډوالۍ ځانګړې ويزې ته يې اسناد جمع کړي دي، د طالبانو له خوا د کابل تر سقوط وروسته پاکستان ته کډوال شوی او تمه لري چې د امريکا ويزه به ترلاسه کړي، د خپلو اولادونو د زده کړو په اړه وايي: «ما فکر نه کاوه چې زما د کډوالۍ دوسيه دې دومره وځنډېږي. په نن او سبا کې راباندې کلونه تېر شول. که له لومړي سره پوهېدلی چې دومره زيات وخت به دلته پاتې کېږم، نو بچيان مې ضرور په ښوونځي کې شاملول». 

نوموړی وايي چې اوس په کور کې لګيا دی او خپلو بچيانو ته د انګريزې ژبې لوست درسونه پخپله تدريسوي. صداقت الله ولي په افغانستان کې د ملي اردو لپاره د امريکا د دفاع وزارت د انجنيرانو کنډک په مالي ملاتړ جوړېدونکو تاسيساتو په يوه پروژه کې انجنير و.
عبدالصبور احراري چې له يوه کاله زيات وشو په ايران کې کډوال دی او له فرانسې، پرتګال او هسپانيې هېوادونو سره يې د کډوالۍ قضيې روانې دي، وايي چې يوه هېواد هم ورته دا ډاډ نه دی ورکړی چې د ده دوسيه به کله بشپړه شي. نوموړی وايي چې لور يې په اووم ټولګي کې وه چې طالبانو کابل ونيو او زده کړې ترې نيمګړې پاتې شوې. هغه وايي:«د خپلو پنځو اولادونو د زده کړو لپاره له هېواده راووتم خو لا تر اوسه مو برخليک نامعلوم دی؛ هره ورځ د بچيو زده کړو ته زړه خورم، که د راروانې مياشتې تر پايه څه نتيجه معلومه نه شوه، نو بيا به د بچيانو د ښوونځي غم خورم». 

احراري وايي چې دی مجبور دی پیسې پور کړي خو بچيان يې په يوه خصوصي ښوونځي کې شامل کړي، ځکه چې دغلته په دولتي ښوونځيو کې نويو افغان کډوالو ته داخله نه ورکوي او نوي کډوال يې اکثريت د کډوالو له کمپونو او افغاني ښوونځيو ليرې خواره واره پراته دي.

د طلوع نيوز يو افغان ژورنالسټ چې نه غواړي نوم يې خپور شي او له يونيم کال راهيسي په يوه ګاونډي هېواد کې د کډوالۍ د دوسيې د بشپړېدنې په موخه انتظار باسي؛ د افغان کډوالو ماشومانو د زده کړو ځنډېدنه اقتصادي مشکلات، انديښنې او ټولنيزه ناانډولي ګڼي. هغه وايي: «زما درې ماشومان د ښوونځي د تګ دي، خو لږ تر لږه د هر ماشوم مياشتنی د ښوونځي فیس، قرطاسيه، ټرانسپورټ او نور اړونده مصارف تر ۳۰ ډالرو رسېږي، چې دا په اوس وخت کې زما او زما غوندې د اکثره کډوالو له وس نه بهر ده».

نوموړی وايي تر څو چې نړيواله ټولنه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالو منونکي هېوادونه د افغان جلاوطنه کورنيو په عاجله تخليه او نورو هېوادونو ته په لېږد کې چټکتيا ونکړي نو دغه کډوال ماشومان به له زده کړو بې برخې وي. هغه وايي چې په ګاونډيو هېوادونو کې دوی کار روزګار نشي کولای او په ډېره سختۍ خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مرستياله ثريا صبير وايي چې ډېری افغان کډوال له دوو کلونو راهيسې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره خپلې د کډوالۍ دوسيې ثبت کړي، خو تر اوسه يې هېڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه چې د کډوالو ماشومانو لپاره د افتاب په نامه د يوه خصوصي ښوونځي بنسټګره هم ده وايي چې د دوی د ښوونځي غوندې د ګوتو په شمار څو ښوونځي د افغان کډوالو ماشومانو لپاره بسنه نه کوي.

 اغلې صبير وايي: « زموږ ښوونځی له غريبو ماشومانو فیس نه اخلي او نورو ته د نهايت کم فيس په بدل کې درس وايو، خو دلته ايله زموږ د سيمې ډېر کم ماشومان راځي. پکار خو دا ده چې UNHCR (د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري) داسې سلګونه ښوونځي جوړ کړي وای».

الحاج ميراحمد رووفي پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر دی، دا مني چې ډېری نوي کډوال ماشومان د دوو کلونو راهيسې له زده کړو بې برخې دي، خو دی ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او کډوال منونکو هېوادونو تر څنګ کوربه هېوادونه هم مسوول ګڼي چې دغو ماشومانو ته د زده کړو اسانتياوې برابرې کړي. نوموړی وايي: « موږ يوه عريضه د پاکستان د لومړي وزير دفتر، د کورنيو چارو وزارت، د زده کړو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسون په عنوان دوی ته سپارلې چې د افغان کډوالو د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونځي او پوهنتون د زده کړو ستونزې او ننګونې مو پکې ذکر کړي دي؛ خو تر اوسه مو بيرته کوم عملي مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی».

د افغان کډوالو شورا مشر وايي چې دوی په افغانستان سفارت کې د پوهنې وزارت له استازي سره اړيکه نه ده نيولې او د ستونزې حل د هغوی له کچې پورته ګڼي.

د بشري حقونو فعال او د مدني ټونې غړی ډاکټر اسدالله ښاليز وايي چې په افغانستان کې د نظامونو له هر ځل بدلون سره تر ټولو ډېر ماشومان او مېرمنې اغېزمن شوي دي. نوموړی وايي:«دا اوس د طالب تر مطلقيت لاندې يوه بله څپه راغله، د مېرمنو پر مخ ښوونځي وتړل شول، افغانان د مختلفو دلايلو له مخې کډوالۍ ته اړ شول چې په کډوالۍ کې يې تر ټولو ډېر تپ کوچنيو ماشومانو او د دوی زده کړو ته ورسېد، ماشومان نه يوازې دا چې له نامعلومه برخليک سره مخ شول، مطلقاُ له زده کړو محروم او نشو ويلای چې په پردو وطنونو کې به کله ورته د نړۍ د نورو انسانانو په څېر د زده کړو زمينه مساعدېږي؟»

اسدالله ښاليز وايي چې په ډېره پيمانه افغان ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځای په پرديو هېوادونو (په ډېره اندازه په ايران او پاکستان) کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او معلومه نه ده چې کله به د ژوند تېرولو (نسبي) اساسي شرايط ورته برابرېږي. 

ښاغلی ښاليزپوښتنه کوي:«نړېوال کنوانسيونونه، د بشري حقونو مدافع ادرسونه، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او نور بشرپاله ادرسونه ولې په هغو هېوادونو او په ځانګړي ډول پر ايران او پاکستان د دغه ماشومانو له زده کړو څخه د محرومېدو په برخه کې نه لاس په کار کېږي؟»

نوموړی د طالبانو په حکومت غږ کوي چې که نه غواړي چې په راتلونکي کې د تاريخ مختورن ياد شي نو هم په هېواد کې او هم په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان ماشومانو د زده کړو په برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

د دې راپور د چمتو کولو په وخت مو د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت له مختلفو چارواکو سره اړیکه ونيوله خو هغوی د دې موضوع په اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه وايي.

د ناتاييد شويو راپورونو په اساس د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته له ۷ ميليونو زيات افغانان کډوال شوي چې ډېری يې په دا مهال په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت دي او د ژوند له نورو کړاوونو سره يې ماشومان د زده کړو له محروميت سره هم مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب