کریټیکل ريډينګ (Critical Reading) د مطالعې له روشونو یو روش دی. د مطالعې دغه روش راته وایي، چې کله یو څه مطالعه کوو؛ نو په خلاص ذهنیت یې باید مطالعه کړو او د انتقاد عینکې مو باید په سترګو وي. انتقاد مو، چې یاد کړ، موخه مو سالم انتقاد دی، یعنې داسې انتقاد، چې د یو څه پر ماهیت مو پوه کړي.
یو شاعر یا لیکوال، چې ښې لیکنې یا شعرونه ولیکي؛ نو په اړه یې زموږ تصور دا شي، چې هر څه، چې وایي هغه سم دي؛ خو کريټیکل مطالعه دا تقاضا کوي، چې هغه وخت به د حقیقت د لارې لارویان شو، چې د ډېرو منل شویو لیکوالو پر پنځونې د نقد زړه وکړو.« د اوسني علم او تمدن یو اصلي مخکښ فرانسیس بیکن څلور پېړۍ له مخه ویلي وو، چې د هغې خبرې په حقیقت کې لا زیات شک وکړه، چې خوند درکوي او ورباندې خوشحاله کېږې.» (استاد اسدالله غضنفر. جادوګر هنر، ۶۵مه پاڼه.) خوشحال د تېرې زمانې په شاعرانو کې استاد شاعر دی؛ خو ډېر داسې لیکوال شته، چې د ده د شاعرۍ په (خوګانو) یې ښې لیکنې کړي دي.
استاد پسرلی فرمایي:
پل د رهنما په پله که ږدي نو هم دیده یې ږده
پټې سترګې، پټه خوله په نورو پسې سیوري ځي
زما یو ملګری دی، مطالعه ډېره کوي؛ خو مشکل یې دا دی، چې تنقیدي مطالعه نه کوي او پر کړې مطالعه فکر نه کوي. د یوې پاڼې مطالعې لپاره که یو ساعت فکر وشي او کرښې یې په غور سره ومنل شي تر لسو هغو پاڼو مطالعې مفید دی، چې په پینځلس یا شلو دقیقو کې یې کوو. زما دوست اکثره وخت داسې خبرې له خپلې کړې مطالعې رانقلوي، چې په حقیقت یې څوک شک کولی شي.
په پخوانو شاعرانو کې، کوم شاعر به، چې په شعر کې نوی ترکیب راویست؛ نورو به ځنې راواخیست بالاخره دغه ترکیب په یوه موتیف واوښت. مثلاً: فلک پخوا کوم شاعر په لومړي ځل استعمال کړی و؛ خو وروسته نورو شاعرانو هم استعمال کړ او فلک په پخوا شاعرۍ کې د یوه اصل په توګه ومنل شو. د غور پادشاه امیر محمد سوري، چې کله سلطان محمود غزنوي ونیوه، بندي یې کړ، امیر محمد سوري، چې کله په زندان کې مړ شو؛ نو شیخ اسعد سوري، چې د امیر ملګری و، د ده په یاد مرثیه وویله. د مرثیې د پیل بیت دا دی:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار
د بلخ د مولانا جلال الدین وینا ده:
ما به فلک بوده ایم یار ملک بوده ایم
باز همان جا رویم جمله که آن شهر ماست
د پخوانو دغه کار دا راته وایي، چې تحول یې په سختۍ مانه.
د تنقیدي مطالعې ګټه دا ده، چې انتقادي فکر راکوي او فکر کولو ته مو مجبوروي، فکر کول بیا دا توان راکوي، چې قلم راواخلو او یو څه ولیکو. غالباً هغه کسان، چې په خپل مسلک کې رسېدلي دي، هغوی دي، چې انتقادي فکر او مطالعه لري. د انتقادي مطالعې لپاره ښه لار د کتاب پر کرښو شک کول دي، ځکه شک د نقد لومړۍ وسیله ده.
د خپلې پوهې د سطحې لوړولو لپاره پکار ده، چې انتقادي مطالعه وکړو، ګنې له دې پرته به د پوهې له سمندره د تندې ماتول مجال وي.