دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورسینماپه ۲۴ ساعتونو کې د بالیووډ دویم نامتو ستوری هم ومړ

په ۲۴ ساعتونو کې د بالیووډ دویم نامتو ستوری هم ومړ

تاند، پنجشنبه،  ثور ۱۱مه: د بالیووډ  نامتو ستوری رشي کپور د ممبۍ په یو روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله د ۶۷ کالو په عمر ومړ.

د هغه مشر ورور رندهیر کپور رسنیو ته د رشي د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، نوموړی د چهارشنبې په ورځ روغتون ته رسول شوی چې د ساه لنډۍ تکلیف هم ورته پیدا شوی و او د سرطان ناروغي یې هم زیاته شوې وه: (( د چهارشنبې په سهار د رشي کپور وضعیت خراب شو بیا مو ایچ این ریلاینس روغتون ته ورساوه.))

 دا په داسې حال کې ده چې رشي کپور د تېر کال په سپتمبر کې له امریکا څخه تر یو کلنې درملنې وروسته هند ته ور وګرځېد او روغ شوی و خو بیا وروسته د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې  د طبیعت د خرابېدو له امله دوه ځله روغتون ته رسول شوی و.

رشي کپور پر ۱۹۷۳ کال له بوبي فلم څخه خپل فلمي ژوند پیل کړ او لیلا مجنون یې د همغو وختونو تر ټولو مشهور فلم دی.

رشي کپور د مشهور ډایرکټر راج کپور دویم زوی او د رنبیر کپور پلار او د اداکارې نیتو سینګ سره یې واده کړی و.

 تر ده یوه ورځ وړاندې د بالیووډ یو بل مشهور ستوري عرفان خان هم د سرطان ناروغۍ له امله د ممبۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.

د دواړو په مړینه د هند سینما په ماتم کې ډوبه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب