جمعه, سپتمبر 13, 2024
Homeخبرونهعمران خان: پوځ سره د ښو اړیکو نه لرل حماقت دی

عمران خان: پوځ سره د ښو اړیکو نه لرل حماقت دی

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران په بند کې د یو کلنې مودې له پوره کېدو سره یې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دغه هېواد پوځ سره ښې اړیکې نه لرل به حماقت وي.

خان دا خبره له هغې غوښتنې وروسته کړې چې پوځ سره یې د مذاکراتو په اړه کړې وه.

هغه څو ورځې د مخه د پاکستان له پوځ څخه وغوښتل چې ورسره مذاکراتو ته پلاوی وټاکي.

د پاکستان پوځ د هغه غوښتنې ته غبرګون ونه ښود، خو د عمران خان له مخالفو سیاستوالو جوړ شوي ملکي حکومت هغه تورن کړ، چې ګواکې پوځ په سیاست ور ګډول غواړي.

مخکې عمران خان او د پوځ یو شمېر نورو منتقدو سیاستوالو پوځ تورن کړی و، چې د پاکستان ټول واک و ځواک یې انحصار کړی او ملکي حکومتونه یې نمایشي دي.

عمران خان په وروستیو کې له دې نیوکو په شا شوی او ویلي، چې پوځ باندې یې تورونه نه دي پورې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب