پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهښارجوړونې وزارت: په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي...

ښارجوړونې وزارت: په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وایي چې دغه وزارت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ۴۶ چمتو ښارګوټي لري او په څلور نورو ولایتونو (بامیان، پنجشېر، خوست او غزنی) کې هم ساحې مشخصې شوې او سروې یې روانه ده.

شیخ نعماني زیاته کړه چې دغه وزارت په تېر يوه کال کې د ښاري چارو په برخه کې ۵۷ پلانونه طرحه، ترتيب او منظور کړي دي چې له دې جملې د خوست او پُل علم ښارونو ماسټر پلانونه، د لښکرګاه، غزنی، میدان ښار او اسعد آباد ښارونو عادي پلانونه او همدا رنګه د لوړ شاولي‌کوټ او کوز شاولي‌کوټ، لوړ میوند او غورک ولسوالیو تفصیلي پلانونه پکې شامل دي.

د نعماني په وینا، د هېواد په کچه د مسکن او ساختماني چارو په برخه کې پنځه پروژې پیل شوې چې له دې جملې ‏د کابل ښار په دارالامان ساحه کې د نیله‌باغ ښارګوټي د جوړولو په چارو کې ۲۵ سلنه پرمختګ شوی او پاتې چارې به یې په راتلونکو ۳۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، د ‏تېر کال په بهير کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار کې هم د ۲۰ زره کورنیو لپاره د استوګنې سروې ترسره شوې ده.

شیخ حمدالله نعماني څرګنده کړه چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمولو په موخه، په څلورو برخو (چهار آسیاب او خاکجبار ولسوالیو، استالف او ارغندۍ) کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو لپاره، ټرانسپورت وزارت ته د ځمکې پر انتقال، پلان، طرحې او ساختماني ډیزاین کار روان دی.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ‏په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه د ۳۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه شوې او له ۴۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه شوې ده.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د دغه وزارت د ښاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو په موخه، د ۵۶ ساحو د توپوګرافۍ سروې ترسره شوې؛ د ۳۱۵ ساحو سکېچ او کروکي شوې او د ۹۹ وانیزو پروژو براورد شوی دی.

 د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته په زوره ستانه کړل شوي زرګونه افغانان د نورو ستونزو تر څنګ د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

دوی واکمن چارواکي په دې اړه بې تفاوته ګڼي او وایي ژمنې یې سمبولیکه او غیر عملي بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب