پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد ليکلو اصول | ډاکټر محمد علي ديناخېل

د ليکلو اصول | ډاکټر محمد علي ديناخېل

ايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون

نېټه: ۴م اپرېل ۲۰۲۰

عنوان يا سرخط د موضوع اظهار يا عکاسي کوي ۔ د تحقيقي ليک (مقالې يا کتاب) سرخط داسې پکار وي چې ترې پته ولګي چې دا تحقيق دے نۀ چې يو رپورتاژ يا افسانه ۔ په تحقيق کښې عنوان په ډېر سوچ او عقلي بنيادونو باندې داسې ليکل پکار وي چې ترې د موضوع د حد بندۍ او تفصيلاتو پته اولګي ۔ د سرخط په انتخاب کښې د هر څه نه زياته توجه معنويت ته پکار ده ۔ د تحقيقي او تخليقي ليک په سرخط کښې فرق وي ۔ په تخليقي ليک کښې اکثر عنوان د ليک نه بعد ليکلے شي او يا که اول ليکلے شوے وي نو هم پکښې دومره لچک موجود وي چې بيا يې بدلولے هم شي ۔ د تخليقي ليک سرخط ليکوال د خپلو احساساتو، تخيل او ذوق مطابق منتخب کوي خو د تحقيقي ليک د سرخط منتخب کولو خبره د دې نه بدله ده ۔ په ازاد تحقيق کښې که څوک دا قسمه تخيلي سرخطونه منتخب کړي نو بيا يې هم چانس شته خو په سندي تحقيق کښې د دې خبرې د سره ګنجايش نشته ۔ د تحقيقي مقالې د سرخط د ليکلو په وخت کښې د لاندينو خبرو خيال ساتل پکار وي ۔

۱۔ بائد چې سرخط د موضوع سره نېغ په نېغه تعلق ولري ۔ سرخط داسې پکار دے چې د موضوع د مقاصدو سره سمون وخوري او د موضع حد بندي ترې هم په ډاګه شي ۔

۲۔ د تحقيقي مقالې سرخط د متعلقه ژبې د نحوي اصولو مطابق پکار دے ۔ سرخط په سواليه انداز کښې يا د يوې مشکلې جملې په شکل کښې نۀ دے پکار ۔

۳۔  د سرخط د ليکلو په وخت کښې د هغه لفظونو انتخاب پکار دے چې د موضوع په حواله بنيادي حيثيت لري ۔ د ذومعني، مشکلو او ابهام واله لفظونو استعمال نۀ دے پکار ۔ رومانوي، تخيلي او شاعرانه الفاظو او ترکيبونو نه ډډه کول پکار دي ۔ د سرخط په لفظونو کښې قطعيت، معنويت او علميت په نظر راتلل پکار دي ۔

۴۔  په سرخط کښې ډېر اوږدوالے هم ښۀ نه وي خو د دومره اختصار نه هم ځان ساتل پکار دي چې د ابهام ښکار شي ۔

۵۔ د مقالې په عنوان کښې د روايتي لفظونو لکه تحقيقي، تنقيدي او تقابلي قسمه لفظونو تکرار  نۀ دے پکار ۔

۶۔ د مقالې سرخط چست پکار دے او د بې ضرورته الفاظو او حروفو لکه حروف ربط، جار او حروف اضافت نه هم ځان ساتل پکار دي ۔

۷۔ د تحقيقي مقالې سرخط شاعرانه هم نۀ دے پکار ۔ مطلب دا چې داسې عنوان نۀ وي چې شعر وي يا د شعر يوه مصرعه وي يا يې يوه حصه وي ۔ کله کله سکالران په سرخط کښې د جاذبيت يا نااشنا والي پېداکولو په خاطر داسې کوي چې سمه خبره نۀ ده ۔

۹۔  په سرخط کښې د اختصاراتو، او اصطلاحاتو استعمال هم په احتياط سره کول پکار دي ۔

۱۰۔ په سرخط کښې ډېر ژور او نا اشنا لفظونه استعمالول نۀ دي پکار ۔

۱۱۔ د مقالې د سرخط په شان د بابونو د سرخطونو هم دا اصول دي کوم چې وړاندې بيان شو۔

۱۲۔ د مختلفو بابونو د عنواناتو تعين د تحقيق په نوعيت انحصار کوي ۔ لکه سوانحي تحقيق، موضوعي تحقيق او متني تحقيق کښې د بابونو د سرخطونو د ليکلو خپله طريقه وي ۔

اخري خبره دا ده چې د مقالې سرخط ليکل يو سائنسي عمل دے دا د تخيل نه زيات د عقل، تجربې او مهارت سره تعلق لري ۔

په دې ليک کښې د لاندينو کتابونو نه استفاده شوې ده ۔

  1. ډاکټر ګيان چند، تحقيق کا فن، اسلام اباد، مقتدره قومي زبان، ۲۰۰۷
  2. ډاکټر اېم سلطانه بخش، اردو مي اصول تحقيق جلد اول، اسلام اباد، ورډويژن پبلشرز، ۱۹۹۵ 
  3. ډاکټر جميل جالبي، ادبي تحقيق، لاهور، مجلس ترقي ادب، ۱۹۹۴
  4. ډاکټر شفيق انجم، قواعد تحقيق و تدوين، اسلام اباد، پورب اکادمي، ۲۰۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب