یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+له دروېشۍ ډک نثر / اجمل ښکلى

له دروېشۍ ډک نثر / اجمل ښکلى

“کره کتنه او د هغې زغمل” د ښاغلي دروېش دراني اثر دى، چې په ۲۰۱۸ کال کې صحاف نشراتي مؤسسې خپور کړى دى.  دا اثر دوه لويې برخې لري، لومړۍ برخه يې د کره کتنې اړوند ده او دويمه چې په “پينځم دروېش” پيليږي، د ليکوال خپل ژوندليک دى. لومړۍ برخه يې هم په دوو برخو وېشلاى شو، لومړۍ برخه يې د کره کتنې په اړه ده او دويمه يې بيا عملي کره کتنه ده، چې د ټي ايس ايليت د “خراب اباد” د سېمبوليک شعر د تشريحي کره کتنې په ګډون پکې د نړۍ او د پښتو د حمزه، غني، اجمل خټک او قلندر پر شاعرۍ غږېدلى. 

دا اثر ما تېر ژمى ترلاسه کړ او په بيړه مې ولوست، نوي ټکي مې پکې وموندل. اوس مې د کوټې سيمينار ته د يوې ليکنې لپاره راواخيست، استفاده مې ترې وکړه؛ خو تر استفادې وروسته مې په کرار ولوست. دا ځل مې د دې کتاب پاڼې د خوند لپاره واړولې. رښتيا خبره دا ده، چې هره ليکنه يې ولولم او دويم ځل يې رااړوم، همغسې خوند ترې اخلم لکه تېر ځل مې چې لوسته وه. اوس مې يې په دې خوند پسې سوي راڼه کړي، ګوندې و يې موم.:

دا د دروېش دراني د “پښتني ژوند کړه وړه” غوندې په ښو نثري آثارو کې راځي، چې هم له علمه ډک دى او هم يې نثر ښکلى دى. راځئ، د دې اثردا ښېګڼې يو په يو راوسپړو: 

۱- د شننې ډول: 

دروېش پر موضوعاتو د خبرو لپاره د شننې له مېتود نه استفاده کړې. دا د پېچلو موضوعاتو د اسانولو او په کميتونو د کيفيتونو د بدلولو لپاره په څېړنه کې کارېږي. هغه کيفيتونه چې په يوه متن کې پټ وي، د دې مېتود په مټ يې څېړونکى په ګوتو شمېري او لوستونکي ته وړاندې کوي. موږ پوهېږو، چې کيفيتونه هله د درک وړ کېږي، چې د شمېر وړ شي. له بله پلوه دا مېتود د سره پېچلو او جړو موضوعاتو د وبله بېلولو لپاره هم کارېږي. 

دروېش له دې مېتود نه د خپل کتاب په زياترو ليکنو کې استفاده کړې ده، چې يوه بېلګه يې “شعر، د هغه لوستونکي او کره کتونکي” ده. موږ پوهېږو، چې په شلمه پېړۍ کې د علم د نورو حوزو غوندې د کره کتنې په تيورۍ کې هم مهم کارونه وشول. نوي نقد د ادب د ماهيت او مانا موضوع د پنځګر، د هغه د چاپېريال او زمان له قرينې راوايسته او د رولان بارت او وولفاګنګ آيزر غوندې پوسټ ماډرن مفکرينو تر لوستونکي راوسته. ليکوال د آيزر يوه انګليسي وينا راوړې: “متن امکان پيدا کوي، لوستونکى يې رابرسېروي”. 

د کره کتنې په تاريخ کې لوستوال محوره کره کتنه معاصره نظريه هم ده او پېچلې هم؛ خو دروېش دا پيچلتيا دومره ساده کړې، لکه زموږ د خپل ادبي چاپېريال زېږنده چې وي او پېړۍ پېړۍ مو ورسره تېرې کړې وي. دا کار يې په څو بڼو کړى. لومړى دا چې ليکوال په سر کې تا نه خبروي، چې پر يوه ګرانه موضوع خبرې کوي، ځکه چې د لوستونکي په توګه ستا په ذهن کې ممکن د دې موضوع پېچلتيا رابرسېره شي او دا پېچلتيا پر دې موضوع په پوهېدو کې ستا مخه ونيسي؛ نو پيل د “لوستونکي” په اشنا اصطلاح کوي. د سر کرښې به يې راوړم: “… دلته به دغه خبره لږه نوره مخته پسې وغزوو او و به وايو، چې دغه هنرپاره چې بيا څوک لولي، پر هغه باندې هم يو ذهني کيفيت راځي؛ خو نه دغه ذهني کيفيت کټمټ د هغه ذهني کيفيت په شان وي چې دغه هنرپاره ترې زېږېدلې وي او نه لوستونکى سل په سل کې هغه معنا يا هغه پيغام ترې اخلي، کوم چې شاعر پکې ځاى کړى وي”. 

څانګوالي زموږ اړتيا | اجمل ښکلی

ليکوال خبره له الفه پيلوي، له هغه ټکي چې لوستونکى پرې پوهېږي؛ خو ليکوال غواړي چې ځينې نوي اړخونه يې ورته هم وښيي، هغه نوي ټکي چې آيزر په لوستونکي کې ليدلي وو؛ خو د وولفګانګ آيزر نوم ډېر وروسته اخلي، چې همدا ساده خبره دى کوي. داسې دروېش د لوستوال محوره کره کتنې پېچلي مسايل، لکه د ادبي متن په شننه او مانا کې د لوستونکي ونډه، د لوستونکو ډولونه او د رولان بارت په اند د متن ډولونه، يو يو او ورو ورو راسپړي. دا داسې ده لکه د يوه جړ تار غوټې چې پرانيزې. په پاى کې ګورې، چې هغه جړ تار په صاف تار اوښتى. 

په دې ډول دروېش د لوستوال محوره کره کتنې پېچلې غوټې پرانيزي؛ خو په داسې ژبه او اصطلاحاتو چې زموږ په فرهنګي چاپېريال کې معمول دي او موږ پرې په اسانه پوهېږو، مثلا موږ پوهېږو، چې متن د پوهېدو له پلوه دوه ډوله وي، يو هغه چې هر لوستونکي ته يوه مانا لري، لکه د خيبر د جنګ په اړه د خوشال بولله او بل هغه چې د لوستونکي تخيل ته مخاطب وي. دروېش لومړى ډول متن هغه فريم ته ورته بولي، چې عکس پکې لګېدلى وي او هر څوک پکې همدا يو تصوير ويني؛ خو دويم بيا هېندارې ته ورته بولي، چې هر لوستونکى پکې بېله، بلکې خپله څېره ويني. ليکوال وايي، چې په دې دويم ډول متن کې ماتن تش ځايونه پرېږدي، چې هر لوستونکى يې په خپل تخييل تش ځايونه ورډکوي او دلته موږ وينو، چې لوستونکى د متن په چاره کې فعال نقش لوبوي. 

د دوه ډوله متن په اړه د ليکوال د فريم او هېنداره دوه تشبيهات له يوه پلوه د نوموړي نثر له تمثيله ډکوي او له بله پلوه له لوستونکي سره د پېچلو مسايلو په پوهېدو کې مرسته کوي.

موږ وويل چې دروېش د شننې د مېتود په مرسته پېچلي مسايل په اسانه ژبه بيانوي، له دې مېتود سره دوو تخنيکو هم مرسته کړې، يوه د اسانه ګڼلو فکر دى. کله چې څېړونکى يوه موضوع هضم کړي او په اړه يې پر خپل ذهن د پېچلتيا پرده لرې وغورځوي، په بله وينا اسانه يې وګڼي، ډېر پېچلي موضوعات اسانه بيانولاى شي؛ خو د دې تر څنګ د مسايلو په سپړلو کې د جزيياتو ترتيب هم مهم دى. که موږ د جړ تار غوټې خلاصوو او پيل يې د منځ له لويې غوټې وکړو، نو تار خو به خلاص نه کړو، لا نور به يې پېچلى کړو، ځکه نو ښه دا ده، چې له پاسنۍ او اسانه غوټې يې پيل کړو، دروېش هم د پېچلو موضوعاتو په شننه کې لومړى له اسانه ټکي پيل کوي او لوستونکي ته ښيي، چې دا ډېر اسانه موضوعات دي. لوستونکى چې ورسره روان شي، په دومره خوند او اسانۍ يې په لويو سردرو وګرځوي، چې پاى په دې پوه شي، چې د مطالبو يوه ځولۍ ګلونه يې له ځان سره راوړي دي. 

زموږ د ليکنو يوه عمومي ځانګړنه دا ده، چې د ليکوال يې پايلې ته دومره بيړه وي چې له امله يې متن کله ګونګى پاتې شي؛ خو دروېش پايلې ته هېڅ بيړه نه لري، ورو او په طبيعت روان دى او له لارې هم هغومره خوند اخلي، څومره چې منزل ته خوشحاله وي. دا ورو ورو مزل يې لوستونکي ته د دروېشانو ورو مزل او له پند و تفکره ډکې خبرې او ټيټ غږ ورتداعي کوي.  

۲- د کره کتنې ډول يې: 

دروېش پر لوستوال محوره کره کتنه پوهېږي، د کره کتنې په لړ کې د پنځګر، پنځونې، لوستونکي او کره کتونکي پر اړيکه هم خبر دى، د انګليسي له لارې د نړۍ له ادبياتو هم خبر دى او داسې ويلاى شو، چې د کره کتنو د ډېرو نظريو په اړه معلومات هم لري؛ خو د دې اثر په عملي کره کتنه کې بيا د دې نظريو اغېز کم وينو. دروېش د متن په کره کتنه په همغه دوديزه لار روان دى، چې زموږ تېر کره کتونکي پرې راغلي دي. زه نه غواړم، چې لوستونکي زما دا خبره په منفي مانا واخلي، بلکې دا لار ځينې ښېګڼې هم لري. راځئ، لږ به نور د دې روايت پر ښو او ناښو اړخونو وغږېږو: 

الف: تشريحي نقد: که ادبي متن پېچلى وي، کره کتونکى يې د پېچلتيا د اسانولو لپاره له تشريحي کره کتنې استفاده کوي. دروېش د پښتو شعرونو او په تېره د ټي ايس ايليټ د خراب اباد د پېچلي شعر په تشريح کې له تشريحي کره کتنې بريالۍ استفاده کړې ده. دروېش چې له پېچلتياوو او کړلېچونو سره مينه لري، په خوند خوند د پېچلتيا غوټې پرانيزي. که په دې لړ کې د خراب اباد سپړنه راواخلو، نو زه ويلاى شم، چې دروېش د دې ادبي متن په نړيوالو شننونکو کې درېداى شي. دا متن يې ګام په ګام او بند په بند سپړلى او هغه ضمني اړخونه يې د دې شعر روښانه کړي، چې کله د شاعر مراد دي او کله ترې لوستونکي راايستلي. د دې شعر ګڼې تشريح شوې دي. هر کره کتونکي ترې نوې ماناوې راايستلي، چې د دروېش د همغه هېنداره متن تشيبه رايادوي؛ خو دروېش د پښتانه لوستونکي لپاره د پوهاوي وړ کړى دى. 

د ليکوالۍ سياست | اجمل ښکلی

ب: دوديزه کره کتنه: تر شلمې پېړۍ مخکې چې په اروپا کې کومه کره کتنه دوده وه، د يويشتمې پېړۍ په سر کې د فورماليستي او نوې کره کتنې په راتګ ورته دوديزه کره کتنه وويل شوه. فورماليستي او نوې کره کتنې د پنځونې ماهيت په خپله په متن کې دننه وليد او له متن نه يې پنځګر، د هغه چاپېريال او زمانه پرې کړه، ځکه چې د دوى په اند، دا شيان د ادبياتو پر ماهيت نېغ په نېغه اغېز نه لري. دا هغه څه وو، چې تر شلمې پېړۍ مخکې د يوه ادبي متن د شننې لپاره اړين وو. د متن د ماهيت او مانا مساله د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې له متن نه لوستونکي ته راغله؛ خو موږ پوهېږو، چې د متن، ماتن او لوستونکي په اړه هره افراطي نظريه له واقعيت لرې کېږي، مثلا دا سمه ده، چې متن پخپله له يوه جوړښته برخمن وي، چې د بېلابېلو جزيياتو د تفاعل په پايله کې متن له مانا برخمنوي؛ خو دا به افراط وي، چې يوازې متن هر څه وبولو او د ماتن او لوستونکي دوه نور محورونه يې د مانا په چاره کې هېر کړو، همداسې که ادبي متن بېخي خالي وبولو او ټول امتياز لوستونکي ته ورکړو، دا به هم افراط وي. دا هم افراط دى، چې ماتن ګرد سره له متن نه وشکوو، بلکې واقعيت دا دى، چې که متن هر څومره هېنداره شي او هر څومره يې تش ځايونه لوستونکي ډک کړي، بيا يې هم ډک ځايونه د پنځګر له شخصيت، مهال او چاپېريال سره بې اړيکې نه وي. 

همدا خبره دروېش د خپل دې اثر په عملي کره کتنو کې ثابته کړې ده. په (لېوني فلسفي) کې د غنې خان پر شاعرۍ غږېږي، چې ګنې فلسفي ده که نه او پخپله دى فلسفي او صوفي دى که نه. خپله ليکنه د غني خان د ژوند پر يوه کيسه پيلوي او داسې مخکې ځي او د دې اثبات هڅه کوي، چې غني خان ښه شاعر دى، نه فيلسوف دى او نه د تصوف کوم عملي تاريخ لري، له خداى سره يې اړيکه د ښکلا او د هنر په کچه ده. موږ ممکن د ددروېش له دې ادعا سره همغږي و نه لرو؛ خو دا ښيي، چې دروېش د خپلې نوې خبرې د اثبات لپاره له بريالۍ وسيلې استفاده کړې. د شاعر د ژوند په رڼا کې د هغه پر شاعرۍ د خبرو له دې لارې نه يې د حمزه صاحب، اجمل خټک او نورو شاعرانو د شعرونو په کره کتنه کې هم استفاده کړې ده. 

۳- موضوعات يې: 

دروېش د پښتو ادبياتو د لوستونکو په تنده او موضوعي لوږه خبر دى. هغه په دې پوهېږي، چې کوم موضوعات نوي دي، کومو ته موږ اړتيا لرو او د کومو زړو موضوعاتو د بيا سپړلو اړتيا ده. د ادبي کره کتنې په چوکاټ کې د موضوعاتو له پلوه دا اثر له دې درې اړخونو برخمن دى. متن څه دى؟ د شاعر او د شعر اړيکه څنګه وي؟ له شعر سره د لوستونکي اړيکه څه ده؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې په معاصره نړۍ کې د سيالۍ لپاره اړينې دي؛ خو پښتون لوستونکى ترې هغومره خبر نه دى. دروېش دا او دې ته ورته اړينې پوښتنې د خپلې دې اثر په لومړيو څو ليکنو کې ځاى کړې دي. په دې بنسټ دا په زغره ويلاى شم، چې د ادب د هر لوستونکي، په تېره د ادب د محصلانو لپاره د دې کتاب دقيق لوست اړين دى، ځکه دا اثر مو نويو مباحثو ته متوجه کوي او نورو نويو بحثونو ته لار پرانيزي. 

تور و سپين/ اجمل ښکلی

پر حمزه صاحب، غني خان، اجمل خټک او قلندر مومند ډېرې علمي ليکنې شوې؛ خو دروېش د کره کتونکي په توګه په دې برخه کې د نظر څښتن دى او نوې خبرې لري. دا نوې خبرې يې نوې پايلې لري، چې د پښتو ادبياتو د لوستونکو لپاره اړينې دي، چې له دې بوختو راووځي، چې د غني له فلسفي سره اړيکه ده؟ او د حمزه په شاعرۍ کې تصوف او پښتونواله سره په کوم ډول غاړه غړۍ شوي دي؟ يا په بله وينا، حمزه صوفي دى که ملتپال؟

د دې اثر بله برخه له نړيوال ادب سره تړاو دى. موږ په يوه نړيوال کلي کې اوسېږو، د نړۍ ادبي وضعيت مو اغېزمنوي او پکار ده، چې د نړۍ په ادب کې خپله ونډه ولرو. د نړۍ د هر ګوټ ادب د ادب په توګه بايد ولولو؛ خو په دې کې ځينې داسې ادبي پنځونې دي، چې په متن يې ممکن زموږ سر خلاص نشي، نو بايد پرې پوه شو. داسې پر نړيوال شهکارونو کار پکار دى او له نړۍ سره په يوه ادبي ټغر راټولېدل زموږ برياليتوب دى. د ټي ايس ايليټ پر شاعرۍ خبرې او د نړۍ له ادبياتو استفاده د دې اثر يو مهم اړخ دى. دروېش د انګليسي استاد پاتې شوى او د نړۍ د ادب ښه مطالعه لري. نوموړي هڅه کړې چې موږ ته په خپل ژوندليک او کره کتنو کې د نړۍ د ادب د برياليو بېلګو د کاميابۍ لاملونه وښيي. ټي ايس ايليټ د نړۍ له ګڼو اسطورو او ادبياتو استفاده کړې، د ده د شعر د تشريح لپاره بايد په نړۍ کې ګوټ په ګوټ وګرځو، د نوموړي دا نړيوالتوب، سېمبوليکي ځانګړنه، د خپل وخت رښتينې استازي او د ګڼو ماناوو امکان برابرول د ده د خراب اباد د شننې د برياليتوب لاملونه دي. دروېش له قومي او ديني تعصب ماورا پر ټي ايس ايليټ خبرې کړې دي او پښتون لوستونکي ته يې ښودلې، چې که سيالي کوې، تعصب به هېروې او د نړۍ په درياب د ورګډېدو لپاره به له ځانه هغسې نهنګ جوړوي لکه ايليټ چې جوړ کړى دى. 

۴- تمثيلي اړخ يې: 

د دې اثر مهم اړخ تمثيلي ژبه ده. د دې اثر رڼه او ساده ده. لوړې ژورې نه لري. متضادې جملې نه لري، د (خو، ځکه، بلکې) غوندې اړيکوييکي چې نثر له پېچلتيا او کږليچونو ډکوي، ډېر نه لري. زياتره جملې يې ساده دي. پر لاملونواو پايلو په ارامه خبرې کوي او له بيړې کار نه اخلي. زه به يې يوه بېلګه راوړم: “موږ پورته د يوه حقيقي شاعر په شاعري کې د يوې لويې دنيا د شتون خبره وکړه. په شاعري کې د دغسې دنيا د ځايولو دپاره دې ته هم اړتيا شته چې د ښې شعري وړتيا لرونکى شاعر يوه ستره متخيله هم ولري. څومره چې د ښه شاعر متخيله ستره وي، هغومره به يې په شاعري کې انځور شوې دنيا لويه وي…” 

د دې اقتباس پيل په تېر ليد جمله شوى چې تېرې موضوع ته اشاره کوي. که بل ليکوال واى، ممکن د دومره اوږدې جملې پر ځاى يې د لنډون لپاره يوازې د “نو” وييکى کارولى واى؛ خو د هغې به يو تاوان دا واى، چې لوستونکي ته به خبره ګونګه وه. د دويمې جملې لومړۍ برخه د تېرې جملې يو ډول تکرار دى، چې د موضوع د جړې د هواري لپاره ترې بريالۍ استفاده شوې. د دې کتاب د نثر هواري او ارامي په اصل کې د همدې تخنيک زېږنده دى، چې د متضادو جملو پرځاى پکې همغږې جملې وينو. دا اساني او ارامي د دروېش د نثري سبک يوه عامه ځانګړنه ده، چې لوستونکى د پېچلو موضوعاتو د بريالۍ شننې لپاره تقليد ته هڅوي. که غواړو چې ښه علمي ليکنه وکړو، د دروېش سبک زموږ ښه لارښوونه کولاى شو. 

د دې اثر د نثر بله ځانګړنه تمثيل دى. که دې اثر هېڅ نوې علمي خبره نه درلوداى، يوازې تمثيلي اړخ يې هم د لوست لپاره بس و. تمثيلي اړخ له ادبي خوږو برخمن کړى دى. دا تمثيلونه تاريخي، اسطوري او ادبي دي.

دروېش له دې تمثيلونو يوازې د هنري خوږو د پيدا کولو لپاره نه، د علمي استدلال لپاره هم استفاده کړې ده. کوم ځاى چې موضوع پېچلې شوې ده، په يوه تمثيل يا په يوه عيني تشبيه يې روښانه کړې ده. ژان پياژه چې د ماشومانو په ادراک يې کار کړى دى، وايي، چې تر اووه کلنۍ د کم سن ماشومان يوازي په عيني کيسو پوهېږي، د دوى لپاره که يوه انتزاعي اخلاقي موضوع تشريح کوو، بايد له عيني تشبهياتو او لارو چارو استفاده وکړو. موږ له وړوکوالي نه له تمثيلونو او تشبيهاتو سره اشنا يو. د غټانو لپاره د يوې پېچلې علمي موضوع د غوټې د راسپړلو په موخه هم له دې لارې چارې استفاده کوو. يوه بېلګه يې د ليکاف په اند استعاره ده، موږ په ژبه کې انتزاعي مفاهيم د عيني مفاهيمو په مرسته درک کوو. داسې ښکاري، چې دروېش د انسان د ادراک له دې ځانګړنې خبر دى. د نقد په پېچلو مسايلو د پوهېدو لپاره دا غوره لار ده، چې خبره د لوستونکي زړه ته پرېوځي. د شاعر او عام انسان ترمنځ توپير داسې کوي: “موږ ويلاى شو، چې شاعر د مېوه دارې ونې په شان دى. په دې پسې به دا خبره هم ورزياته کړو، چې لکه څنګه چې هره ونه مېوه نه کوي، داسې هر انسان هم شاعري نشي کولاى. شعر زېږول د شاعر داسې يوه وهبي وړتيا ده لکه يوه ونه چې مېوه زېږوي او خوږوي يې”. 

له يوه ګونګي متن نه د مانا د راايستلو لپاره يې دا بېلګه وګورئ: “وړاندې چې مو د کره کتونکي په لاس د يوه په څرګنده ګونګي متن د بخيو د سپخولو يا سپړلو او د مانا د ترې راايستلو خبره وکړه، هغې راته ډېره موده مخکې اورېدلې يوه خبره راياده کړه او هغه دا چې يوه سړي ته چرته يو ملنګ په مخه ورغى. هغه په دې راونيو چې ګوندې په جيب کې يې څه پيسې وي، ترې وا به يې خلم. چې له جيبه يې مايوسه شو، نو هم يې زړه سلا ورنه کړه چې په اسانه په لاس ورغلى ښکار همداسې په اسانه پرېږدي. په دغه حال کې يې د هغه د ګودړۍ پينو ته په کتو سره فکر وکړ چې ښايي تر دغو پينو لاندې يې څه ګنډلي وي، ځکه يې نو د هغه د ګودړۍ د پينو په سپخولو لاس پورې کړ. ملنګ چې د خپل سر ويرې اخيستى و، د ده د لاس پورې وهلو هېڅ هڅه و نه کړه. ده چې دوى درې پينې واړولې، نو تر يوې لاندې يې د سلو روپو نوټ ګنډلى وموند. په دغه خوشحالۍ کې يې ملنګ پر اوږه باندې وټپاوه او ورته ويې ويل: والله ياره ښه وختې…. موږ که دلته دغه ملنګ ماډرن شعري متن وګڼو نو ښه ذوق لرونکى لوستونکى چې يې په جيب کې څه و نه مومي، ترې روان شي، خو کره کتونکى يې داسې نه پرېږدي، هغه يې ګودړۍ پينه په پينه لټوي. تر دغو پينو لاندې که ډېر څه ومومي، لا يې هم زړه سوړ نه وي….”

دا تمثيل نور هم اوږد شوى او له بېلابېلو تشبهياتو نه يې استفاده شوې، مثلا پينه په پينه اړول د لوست له عمليې سره ورته بلل شوى او د لوست عمليه يې پرې روښانه کړې ده؛ خو په ټوله کې د ملنګ دا کيسه راسره د کره کتنې او په نوې مانا د لوست په پوهېدو کې څومره مرسته کوي، په هغې به لوستونکي هله ښه پوه شي چې دا کتاب له سره تر پايه ولولي. 

د دروېش د دې اثرهره ليکنه له تمثيلونو او تشبيهياتو مالامال ده او هره يوه يې د ليکنې له پلاټ او د پېچلو علمي غوټو له راسپړلو سره داسې تړاو لري، چې ترې بېلېږي نه. دروېش ښه شاعر دى؛ خو د کيسې او تاريخ ښه ذوق هم لري. د شاعرۍ اوکيسې دا ذوق يې يو ځل په “ناورين پسي ناورين” کې يوځاى شوى، بلکې ډاکټر احسان الله درمل يې په ډېرو ناکيسه ييزو شعرونو کې هم د پښتنو تاريخ ته اشارې ويني؛ خو د دروېش د تمثيل دا ذوق بل ځل په “پښتني ژوند کړه وړه” او دا ځل په “کره کتنه او د هغې زغمل” کې له علمي استدلال سره يوځاى شوى او د رنګونو يوه خوندوره تابلو يې جوړه کړې ده. 

د دې اثر بله ځانګړنه دا ده، چې سره له دې چې د لومړۍ برخي د سر څو ليکنې يې د کره کتنې په تار سره پېيلي؛ خو بيا هم د معمول پر خلاف په يوه کيسه يا يوه نقل قول يا يوه خاطره پيل شوې. دا تخنيک يوازې د دې لپاره نه دى چې لوستونکى له ځان سره بوځي، بلکې په خپله ليکنه کې د هنري خوږو د پيدا کولو لپاره هم دى. بالعموم زموږ علمي ليکنې د مسالې په تعريف پيلېږي؛ خو د دروېش ليکنه په هر ځاى پيلېداى شي، له معمول نه سرغړونه نااشناتوب پيدا کوي او لوستونکي له دې نوښته خوند اخلي.

د کره کتنې په برخه کې د دروېش دا اثر ګڼې نورې ښېګڼې لري؛ خو د لوستونکي په توګه زما د فکر لمن تنګه ده، ټول پکې نشم ځايولاى. که تاسو يې ولولئ، ممکن ډېرو نورو ظريفو اړخونو ته يې متوجه شئ؛ خو تر دې مخکې دا خبره اړينه ده، چې د کره کتنې په لړ کې مو که هر څومره کتابونه لوستي وي، خو چې دا مو نه وي لوستى، مطالعه مو نيمګړې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب