چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهمتقي د پاکستان سفير احضار کړ

متقي د پاکستان سفير احضار کړ

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن خپل دفتر ته په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان د احضار خبر ورکړی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې د طالبانو بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي تر څنګ د دوی د دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا شیرین اخند هم ګډون درلود.

سرچینه زیاتوي: افغان لوري د پاکستاني ځواکونو له لوري تازه د خوست او ګنړ په ځینو سیمو کې ترسره ‏شوي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

متقي وویل:« د خوست او کونړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد

‏خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دې ناستې په پای کې د پاکستان سفیر ته د طالبانو اعتراضیه لیک وسپارل شو چي خپلو مشرانو ته یې ورسوې.

د افغانستان په خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو کې د پاکستاني ځواکونو د تیرې شپې د هوايي بريدونو له کبله د ګنو وزيرستاني کډوالو په ګډون د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

ويل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې د څو ماشومانو په ګډون د کونړ د يوې کورنۍ څو غړي شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب