تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د هېنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، ایراني چارواکو د رضوي خراسان ولایت د تایباد په مرکزي زندان کې لږ تر لږه پنځه بندیان په پټه اعدام کړي، چې درې یې افغان وګړي وو.
د راپور له مخې، اعدامونه د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۹مه شوي دي. اعدام شوي افغانان ملا ربیع عبدالمحمدي (۵۶ کلن) او د هغه وراره سخي عبدالمحمدي (۲۴ کلن) د جوزجان د شبرغان اوسېدونکي، او قاید ناصري (۲۷ کلن) د کندوز ولایت اوسېدونکی و.
په اعدام شویو کې دوه ایراني بندیان، مظفر میناپور او بلوچ بندي نادر ابیل هم شامل وو.
د سرچینو په وینا، دغو پنځو کسانو ته د مخدره موادو اړوند قضیو کې د ایران د قضایي ادارې له خوا د اعدام سزا ورکړل شوې وه، خو ایراني دولتي رسنیو او قضایي چارواکو تر اوسه د دغو اعدامونو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د هنګاو په شمول د بشري حقونو ځینو ډلو د ایران په اعتراضونو کې د ګډون په تور د یو شمېر نورو افغانانو د اعدامونه خبرونه خپاره کړي دي.