تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) افغان سوکوهونکی شریف احمدزی، چې د یوې برتانیايۍ مرستندویې الیزابت جین راس د قتل په شک په یونان کې نیول شوی، نن،چهارشنبې به اتن کې محکمې ته حاضر شي.
پولیسو احمدزی وروسته له هغې ونیوه چې د الیزابت جین راس مړی د آتن په یوې پرېښودل شوې ودانۍ کې د سفر په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړی اوس د دې قضیې په تړاو تر عدلي څېړنو لاندې دی.
د پلټنو له مخې، الیزابت جون راس د جولای په ۱۶مه له خپل استوګنځي څخه ورکه شوې وه. څو ورځې وروسته یې مړی د آتن د کیپسیلي په سیمه کې په یوه بکس کې وموندل شو. د امنیتي کامرو ویډیوګانې ښيي چې مشکوک د شپې مهال دغه بکس ورسره وړی او وروسته یې په یوه لرې سیمه کې پرېیښی و.
پولیس وايي، تورن په لومړیو کې ادعا کړې وه چې ښځه یې په اپارتمان کې مړه موندلې او یوازې یې د هغې مړی پټ کړی، خو د پلټنو له پرمختګ وروسته یې ومنله چې د مړي په لېږد او پټولو کې یې لاس درلود. چارواکو دا هم ویلي چې هغه له پېښې وروسته د قرباني له بانکي کارت څخه څو ځله پیسې ایستلې دي.
مخکینی خبر