شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهد اوښکو مارغان (د لنډو کيسو ټولګه) ته کتنه

د اوښکو مارغان (د لنډو کيسو ټولګه) ته کتنه

شېبه ګهيځ
اوښکو مارغان د سیده حسینه گل تنها د لنډو کیسو ټولګه، سیده حسینه ګل تنها د کوزې پښتونخوا شاعره او لیکواله ده، د پښتونخوا په نوښار کې د کاکا صېب په کلي کې زېږېدلې ده، لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې سر ته رسولي دي. سیده حسینه ګل تنها لومړنۍ ښځینه شاعره وه چې په پښتو ښځینه شاعرانو کې د نارینه او ښځینه احساس تر منځ د بیلوالې کرښه وټاکله.
سیده حسینه ګل چاپ او نا چاپ اثار لري، په چاپ شوي اثارو کې یې: خو ته خبرې کوه (شعري ټولګه)، دا هم هاغسې موسم دی( شعري ټولګه)، افضل افضل شوق(تنقید)، له ما نه مه بېلېږه (شعر) نېمګړی کتاب(لنډې کیسې)، ملکه (ناول)، خپل اواز له تا نه اورم(شعر)، ته له ما یې څنګه جدا(شعر)، شپون، شپیلۍ، شپول (شعر)، وختونه( ناول)، د اوښکو مارغان( د لنډو کیسو ټولګه)، په لار ځم ټوله ځنګېږم(یونلیک)، په نا چاپ اثارو کې یې بیا کله کله(شعر)، اوس بیا ځمه(د کابل یونلیک) دي.
د کتاب پېژندنه:
د اوښکو مارغان د سیده حسینه ګل د لنډو کیسو ټولګه چې په ۱۳۹۴ کال د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګې لخوا چاپ او تر داستان لوستونکو ورسول شوه. کتاب پر پښتۍ ښکلی ډیزاین شوی دی. د کتاب عمومي عنوان د اوښکو مارغان چې د اوښکو یې په سور، مارغان په کم رنګ شین او د لیکوالې نوم او د چاپ کال بیا په پوخ شین رنګ کې لیکل شوي دي. د پښتۍ په پاسنۍ برخې کې د خپرندویې ټولنې لوګو راغلی، په ښي پښتۍ د یو نجلۍ انځور په داسې بڼه راغلې چې له سترګو یې اوښکې په مارغه بدله شوې ده او کیڼ پښتۍ بیا د سترګو اوښلنې انځور، د لیکوالې انځور او د لیکوالې د اثارو نومونه راغلي. د کتاب دننه بیا له پېژندنې وروسته د تحریک یادښت، تړون، لړ لیک او څو کرښې وروسته لنډې کیسې پېلېږي.
د کتاب عمومي عنوان
کتاب ته عمومي عنوان د اوښکو مارغان ټاکل شوی، چې بیا وروسته د یوې لنډې کیسې په توګه هم راوړل شوې ده؛  خو دلته زه یوازې په دې غږېږم چې د اوښکو مارغان یعنې څه؟ او دا زما له نظره دی کېدای شي نور لوستونکي بله مانا ترې واخلي. د اوښکو مارغان له اوښکو کله هم مارغان نه جوړېږي او نه شي جوړېدای که یوازې یو ساده تحلیل ترې واخلو هغه به داسې وي، هغه څه چې د اوښکو او مارغه تر منځ تړون یا وجهه رامنځته کوي هغه د دواړو تودوالی یې دی، یعنې داسې چې اوښکې چې کله له سترګو څخه بهېږي نو تودې دي همداسې مارغه او دا کورنۍ ټوله توده وینه لري نو یوه وجهه دا شوه. که بله وجهه په کې ووایم هغه به دا وي چې اوښکې هم له سترګو څخه پرله پسې روانې وي او که سیلاني مارغانو ده ځیر شو نو هغوی هم پرله پسې سیل کوي نو دا وجهه هم کېدای شي؛ خو زما په اند همدا تودوالی وجهه به ښه وي ورته او ډېر ښه نوم ورته ټاکل شوی.
د کتاب منځ:
د اوښکو مارغان شل لنډې کیسې طمع، راستون، مینه، خیبر، د اوښکو مارغان، څپلۍ، که اباسین راغلی نه وای، سزا، کور، ځوزماځوز، نکرېزې، ایله دوه نورې، وطن، سبرلی ګل، کیسه، یور، مور، تږی او سردار په خپلې غېږي کې راټوله کړې ده. دلته دا لنډو کیسو ته کتنه لرم.
طمع:
له نوم یې پیلوم، طمع داسې فکر کېږي چې پیسو، شتمنیو، کور او داسې نور ډېر څه ته به طمع وي او همداسې یوه موضوع به هم وړاندې کوي؛ خو دا طمع هغې مینې ته طمع دی چې بیا به په دې نړۍ کې هېڅلکه هم ورته ونه رسېږي، یعنې د یو خاوند طمع خپلې مړه شوې مېرمنې ته، هغه مېرمنه چې په ګور ده، چې دا طمع نو بیا د هر څه له طمعې څخه ډېره ځورونکي وي. دا کیسه موږ ته د خپل ژوند د ملګری/ ملګرې په وړاندې مینه لرلو ته هڅوي؛ ځکه یو انسان ته قدر په ژوندانه ښه وي نه پس له مرګه.
راستون:
راستون یعنې بېرته ګرځېدل، راستون یعنې مسافر بېرته خپل هېواد ته راتلل، نوم داسې ماناوې ورکوي؛ خو کیسه بیا بیخي بیله موضوع ښیي. د خاوند وفا او د مېرمنې زغم د کیسې موضوع ده، د مېرمنې زغم یې خاوند هغه کار ته اړ کړي چې په ژوند کې یې هغه کار کول نه غوښتل. دا کیسه موږ ته وفا او زغم او د دواړو پایله ښيي.
مینه:
دا نوم او دا حس په انسان کې د ارامېدو لامل کېږي، د انسان په وجود کې داسې یو شور راولي چې یوازې او یوازې خپله پرې پوه یې، که دې لږ هم د هغه شور د ښکاره کولو کوښښ وکړ؛ نو د لېوني نوم به درکړي بس، لېونی یا هم لېونۍ د مینې.
مینه همداسې کیسه کوي د یوې مېرمنې بې پایله مینه له خپل خاوند سره، د هغه په ناروغتیا کې نا ارامه کېدل او په روغتیا یې ښه حس لرل؛ خو په بدل کې خاوند څه کوي د مېرمنې په ناروغۍ کې هغه یوازې او ځانته پرېږدي، دې ته وایي د مینې پایله. نو دومره هم چا پسې زړه تړل ضرور ندی چې انسان دې ځان هېر کړي.
څپلۍ:
د هغې مظلوم انسان ژوند ښيي چې د ډېرو شتمنیو په لاسته راوړلو بیا هم خپل تېر وخت په څېر ژوند غوره ګڼي، یعنې دا چې غرور او لوړوالی په ځان کې نه مني. په کوچنیوالي کې د خلکو زړې څپلۍ او زړو جامو ته یې تمه وي خو کله چې همدا کوچنی هلک پلار شتمني لاسته راوړي بیا زوی یې پرې د یوې جوړې نوې څپلۍ پیرزوینه پرې وکړي خدای ترې پښې واخلي. دلته ددې لنډې کیسې یوه برخه بیلګه راوستل غواړم:
(هغه په ټول ژوند کې نه چېرته نوې خپلې جامې اغوستې وې ، نه یې هم چېرته نوی پیزار په برخه شوې وه)یا دا(د خوشحالو ورځ به یې د خپلې مور سره نږدې د سور نغري خواته په دې طمع تېره کړه، چې اوس به د چا له کوره جوټه وریجې راشي، مور به ورته زړې ورستې جامې په لاسوښې هوارې کړېوې، زوړ شلېدلی پیزار به یې ورته په غټه ستن او تار ځای په ځای ګنډلی و… .) اوس هم موږ داسې کورنۍ لرو چې د خپلې یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته هو حیران دي.
کور:
دا کیسه موږ ته د هغه ځوان کیسه کوي چې په پولیسو کې دنده لري، خپل د مور هیله پوره لپاره دې د پولیسو په لیکه کې دنده وکړي؛ خو مور سره کړې وعده پوره نه شي کړای او مور ته په پټو سترګو راشي، په خپلو پښو نه بلکې د خپلو خپلوانو په اوږو باندې دې مړی کور ته راشي. دردونکي الفاظ لري، ددې حالت بیان هم ستونزمن وي، چې دلته یې بیلګه راوړم:(کله چې اجمل د یو سر تیره برید کې د سرو وینو قطرې قطرې او بې ساه وجود سره په پردو اوږو خپل کور ته راوړل شو، ټول ارمانونه یې نیغ ولاړ وو. د خپلې مور د کوټې د مضبوط ور او پلېستر ارمان یې د خپل وجود او ځوانۍ په وینه عملي کړه… .)
کیسه:
نوم کیسه ورکول شوې خو کیسه نه ده، بس د الفاظو انجینیري، په لفظونو لوبې کول، تشبهات او استعارې کارول او ټول تکل ته ورته یو څه چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي. بیلګه:
(نن شپه ډېره د نورو شپو نه ډېره بدله وه، ډېره درنه، خو عجیبه هغه خپل کټ د چت د پاسه اچولي وه، د هغه د سترګو نه وړاندې تورې شپې خپلې تورې داسې زلفې خورې کړې وې، چې د یوې څېرې رڼا درک پکې نه لګېده)
په کتاب کې:
سیده حسینه ګل په کوزې پښتونخوا کې پیدا، لویه او زده کړه کړې نو خامخا لهجه پرې اغېزه کړې؛ خو کله چې موږ لیکنه کوو که هغه داستاني ادب هم وي نور داسې لهجوي کلمات کارول اړین نه دي چې د کیسې په روانوالی دې اغېزه وکړي او په لوستلو کې خنډ رامنځته کړي، چې له اغلې تنها څخه دلته دا تېروتنه شوې دومره لهجوي کلمات یې کارولي چې لوستونکی د قاموس لرلو ته اړ کوي، چې دلته یې څو بیلګې راوړم:
لومړۍ             وړومبۍ
تره یا کاکا ته        lچاچي
لوېشتنیکو    په دی خو بیخي نه پوهېږم چې څه مانا ورکوي او څنګه لوستل کېږي.
یا دا پوره جمله: او ده چې وکتل نو د لوېشتنیک په دیکه دې ډېر لرې رادېکه شوې وه…. .
څوکۍ         مېلس
لاس           چاچۍ
په کیسو کې املایي تېروتنې:
خوله        خله
او وېشلی شو    اوویشلی شو     یعنې هغه سپېس چې باید مراعت شوی وای ندی شوی.
ځمکه      زمکه چې په ټولو کیسو کې همداسې راغلی.
ښایسته       ښائسته
کمیس           قمیص
ویل               وئل
ماشین           میشن
ستونزې           ستونځې
څېره              څهره
اګاه و            اګاهو      بیا هم سپېس نه مراعتول.
او داسې نور هم… .
نو هغه څه چې زه یې د پایلې په توګه وایم هغه به دا وي چې که هر داستان لیکونکی او داستان لوستونکی غواړي د کیسه لیکلو هنر زده کړي بیا دې دا کتاب یو ځل وګوري او که څوک د الفاظو بدلول رابدلول غواړي دا کتاب به ورته ګټوره وي نور نو لیکوالې ته د لا بریا هیله.
شېبه ګهیځ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب