جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینماپاني پت فلم: احمدشاه ابدالي ته داسې سبق ورکړه چې بیا د...

پاني پت فلم: احمدشاه ابدالي ته داسې سبق ورکړه چې بیا د هند پر لور کاږه هم راونه ګوري

تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: بالاخره د افغانانو تر منځ د بحث راپورته کوونکي پاني پت فلم لومړۍ نمونه يي ویډیو یا ټرېلر نشر شو چې د احمدشاه ابدالي په تړاو ځینې ټکي په کې واضحه شوي دي.

په دې فلم کې یوه برخه د هندوستان د راجاګانو د ژوند او د هند پر خاوره د مسلمانانو او هندوانو د کورنیو اختلافاتو انځور اخیستل شوی او وروسته پکې سنجېدت د احمدشاه ابدالي په نقش کې راڅرګندېږي.

د فلم یوه برخه ښيي چې په هندوستان کې مسلمان پاچا د یو ژغورونکي په لټه کې وي چې هغه ژغورونکی د احمدشاه ابدالي په نوم ورپېژندل کېږي.

د احمدشاه ابدالي په اړه څو جملې د فلم په ټریلر کې راغلې دي چې د عطف وړ دي.

په ټرېلر کې یو ځای ویل شوي چې احمدشاه ابدلي د پاني پت له برید وړاندې هم د هند په جمنا سیند کې یوه اوونۍ د وینو سیلاب بهولی و.

همدا راز مرهټي راجا ته یې مور توره ورکوي او ورته وایي، احمدشاه ابدالي ته داځل داسې سبق ورکړه چې بیا هندوستان ته مخ هم راونه ګرځولی شي.

په یوه بله برخه کې یې سنجېدت د احمدشاه ابدالي په رول کې وايي، د مرهټیانو نسل به له منځه یوسم، خو د هندو راجا په هغه خبره حیرانېږي چې وايي، د خپل هېواد د خاورې په یوه ذره هم سر ورکولی شي.

د پاني پت فلم په اړه سنجېدت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چېرته چې احمدشاه ابدالي رانازلېږي، هلته د مرګ سیوری غوړېږي.
دغه راز د فلم له نوم پاني پت سره لاندې لیکل شوي دي چې (( پاني پت، یو لوی خیانت))

په دې فلم افغانستان کې وار له مخه ګڼ غبرګونونه راپورته شوي دي.

ګڼو افغان سینمايي ستورو، فرهنګیانو او مدني فعالانو حکومت ته پېغور ورکړی او ننګولی یې دی چې دا فلم له نشرېدو څخه وړاندې بند کړي یا هم کم تر کمه په افغانستان کې بندیز پرې ولګوي.

خو د فلم مرکزي رول لوبوونکي سنجېدت بیا په هند کې د افغان سفارت چارواکي نسیم شریفي ته ډاډ ورکړی که په فلم کې د ابدالي سپکاوی شوی وای، ده به په کې رول نه و لوبولی.

همدا راز د فلم افغان لوبغاړي ببرک اکبري پکتیا وال هم په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې یوه ویډیو خپره کړې ده چې وايي، دا فلم هیڅکله د احمدشاه ابدالي سپکاوی نه کوي.

نوموړی وايي، په فلم کې د احمدشاه ابدالي یو وفادار سپاهي رول ورکړل شوی چې له سنجېدت سره په کې تر پایه لوبېږي او هیڅ داسې سپکاوی او توهین یې نه دی په کې احساس کړی څومره چې افغانان ترې ډارېږي.

امرالله صالح، په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال بیا د فلم په اړه په تودو بحثونو کې ځینې تاریخي وضاحتونه ورکړي او د احمدشاه ابدالي ستاینه یې کړه، خو افغانان ډارېږي چې په دې فلم کې به د پدماوت د علاو الدین خلجي په څېر احمدشاه ابدالي ته هم سپکاوی شوی وي.

حال دا چې افغان حکومت په رسمي ډول لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، نه هم د فلم ډایرکټر اسوتوش ګواریکر په دې اړه کوم وضاحت ورکړی دی.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب