شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهغني: وخت به راشي چې د افغانستان ولسمشره به یوه ښځه وي

غني: وخت به راشي چې د افغانستان ولسمشره به یوه ښځه وي

تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: ولسمشر غني د ولسي جرګې له غړو سره په یوه مېلمستیا او لیدنه کې ویلي، یو وخت به راشي چې د افغانستان ولسمشره به یوه ښځه وي.

ارګ ماڼۍ وايي، ولسمشر تېره شپه خپل کور ته د ولسي جرګې وکیلان او د هغوی کورنۍ دعوت کړې وې چې په وینا کې یې ورته ویلي، اړتیا ده چې افغانې مېرمنې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې خپل ځان خوندي احساس کړی.

ولسمشر ویلي، افغانان د سولې غوښتونکي دی خو دا سوله باید د افغانانو په لاس، دایمي او باعزته سوله وي: (( موږ هغه سوله غواړو چې د خلکو ژوند، حقوق او لاسته راوړنې په کې خوندي وي، د ښځو په حقونو له هیچا سره معامله نه شو کولی.))

ولسمشر غني په مجلس کې ناستو مېرمنو ته په اشاره وویل، په دغو ګلالیو نجونو او مېرمنو کې به یو وخت داسې یوه ښځه هم راپورته شي چې د افغانستان ولسمشره شي.

ولسمشر همدا راز زیاته کړه د سولې لپاره پراخې حوصلې ته اړتیا ده او جګړه هیڅ ګټونکی نلري: (( هیڅوک د سولې د اتلولۍ ادعا نه شي کولی، که سوله وشوه دا به د ټولو افغانانو بریا وي.))

ولسمشر همدا راز زیاته کړه، سولې لپاره په شخصي ډول هرې قربانۍ ته تیار دی خو اساسي قانون د سولې لپاره نه شي قربانولی ځکه له اساسي قانون پرته افغانان هیڅ هم نه شي کولی.

1 COMMENT

  1. خدایه بيخ ته يې خير کړې! او تا دې خدای ددې ارمان سره ووهي. تاسو سړيو خو وطن جوړ کړو اوس د ښځو پاتې شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب