فرد د انساني تفکر په بناء د ځاني لټون تیږه ږدې، چې بیا د تدبر او تفکر له لارې خپل فردي حریم موندلی شي.
که د هر شي په فلسفه ځان پوهول غواړو؛ نو اړ یو چې د هغه په بنسټ ځان پوه کړو، چې د بنسټ په لټون کې یې له ګڼو پوښتنو، غوښتنو او متضادو تصوراتو سره مخ کېږو.
ځان موندل په اصل کې د انساني ژوندانه او تجربیاتو په دایره کې د ننوتو نښه ده، فرد د همدې متغیرو غوښتنو په اصل ځان پوهول غواړي؛ خو څنګه چې غوښتل غواړي هغسې نه کېږي. دا په اصل کې د دروني پوهې په اړه د مالوماتو نه شتون دی، چې له داسې ستونزې سره مخ کېږو. باید چې په دروني تصوراتو باندې له سره کتنه وکړو؛ ترڅو یوې ځاني پېژند زاویې ته ننوځو.
ځاني لټون د شپې او ورځې په تېرېدو او مادي غوښتنو کې نه موندل کېږي، بلکې د معنوي اساساتو په بناء یې لټون کېدای شي، چې له دې سره انساني تفکر په خوځون راولي.
ځان موندل او پېژندل په اصل کې د خدایي حسرتونو او نعمتونو څخه د اګاهۍ زیرۍ دی؛ نو کله چې هم د دې مبهماتو په تصوري دایره کې د انساني ارزښتونو لارې وموندل شي؛ نو د ځاني لټون په اړه تصور په خوځښت راځي او د هرې شته پوښتنې په اړه د ذهني زاویې لارې پراخیږي. هر څه په یوې وړې محدوده کې نه راټولیږي، بلکې د فرد په فکري پراختیا باندې کار کول پکار دي. موږ د هرې پدېدې سره د مبارزې توان لرو؛ خو هغه څه چې اړین دي، د هغه په کسبولو او پراختیا ورکولو کې پاتې راځو، چې هغه د فکر جوړونې تفکر دی، چې د همدې تاثر له امله بیا په ځاني لټون کې د فکر کولو ستر ځواک تر لاسه کولای شو.