Homeخبرونهرویټرز: امریکا د ایران پر ضد په جګړه کې خپل کابو ټول...

رویټرز: امریکا د ایران پر ضد په جګړه کې خپل کابو ټول دقیق لرواټنه توغندي کارولي دي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) رویټرز خبري اژانس د درېیو خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا د پنځه میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د امریکا پوځ د خپلو دقیقو او لرواټنه توغندیو د زېرمو لویه برخه مصرف کړې ده.

د راپور له مخې، دوو سرچینو ویلي چې د امریکا پوځ نژدې ټول ATACMS (اټاکمز) تاکتیکي توغندي او دقیق تهاجمي توغندي کارولي دي. یوې بلې سرچینې هم ویلي چې د امریکا د ټاماهاک کروز توغندیو له نړیوالو زېرمو  تر نیمایي لږ کمه برخه پاتې ده.

راپور زیاتوي چې د جګړې له پیل راهیسې د پېټریاټ دفاعي سیسټم شاوخوا ۶۵ سلنه توغندي او د THAAD (ټاډ) هوايي دفاعي سیسټم تر درېیمې برخې ډېر توغندي هم مصرف شوي دي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې امریکا د خپلې اړتیا په پرتله «ډېر زیات» مهمات لري او د دغه هېواد دفاعي شرکتونه په بې‌ساري چټکۍ سره د وسلو او مهماتو تولید زیاتوي.

همداراز، د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګون) ټینګار کړی چې د امریکا پوځ د عملیاتو د ترسره کولو او د هېواد د ګټو د دفاع لپاره ټول لازم امکانات او وړتیاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...